د مئینانو په ورځ د ډيپیکا پاډوکون یو بل مین هم پیدا شو

د بالیووډ د فلمونو ډاریکټر او پروډیسر کمال ار خان وايي، چې کاش ډيپیکا پاډوکون دده وی او ورسره یوځای يې نن د عاشقانو ورځ لمانځلې وې.

کمال خان ويي:

((ټوله دنیا په دې پوهیږي، چې زما ډیپیکا پاډوکون خوښیږي. سره له دې، چې د بالیووډ ټولې جینکۍ ښایسته دي، خو ډیپیکا پاډوکون تر نورو ډيره جلا ده.))

له ښاغلي کمال څخه پوښتنه وشوه، چې ولې يې ډیپیکا ډیره خوښیږي؟!

نوموړي يې په ځواب کې وویل، چې ډیپیکا پاډوکون ډيره ښایسته ده، اما ددې حقیقت سره سره هغه عاجزه ده او نرمې خبرې کوي. دې کار ډیپیکا ته بیله ځانګړنه ورکړې ده.

کمال زیاتوي:

((د هغې (ډیپیکا) په څیر بل هیڅوک نشي کیدالای. او د عاشقانو په دې ورځ له ما هیڅ بل کار نه کیږي، پرته له دې چې د هغې په اړه فکر وکړم.))

ډیپیکاپاډوکون د بالیووډ ښکلې اداکاره ده، چې د مینې ګنګوسې يې له رنبیر کپور او رنویرسنګ دواړو سره خپریږي.