سه شنبه , 30 اپریل 2024

د لوګر د ازرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی

ملي دفاع وزارت وايي، د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو له لورې نومول شوی ولسوال مولوی محمدالله فاروقي له خپل یوه معاون او دوه نورو ملګرو سره یو ځای تېره شپه په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

د یاد وزارت په وینا هوايي برید افغان ځواکونو د لوګر مرکز اړوند سیمه کې تر سره کړی.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.