د ماشومانو د ټیلیفون کارولو لپاره دا قانون عملي کړي

په اوس وخت کې د مشرانو ترڅنګ د هر ماشوم تلیفون خوښیږي او کاروي یې. ماشومان موبایل د دوديزو لوبو او د عکسونو د لیدو لپاره کاروي.

میندو او پلرونو ته په کار ده، هغه اولادونه یې چې له ۱۰ تر ۱۸ کلنۍ پورې عمر لري، که غواړي چې ورته موبایل واخلي، نو دا قوانین باید په پام کې ولري:

– د ماشومانو موبایل باید رمز یا پسورد ونه لري، تر څو هر وخت وکولای شئ چې په اسانۍ سره یې موبایل چک کړئ.

– څومره چې کولی شئ ماشومان مو له ټولیزو رسنیو لکه: فیسبوک، ټویټر، یوټوب … نه لرې وساتئ، که چیرې مو اولادونه په داسې عمر کې وي، چې ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی لري، نو ورته لارښونه وکړئ، چې له هر چا سره بې ځایه چټ یا میسج ونه کړئ، ځکه دا کار د نورو زیانونو سربیره د دوی وخت بې ځایه مصرفه وي.

– د موبایل د کارولو لپاره ورته وخت وټاکئ، مثلا د ورځې یو ساعت، خو په ټوله کې له دوو ساعتونو ډیره اجازه مه ورکوئ.

– په موبایل کې د لوبو څارنه یې وکړئ، کوښښ وکړئ داسې لوبې یا ګیم وکاروي، چې ښه پیغام ولري تر څو څه ترې زده کړي، نه دا چې جنګ، وحشت او ویره په کې وي، چې دا بیا د ماشوم په کړونو بده اغیزه لري.

– هغه ماشومان چې ښوونځي، کورس، مدرسې او سپورټ ته ځې ورته اجازه مه ورکوئ چې موبایل له ځان سره یوسي. حتا که چیرې هغه داسې یو ځای ته ځي چې احوال اخیستل یې کورنۍ ته ضرور وي، بیا ورته د مور یا پلار موبایل ورکړئ، خو شخصي موبایل یې هیڅ وخت په یوازیتوب کې مه ورکوئ.

– په خپلو اولادنو مو د شپې له ۸ بجو وروسته د موبایل کارول بند کړئ، خپل ماشوم په دې پو کړئ چې شپه د خوب لپاره ده، که چیرې په موبایل کې په لوبو یا هم انټریت کې مصروف شي، د روغیتا تر څنګ په درسونو یې هم بده اغیزه لري.

– اولادونو ته مو اجازه مه ورکوئ چې د موبایل پیغامونه او اړیکي فري یا میاشتنۍ بنډلې فعاله کړئ، ځکه دا یې هم وخت ضایع کوي، او هم په بې ځایه مصرف عادت کیږي.

– که چیرې لور یا زوی مو موبایل لري، د نورو لارښونو سره سره دا هم ورته زده کړئ چې د تلیفون غږ یې ټیټ او مصروف نه وي.

یادونه: که دا لارښونې په اولادنوعملي کړئ، په راتلونکي کې به له ډيرو اندیښنو خلاص اوسئ.

لیکنه : ډاکتر حنیف