businessman balancing on tightrope city

د لیکوالۍ اسانه لارښود؛ څنګه لیکنه وکړو؟

ژباړه او زیاتونه: سرور قانع

لیکوالي، په خاص ډول مقاله لیکنه داسې ده لکه کور کې چې پخلی کوئ.

لیکنه کول یا لیکوال کیدل سمه ده، چې یو ستونزمن هنر دی، خو که هڅه وشي حد اقل اړتیاوې مو پکې حلولی شئ.

دلته به د مقاله لیکنه ځینې اسانه لارې چارې دروښيوو.

لکه د پخلي یادونه مو چې وکړه، لیکوالي هم داسې یو کار دی، چې زنځیري جوړښت لري او زنځیري چمتووالی غواړي.

هماغسې چې د پخلي لپاره اول توکي رانیسئ، بیا یې د پخلي لپاره یو بل پسې توکي دېګي ته اچوئ، لیکوالي او مقاله لیکنه هم په همدې ډول چمتووالي او هڅو ته اړتیا لري.

دلته به هغه لارې چارې درسره شریکې کړو، چې تاسې د لیکوالۍ لارې ته سمولای شي.

د موضوع ټاکنه

د مقاله لیکلو لپاره ټولو نه مهم او لومړنی پړاو دا دی، چې موضوع ورته وټاکئ.

که په لومړي ځل مقاله لیکئ لږ تر لږه یوه یا دوه اونۍ پر دې ښه فکر وکړئ، چې څنګه یوه ښه موضوع لیکنې یا مقالې ته وټاکئ.

غوره دا ده، چې ډېره نوې، ستونزمنه او پېچلې موضوع خپلې لیکنې ته ونه ټاکئ.

مثلاً: که غواړئ د کور د ډیکوریشن په اړه لیکنه وکړئ، د دې پرځای دا موضوع وټاکئ، چې د کورونو د ډیکوریشن پخوانۍ بڼه څنګه وه؟

زموږ د وړاندیز کړې موضوع ښیګڼه دا ده، چې تاسې به د پخواني ډیکوریشن په موضوع کې د خپل سترګو لیدلی حال او تجربه په اسانه لوستونکو سره شریک کړی شئ.

د لوستونکي اړتیاوې وپېژنئ!

ښه لیکوال که نوی وي یا پخوانی د لیکلو پر وخت د لوستونکي اړتیاوې په پام کې نیسي.

تاسې هم مه هېروئ، چې ستاسې د لیکنې موضوع لومړی تاسې ته د یوه لوستونکي په توګه څومره جالبه ده؟

که له دې اړخه ډاډه شوئ، چې موضوع مو د لوستو وړ ده، بیا یې ولیکئ.

څېړنه وکړئ!

هغه موضوع، چې غواړئ لیکل پرې وکړئ، په اړه یې د امکان تر حده څېړنه درته غوره ده.

البته دې ته په کتو سره، چې ستاسې لوستونکي څوک دي، د کومې سطحې خلکو ته لیکل کوئ او د هغوی د معلوماتو لپاره ستاسې څومره څېړنه او معلومات ضرور دي، چې وړاندې شي.

په عام ډول د ښو مقالو لپاره ضرور ده، چې شمېرې، د مشهورو شخصیتونو نقل قولونه، حکایتونه او د موضوع مطابق نور لازم معلومات پیدا او لیکنه کې واچوئ.

ښه سریزه ولیکئ!

سریزه یا مقدمه د لیکنې هغو جملو ته وایي، چې لیکنه پرې پیلیږي.

د لنډو لیکنو په سریزه کې د سریزې په نوم کوم جلا سرلیک نه وي، خو په اوږدو لیکنو کې د سریزې په نوم جلا عنوان وي.

په سریزه کې لیکوال معمولاً تر ټولو قوي جملې رانغاړي او هڅه کوي، چې لوستونکي په ښه ډول ځانته جذب کړي.

سریزه د لیکنې ټولو نه قوي برخه وي، چې لوستونکی د لیکنې لوستو ته راکاږي او تر پایه د ملتیا قناعت ورکوي.

که سریزه کمزورې وي، لوستونکي لیکنه نه لولي.

له دې کبله د لیکنې پر ښه سریزه لیکلو زیات تمرکز ضرور دی.

د موضوعاتو مشخصول

ځینې لیکنې داسې وي، چې مختلفو برخو باندې تمرکز لري.

که ستاسې لیکنه هم همداسې وي، ښه ده چې څنګزن سرلیکونه ورکړئ او مشخص بحثونه پکې مخته یوسئ.

که داسې ونه شي د یوه لومړني لیکوال په توګه وېره شته، چې لیکنه کې جملې درنه یو بل کې ګډې او مفاهیم سره ورک شي.

بیا – بیا کتنه او ارزونه

لیکنې ټولې، خو لومړنۍ یې بیخي بیا- بیا کتلو ته ډېره اړتیا لري.

تاسې به حتماً ملګري لرئ، ورسره به کینئ او بنډارونه به کوئ.

ښه ده، چې لیکنه مو ملګرو ته په لوړ غږ ولولئ، په اړه یې پوښتنې وکړئ، چې مطلب یې ترې اخیستی او ستونزې یې کومې وې؟

لیکنه چې هر څومره زیاته ولولئ او بیا ـ بیا غور پرې وکړئ، هغومره یې لا ښه کولو او ښکلي کولو ته موقع برابریږي.

نو په دې برخه کې پوره دقیق اوسئ، لیکنه مو بیا ـ بیا ولولئ او د ستونزو په ختمولو یې لاس پورې کړئ.

دا ټکي هم مه هېروئ:

– منظمه او پوره مطالعه کوئ. خلکو سره ډېر کینئ، وایې ورئ، پلټونکي اوسئ. دا کارونه درسره د ښو موضوعاتو په موندلو او شنلو کې مرسته کوي.

– د لیکوالۍ لپاره باید معلوم هدف او لیدلوری ولرئ. له دې پرته لار ورکي کیږئ او ښو پایلو ته نه رسیږئ.

– تاسې کیدای شي خورا ډېر معلومات ولرئ، خو ټول معلومات او پوهه مو بې ضرورته او بې ربطه په یوه مقاله کې مه ځایوئ، ځکه بې تسلسله کیږي او په خلکو غمیږي.

– لیکنه په ساده ژبه وکړئ، چې هرڅوک پرې پوه شي او ګنګس نه شي.

– د لیکنې له اوږدولو ډډه وکړئ. کلیمې او جملې لنډې کړئ، ځکه بې ضرورته اوږدول یې لوستونکي تنګوي، وخت یې ضایع کوي او ستاسې له لیکنو لیرې تښتي.

– د لیکنې املایي اړخ ته هم پوره پاملرنه وکړئ، مه پریږدئ چې دغه ستونزه ستاسې او لوستونکو تر منځ خنډ شي.

– د لیکنې له خپریدو وروسته مو د خلکو غبرګون ترلاسه کړئ او له مشورو یې ګټه واخلئ.