د لېکوالۍ خنډونه کوم دی او څه ډول یې له منځه یوسو؟

خامخا به مو اړتیا پیدا کړی وي چې وغواړی څه ولېکئ، خو کله چې قلم اخلئ یا د خپل کمپیوتر شاته کینئ، نو تاسو نه به لاره ورکه شي، داسې چې ذهن مو هیڅ کار ونکړي، ګنګس کیږی او هر څومره چې هڅه کوئ، لاره نشی پیدا کولای. کیدای شي له څو حالتو سره مخ شی : یا به لیکل پریږدی، یا به یې بل چاته سپاری چې څه درته ولېکی او یا هم په کوم ځانګړې انګیزه باندې مو چې کار پیل کړی، د بیا بیا هڅو په پایله کې به څو کرښې ولیکی. خو ولی تاسو نشوای کولای چې لیکنه وکړی؟ ددې ستونزې د وتلو حل لاره څه ده؟ دا لېکنه تر پایه پورې ولولئ تر څو د (لیکوالۍ ) په پینځه لویو خنډونو او حل لارو باندې پوه شی.

 

لومړی خنډ: د معلوماتو کمښت

 

تر هرڅه د مخه، لومړی ډاډه شی چې د کومې موضوع په تړاو غواړی ولیکی؛ د موضوع په اړه معلومات لری او یا منابع مو په لاس کې شته. ځکه دیر وخت نا کافی معلوماتو او مطالعې له عمله نشو کولای څه ولیکو. که کولای شی هماغه شېبه له ځانه سره په لوړ غږ او یا بل چاته د موضوع په تړاو معلومات ورکړي آیا د موضوع په وړاندې کولو کې د معلوماتو له کمښت سره مخ کیږی؟ که ځواب مو هو وی، یو ځل بیا خپلو منابعو ته سر ورښکاره کړی او معلومات مو تکمیل کړی.

 

دویم خنډ: د جوړښت ( format ) نشتون

 

مخکې له دې چې په لیکنه پیل وکړی، د خپل مطلب جوړښت مو وټاکی. د لیکنې د جوړښت څخه موخه دا ده چې اول وتاکی چی غواړی د کومو موضوعاتو په تړاوو لېکنه وکړی.

 

ددې کار لپاره لومړی موضوعات د تیتر او یا د پوښتنې په ډول ولیکئ. دا کار تاسو څخه د څو شېبو دېر وخت نه غواړی؛ خو ستاسو چاره دېره آسانه کوی. د یو څو شېبو لپاره تمرکز و کړی او هر څه مو چې ذهن ته راځی ولیکی، دې کار ته فکری باران یا ذهنی طوفان وایی.

 

وروسته کولای شی موضوعات مو منظم کړی او د هر یوه په اړه د ضرورت په اساس څه ولیکی. شاید دا به هم آسانه وی چې اول ولیکی او بیا ورته عنوان ورکړی. پریکړه ستاسو په لاس کې ده.

 

د خپلو لېکنو د جوړښت لپاره تاسو کولای شئ چې د یو ذهنې نقشې یا (mind map) څخه ګته پورته کړی. دا کړنلاره دیره ګتوره، مسلکی او د ذهنی ودې لامل دی. تاسو کولای شی ددې کار لپاره له تکنالوژی هم ګته پورته کړی/ د ( I mind map او X mind ) اپلکېشنونو، کارولای شی. تاسو ددې کړنلارې په ګته اخیستلو سره د خپلې لېکنې لومړنی نقشه مخکې له پیله جوړ او بیا وروسته خپله لېکنه مو غنی کولای شی. اوس نو یو له غوره تخنېکونو څخه د لېکنې د جوړښت جوړولو لپاره د (mind map) یا ذهنی نقشی د کړنلاری څخه ګته پورته کول دی.

 

دریم خنډ: لږ تمرکز

 

زه خپله هم پوهیږم چې څه ولیکم. خو کله چې تایپ کول پیلوم، په سختې سره توانیږم چې جملې سره و پېم؛ کلمې په سم ډول سره نه ځای پرځای کیږی او آن کله مې له ذهنه بهر شی. دا تول په مجموعې ډول او یا په کمه اندازه د تمرکز نه درلودل نه دی. ګواګې تاسو هم له ورته شرایطو سره د لیکلو په جریان کې مخ شوی وی. تر تولو د مخه اول وڅاری چې کوم څه یا شیان مو ذهنې تمرکز له منځه وړی.

 

ځینې عوامل هغه چاپېریال پورې اړه لری چې پکې اوسو. د تلویزیون یا رادیو غږونه، د تلیفون پیامونه، د شا او خوا خلکو غږونه او په همدې سره ورته نور عوامل…. جوته ده چې په داسې یو حالاتو کې باید څه وکړو؛ په مکمل دول یا تر یوه حده د هغو عواملو له منځه وړل چې ستاسو د ذهنې تمرکز خند ګرځی. آن که کولی شی، یو بل ځای ته لاړ شی. ځینی نور عوامل بیا زموږ د ذهن او تفکراتو پوری اړه لری؛ د یو کار د سرته رسولو استرس، د یو چا پر خبره فکر کول، ورځینۍ پېښې او داسې نور لاملونه….

 

ورته حالاتو کې د ځان آرامولو پرته بل هیڅ حل لاره نه وی. په آسانی سره انترنت کې د (Relaxation) د نوم په لېکلو لسګونه هغه مقالې به پیدا کړی چې کولای شی تاسو سره د آرامتیا په برخه کې مرسته وکړی. د (Relaxation) ځینې کړنلارې دومره ګتورې تمامېدلی شی چې د لس دقیقو په موده کې به تاسو ته پوره آرامتیا درکړی. که امکان لری د ځینو کتابتونو غړی شی. د کتابتونو د مطالعې خونې دېرې آرامې وی، کولای شی تاسو ته د لېکلو زمینه برابره کړی.

 

څلورم خنډ: ستړیتوب ( نا آراموالی )

 

کله کله، ورځنۍ چارې سړی دومره ستړی کوی چې د خبرو کولو توان هم نه، وی وار خو د لېکنی شو! لوږه، د عضلاتو ضعف، بی خوبی او ځېنی نور… هغه عوامل دې چې د لېکلو توان له موږ څخه اخلی. ښه به دا وې چې اول دا خندونه لرې اوبیا پیل وکړو، ځکه ورته وضعیت کې به د لېکنی پایله غوره نه وی.

 

که تمه وی چې مخکې د څه لیکلو څه وخوری. هڅه وکړی ساده او سپک شیان وخوری. په خوړولو که ډېروالې مه کوی او په ځانګړی ډول د غوړ خواړو څخه لږه ګته واخلی ځکه چې کیدای شی خوب مو یوسی. همدارنګه که تمه وی چې څو شېبې یا ساعته ویده شی، په هیڅ صورت سره مطالعه مکوی او تولنېزو رسنېو خوا ته مه ځی. رادیو او تلویزیون هم بند کړئ. لکه څنګه چې جسم مو استراحت او آرام ته اړتیا لری. ذهن مو هم اړتیا لری. د پورتنیو کړنو په کولو سره خپل ذهن به فعال ساتلای شی او کیدای شی وروسته له پاڅیدو، سره له دې چه ځان به مو استراحت وکړی، خو ذهن به مو د پخوا په څیر به ناآرامه وی.

 

پنځم خنډ: کاری بوختیاوې

 

یو لړ چارې دیر بوخت او استرس لرونکې وی. ځېنې ملګری پېژنم چې په شدت له سهاره تر ماښامه پورې کار کوي. دوی چې کله کور ته راځی، کیدای شی د خپل (مونوګراف) او یا د راپور په لېکلو بوخت شی. خو ستړیا او کم وخت دوی ته د کار امکان ورنکړي. دوی د ورځې په اوږدو کې هم ددې کار لپاره وخت نه لری او تل شکایت کوی چې یو نړی موضوع ګانې د لېکلو لپاره لری او پاتې دی. جالبه خو بیا دا ده چې ځېنی موضوعات ددوی له هماغه ورځنی ژوند پورې تړاوو لری چې په ډاګه سره له دوی پرته یې بل څوک لیکلی هم نشي.

#ژباړهB#