د لوګر ولایتي شورا غړی له درې ساتونکو سره ووژل شو

د یاد ولایت د ولایتي شورا غړی محمد ناصر غیرت، نن یکشنبه کابل کې له خپلو دریو ساتونکي سره ووژل شو.

د لوګر د ولایتي شورا مرستیال، محمد قسیم خوشیوال رسنیو ته ویلي، چې ناصر غیرت د کابل اتمې حوزې اړوند سیمه کې په ډزو وژل شوی دی.

د خوشیوال په خبره په دې ډزو کې ځینو عامو وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل پولیسو هم د دې خبر په تایید سره ویلي چې دغه پيښه نن سهار څه باندې نهه بجې رامنځته شوې ده.

د پولیسو په وینا په دې پيښه کې د ناصر غیرت او د هغه دوه ساتونکي وژل شوي او موټر چلوونکی یې ټپي شوی دی.

تر اوسه د پيښې مسوولیت چا نه دی منلی.