د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ۹۳ داعشیان افغان حکومت ته تسلیم شول

ننګرهارد رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په اچين ولسوالۍ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې افغان امنيتي ځواکونو ته ۳۱ داعش وسله وال د ۶۲ مېرمنو او ماشومانو سره يو ځای تسليم شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، داعش وسله والو يو شمېر درنې او سپکې وسلې هم امنيتي ځواکونو ته تسليم کړي دي.

په ورته وخت کې د شينوارو او بټي کوټ ولسواليو په مربوطاتو کې امنيتي منسوبينو درې کړۍ ماينونه، چې د وسله والو طالبانو له لوری په عامه لارو کې ځای پر ځای شوي و کشف او لمنځه وړي دي.