د ماشومانو د لوبو مخنیوی مه کوئ !

ژباړه: بختیار ساحل

په لوړو ماڼیو او تړلو کورونو کې ژوند د ماشومانو لپاره ډېرې ستونزې زیږولي دي ، خو تاسو ( مور او پلار) مه پریږدئ ، چې ستاسو د ماشومانو ستونزې زیاتې شي او د نا ارامۍ احساس وکړي !
که چېرې تاسو د هغو والدینو له ډلې یاست ، چې خپلو ماشومانو ته وایئ ، چې له کوره بهر مه وځه ، منډې مه وهه ، کرکټ مه کوه دا مه کوه هغه مه کوه او ورته مو کمپیوټر اخستی او ګیمونه پرې کوۍ او یا هم تلویزون ته مو کینولی وي دا ستاسو لویه تیروتنه ده .
ځکه ارواپوهان وايي ، چې د ماشومانو په خوښه لوبې د هغوی د ذهني تکلیفونو ، غوصې او خپګان مخنیوی کوي .
د ماشومانو د غوصې ، عاطفي او فکري ستونزو د مخنيوي لپاره مهمه وسیله د هغوی د خوښې لوبې دي . داسې ډیرې لوبې دي ، چې ماشومان ورسره مینه لري او له غوصې او خپګان نه یې ساتي .
کله ، چې ستاسو ماشوم په یوه لوبه کې ډېر تکړه کیږي او خلک یې ستاینه کوي ، نو حقیقت دا دی ، چې دې ماشوم خپله غوصه کنټرول کړې ده .
کله ، چې یوه ماشومه غواړي خپله ګوډۍ معیانه کړي او له ځانه سره وايي ، چې ګوډۍ یې ناروغه ده او باید دوا ورکړم دا ، نو ددې ښکارندوی کوي ، چې دا ماشومه بیا د ډاکټر له معیانې ډار نه لري .
تاسو به هم لیدلي وي ، چې کله کله ، ځيني ماشومان غواړي د پولیس رول ولوبوي ځیني نور غواړي د ښوونکي رول ولوبوي دا معلومه خبره ده ، چې دا یو ماشوم له غله سره مقابله کوي او دا بل ماشوم له ناپوهۍ سره .
یو بل ډېر ښه مثال دا دی که پام مو کړی وي تاسو خپل ماشوم ته خامخا کله پوکاڼۍ اخستې ده او هغه بیا ماشوم سورۍ کړې ، چې په دې سره یې یو اواز کړی دی د پوکاڼۍ د چاودیدو اواز ماشوم ته زړورتوب ورکوي او وروسته بیا د داسې غږونو نه ویریږي .
مور او پلار کولای شي ، چې خپلو ماشومانو ته د لوبو له لارې داسې خبرې ور زده کړي ، چې هغوی یې ټول عمر په یاد وساتي او په زلمیتوب کې ورسره په مخ کېدو ویره ونه لري .
ټولې کورنۍ باید د خپلو ماشومانو د زړورتوب لپاره هڅې وکړي ، ځکه زړور ماشوم د خپل راتلونکي په اړه ښه فکر کولای شي .