د ليکوالۍ مشوره

ژباړه: خيال ولي

که غواړې چې ښه ليکوال شې، لومړی کوښښ وکړه چې ډېر ښه لوستونکی شې. د ډول ډول ليکوالو طرزونه ولوله، د الفاظو، عبارتونو او ګړنو(اصطلاحاتو) زېرمه ولره. د هر فن کتاب ولوله، يو فن مه ځانګړی کوه. کتاب ولوله او طرز يې هېر کړه، ولوله او طرز يې هېر کړه، ولوله او طرز يې هېر کړه…له دې ریاضته به دې ځانګړی طرز پيدا شي. د ليکوالو او مفکرينو تقليد نه به خلاص شې.

څو وخت وروسته به ووينې چې ښه تعبير به دې وي او فکر به دې پوخ وي. شونې ده داسې مرتبې ته به رسېدلی يې چې ستا به باوريږي هم نه.

که څوک غواړي چې بې لوسته دې ليکوال شي، دا شونې نه بريښي..عبارتونه به يې رکيک وي، فکر او پوهه به يې نيمګړې وي او کوم پيغام که لري، رسَول به يې ورته ګران وي. هو…څه به وليکلی شي خو پر ورقو به یې مازې رنګ توی کړی وي.

دا د دېرشو کلونو ځوان(ليکوال) مشوره چې خپله لا د ليکوالۍ مرتبې ته د لوست له لارې رسېدل غواړي…غواړي د هغو ليکوالو په څېر شي چې خپلو فکرونو تلپاتې ياد ورکړی او تعبيرونو يې د لوستونکو زړونو ته لارې کړي لکه سلسبيل جنتي چينه چې ګرمۍ وهلي تنده غري ته آبِ حيات وي.