د لوګر اوسېدونکو په ده نو سیمه کې اته ښوونځي تړلي

د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ ځینې اوسېدونکو په ده نو سیمه کې اته ښوونځي تړلي دي.

دوی وایي، دغه ښوونځي یې د ځای او دغه راز د ښوونځیو تر څنګ د امنیتي پوستو د موجودیت له امله تړلي دي.

د سیمې اوسېدونکي زیاتوي، دوی مخکې هم په وار وار دا ستونزه له محلي ادارې سره شریکه کړې ده خو هغوی تر اوسه په دې اړه کوم اقدام نه دی کړی.

هغوی وایي اولادونه یې د زده کړو لپاره امنیت او ارامې فضا ته اړتیا لري خو په خبره یې حکومت ورته د امن راوړلو پر ځای پوستې راوړې چې لا یې ستونزې ډېرې کړي دي.

په دغو ښوونځیو کې شاوخوا ۱۲زره نجونو او هلکانو زده کړې کولې.