د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو برید کوونکي  ووژل شول

د ملي دفاع وزارت وایي، وسلوالو طالبانو يو ځل بيا د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود، چې هوایي برید یې پرې کړی او د وسلوالو طالبانو د برید مخه یې نیولي ده.

ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ويلي، په دغه هوایي برید کې د وسلوالو طالبانو ۱۰ تنه ووژل شوي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي او یو شمیر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

خبر پاڼه کاږي دغه ډله وسلوالو طالبانو څو شپې مخکې د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړی وو، چې په پایله کې يې افغان سرتیرو ته تلفات اړولي وو.