د لومړي ځل لپاره د حيرتان بندر له لارې روسیې ته د انګورو لومړنۍ جوپه وليږل شوه

‏د بلخ ولایتي چارواکي وایي چې د لومړي ځل لپاره د حيرتان بندر له لارې روسیې ته د انګورو لومړنۍ جوپه لېږدول شوې ده. د ياد ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوول اسدالله اسدي وايي چې دغه ۲۰۰۰ کارټنه انګور پرون روسیې ته لیږدول شوي دي.
‏د اسدي په وينا، دغه تازه انګور په يخچالي موټرو کې د حیرتان بندر له لارې ازبکستان او له هغه ځايه روسیې ته لیږدول شوي.