د لیکنې عمومي ځانګړتیاوې!

غني څاروان – د ادبیاتو محصل

الف ــ ساده والی

 

د یوې ښې لیکنې یوه ځانګړتیا د هغې ساده والی دی، دا د دې لپاره چې ساده لیکنه د مفهوم په لیږدولو کې خورا اغېزمنه وي. بدیعي صنعتونه، تشبیهات، استعارې او نور باید هغه وخت وکارول شي چې اړتیا یې وي، له اړتیا پرته یې راوړل نه یوازې لیکنه بې خونده کوي بلکې لوستونکی هم د لوستلو پر وخت ټکنی کوي.

 

ب ــ سریزه

سریزه باید له اړتیا سره سمه ولیکل شي، اوږده او بې ضرورته سریزه داسې ده لکه په خوړو کې له اړتیا زیاته مالګه کارول چې د خوړو ذایقه له منځه وړي.

 

ج ــ په ګرامر باندې لاسبری

لیکوال ته ښایي چې په هغه ژبه کې چې دی په کې لیکنه کوي، باید د هغې ژبې له ګرامر سره پوره بلدیت ولري، کنه نو لوستونکی به یې ډېر ژر د ده له لیکنې نه زړه توری شي.

که لیکوال له بلې ژبې څخه ژباړه کوي، نو بیا په کار ده چې د دواړو ژبو له ګرامر او اصطلاحاتو سره بلد وي.

 

هـ ــ معیاري ژبه

هره ژبه د ګڼو ګړدودونو درلودونکې وي. په ټوله کې د هغه ژبې ویوونکو لپاره په هر ګړدود باندې پوهېدنه خورا ستونزمنه چاره ده، نو لیکوال ته په کار دي چې خپله لیکنه په داسې لهجه سره ولیکي چې د هغې ژبې ټولو ویوونکو ته د منلو وړ وي او ګرامري ستونزې هم ونلري.

 

و ــ د خپلې ژبې ویي کارول

په لیکنه کې د خپلې ژبې ویي (لغتونه) کارول لیکنې ته طبعیوالی او ښکلا وربښي، د پښتو متل دی وایي: خپله لاسه ګله لاسه.

موږ په خپله ژبه کې په خورا ډېره کچه کره او ار ویي (لغتونه) لرو، خو له بده مرغه زموږ ډېری لیکوالان په خپلو لیکنو کې د نورو ژبو ویي کاروي، لکه د بېلګې په توګه لکه (سکول، شفاخانه، دانشګاه، سټوډیم، چکه ….) چې د یادو وییو پر ځای موږ په پښتو ژبه کې کره او منل شوي ویي لرو لکه: (ښوونځی، روغتون، پوهنتون، لوبغالی، شپږيزه ….)

موږ ته په کار ده چې د شونتیا تر پولې د خپلې ژبې ویي وکاروو، چې په دې کار سره لیکنه ښکلا مومي.

 

ز ــ د اړیک ویکیو پر ځای کارونه

د اړیک ویوکیو پر خپل ځای کارول ډېر اړین دي، که پر خپل ځای ونه کارول شي یا خو لیکنه خپله مانا له له لاسه ورکوي او یا یې هنریت له منځه ځي، د بېلګې په ډول د ( د ) او ( چې ) ارتباطي اداتو بېځایه کارول او یا یې د اړتیا پر وخت یې له پامه غوځول په لاندنیو جملو کې څرګند مانیز بدولون رامنځته کوي.

 

۱ )- د(

زما د کتاب تر څنګ قلم پروت دی.

 

۲ )- چې (

تر هغې چې شرعیت نه شي پلی، سوله ناشونې ده

که د لومړۍ جملې ( زما د کتاب تر څنګ قلم پروت دی. (

د کتاب له کلمې نه مخکې د اضافت توری ( د ) وغورځوو، نو جمله به د روانوالي تر څنګ هنریت هم پیدا کړي او که له دویمې جملې (تر هغې چې شرعیت نه شي پلی، سوله ناشونې ده. ). د ( چې ) اړیوکی لري کړو، نو خپل مانویز ارزښت له لاسه ورکوي