د راپورونو له مخې د لیبیا اوبو کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې چې له امله یې پنځوس کسان مړه شوي او یو شمېر نور تري تم دي.
سرچینه کاږي، که څه هم تر اوسه د دې کښتۍ د سپرلیو د هویت په اړه مالومات نه دي خپاره شوي خو داسې ښکاري چې دا به هغه لیبیایي مهاجرین وو چې غوښتل یې د بیلابیلو دلایلو له مخې خپل هېواد پرېږدي او اروپایي هېوادونو ته واوړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د یو راپور پر بنسټ په تېر یو کال کې شاوخوا دوه زره غیر قانوني کډوال مړه شوي دي.