د لیکنې تسلسل څه دی؟

لیکوال: شبیر احمد سلیمي

د لیکنې تسلسل ته ډېری وخت لیکوال پاملرنه نه کوي، چې دا تسلسل له بل هر څه نه ډېر اړین دی او لیکوال باید تل دې تسلسل ته جدي پاملرنه وکړي.

ډېری وخت ځینې لیکنې لولم، چې کله یې مخاطب یو ډول، کله هم بل ډول یاد کړئ وي، یو ځای یې نومځری کارولي وي، بل ځای یې هم نوم ډېر تکرار راوړی وي. یا هم ځینې نورې کلمې لکه نوموړی، هغه، او، کله، کله او داسې نورې کلمې ډېرې تکرار راځي. لیکوال ته په کار ده، چې کله لیکنه کوي نو اړینه ده، چې لیکنې ته داسې تړاو ورکړي؛ چې هم د مخاطب د ښودلو د جمع او مفرد بڼه تر یو واحد چتر لاندې یاد کړي. ځکه کله چې په لیکنه کې دا تسلسل له منځه ولاړ شي نو، لوستونکي ستړی کېږي. او دا بې نظمي د لیکنې او د لیکوال اعتبار ختموي.

لیکوال باید د لیکنې دا تسلسل په هره برخه کې وساتي، که هغه د لیکنښو په استعمال یا هم که د نومځرو او داسې نورو کلمو په استعمال کې وي. که هر ځای او هر ډول وي؛ موږ چې کله خپله لیکنه یو ځل ګورو، باید د لیکنې دا برخه ضرور سمه کړو؛ ځکه چې د علمي اثر، لیکنې لپاره ډېره اړینه ده.

ځینې کتابونه داسې ایډیټ شوی وي، چې یو لنډه جمله به یې یو ځای په کامه، بل ځای په نکته او بل ځای په سیمکولن بېلې کړې وي. چې دا کار د متن د ایډیټ غلتي او په متن کې د آهنګ د له منځه تلو سبب کېږي. که لنډه جمله په نکته یو ځای بېلوي نو بیا باید بل ځای هم دا ترتیب تر پایه وساتي، چې د لیکنې په همرنګۍ کې مرسته وکړي.

دا ستونزه باید عموما د کتاب کتوونکی یا هم ايډیټر حل کړي، ځکه کله چې کتاب یا لیکنه د دویم یا هم درېیم ځل لپاره کتل کېږي. یو ډول ایډیټ باید دا وکړي، چې په کتاب یا هم لیکنه کې دا تسلسل مساوي وساتي او په جدي توګه ورته پاملرنه وکړي. چې دا ایډیټ له هر څه نه ډېر اړین دی. او په کتاب کې محتوایي بدلون راوستلی شي. لکه: «تاسې باید داسې کارونه تر سره کړئ، چې ستاسې د بریا ساری بل ځای نه وي، څو جملې وروسته بیا متن داسې راغلی دی، چې ته باید داسې په زړه پورې کارونه وکړې، چې د بریا هسکو ته ورسېږي.» چې دلته لومړی مخاطب جمع او وروسته مفرد راغلی دی، چې دا تسلسل باید لیکوال وساتي، چې لیکوونکی ګنګس کوي او د متن خوند به له منځه یوسي. چې د کتاب ګرامري اړخ ته یې هم زیان رسولی و. او هم یې د کتاب بې باوري او په لیکوال باور کم کړی و. چې لیکوال ته پکار ده چې باریکیو ته جدي پاملرنه وکړي.

د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره باید د کتاب یا لیکنې ایډیټر کتاب په هارډ بڼه واړوي او وروسته دا ایډیټ ټکی په ټکی وکړي، ځکه چې دا ایډیټ په سافټ بڼه کې ستونزمن کار دی. او که ایډیټر غواړي چې پدې ایډیټ کې ډېر دقیق اوسي، نو اړینه ده، چې دا ایډیټ په فزیکي ډول وکړي. ځکه دا ډیډیټ تاسې په خپله د لوستونکي په توګه کوي او په متن کې د موجودو ستونزو په له منځه وړلو کې به درسره ډېره مرسته وکړي.