د لوست شپږ (۶) ګټې !

څومره وخت به کېږې چې تاسې به کتاب نه وي لوستی؟ ایا تاسې پوهېدئ چې لوست به ډېر فاېدې لري؟

تاسې به لوست ته وخت نه وي ورکړای او یا به ډېر کم وخت ورکړای وي. لوست کول اړین دي هغه که د ناول لوست، اسلامي تاریخ، تفسیر، قېصې وي او که د فېسبُک مقالې وي، که چېرې تاسې په لیک او لوست پوهېږئ نو ضرو لیکنې، کتابونه او نور مقالې ولولئ ! ځکه هغه د لاندې ګټو لرونګي دي.

۱. ذهن قوي ساتي:

ذهن یا دماغ هم لکه دبدن نورو اندامونو په څېر تمرین ته ضرورت لري او باید ذهن ته تمرین ورکړل شي او ذهن ته تمرین ورکول ذهن فعال ساتي. د ذهن فعال ساتلو لپاره مختلفې لارې شته چې د هغوئ له جملو څخه یو هم لوست دی. تاسې کولای شئ چې د مختلفو لارو څخه لوستنه وکړئ؛ هغه که د کتاب لوست، ناول لوست، تفسیر، اسلامي تاریخ او مشهورو خلکو په باره کې وي. همدارنګه تاسې د اخبار لوست، د فېسبُک پاڼې ګټورې لیکنې لوست او یا د نورو منبعو څخه لوستنه وکړئ چې دا ټول د انسان په دماغ کې ډېر بدلونونه راوړي او دهنونه قوي ساتي.

بل لورې ته د شطرنج د لوبې حرکتونه هم د په ذهن قوي ساتلو کې ډېر مثبت رول لوبوي

۲.لوست ذهني فشار کموي:

ذهني فشار یو خطرناک مرض دی چې د ژوند له مختلفو پړاونو(منفي فکره خلکو، ناکامۍ، بی کارۍ، ناامیدی او داسې نور) څخه منځته راځي. نو په دې وخت کې که څوک یو ناول یا یو خایسته مقاله ولولي نو د ذهن انځور یې بل لورې ته ځي او هغه څه چې یې په ذهن کې او یا ذهني فشار وي لېرې کېږي.

۳. په علم کې زیاتوالی:

ښکاره خبره ده چې څوک لوست کوي هرومرو څه معلومات ترلاسه کوي. پر انسان وخت بدلېدونکی دی نن که یو شان وي سبا په دغه حالت کې نه وي. په یاد ولرئ چې ستاسې مقام، شتمني، شخصیت، پیسې تر ستاسې صحت پورې نور درڅخه اخیستلای شي؛ خو علم درڅخه هېڅوک نشي اخیستلا. لوست داسې سرمایه ده چې په علم کې زیاتوالی راوړي او علم هېڅ څوک له چا څخه نشي اخیستلای مګر خدای جل جلاله. همدارنګه لوست ستاسې وکابلري(د لغاتو مجموعه) ته پراختیا ورکوي. کله چې څوک پرلغاتو ډېر پوهيږي هغه ډېر په ځان باوري کېږي او د خبرو ترض یې ښه او هرڅوک یې د خبرو لېوال کیږي

۴. د ذهن حافظه زیاتوي:

د ساینس پوهانو په وېنا د انسان ذهن څه د پاسه یو میلیون جي بي (GB) حافظه لري او لا ډېریدای شي. لوست یا د شطرنج او د شطرنج ته ورته لوبه کولای شي چې د ذهن حافظه لا زیاته کړي، هغه ځکه کله چې څوک یو مقاله لولي نو دلوست جریان په ذهن کې یو انځور بڼه غوره کوي چې د ذهن په حافظې کې ثبت کېږي او هېڅ کله هم له هېره نه وځي.

۵. تمرکز ښه کوي:

د ژوند مهمې نقطې د علم زده کړه او په ایماندارۍ سره وظیفه ترسره کول دي. خو ننې ټولنې سره به دا ووایو چې ډېر داسې خلک په ټولنه کې شته چې خپل ۶۰ څخه ۸۰ سلنه وخت په فېسبُک، ټویټر، او یا پرنورو رسنیو پوستغالو باندې وخت تېروي، ذهنونه یې په مختلفو رسنیو او خبرو کې مبتلا شي، چې د اصلي وظیفې یا دندي د وروسته پاتې کېدو لامل وګرځي . نو که چېرې د سهار چای څخه وروسته لږ څه لوست وکړئ نو ستاسې ذهنونه به ارام او پر یو ځای(شي) باندې به تمرکز کوي چې ډېر ژر او اسانه سوچ، وظیفه، او درس به وویلای شئ.

۶. لوست ذهنونه خوندي ساتي:

د یو ښه کتاب یا مقالی په لوستلو سره د ذهن او زړه ته سکون پېدا کېږي، د منفي افکارو څخه مو ذهنونه خوندي ساتي او همدا رنګه لوست مو د تنهايې احساس کولو څخه لېرې ساتي

د مثبت بدلو د راتلو په هيله

 

(دوست محمد دوست)