د ماشومانو له خوا د جامو ټاکنه

کله چې هلکان ښوونځي ته ځي، نو خپلو همزولو ته ګوري او خوښېږي یې، چې د هغوی په څېر جامې واغوندي . هغوی په بشپړه توګه بدلون کوي او خوښېږي یې، چې ښه او ښکلي ښکاره شي

هغوی ټلویزیون، مجلو او ورځپاڼو ته ګوري او له خپلو والدینو او همزولو څخه بېلګه اخلي، کله وخت حتا خوښېږي یې، چې هغه ډول جامې واخلي، کومې چې ناوکۍ یې اغوستې دي .

په ټوله کې  د هلکانو خوښېږي، چې د خپلو ټولګیوالو په څېر جامې واغوندي، که چېرې ستاسو د ماشوم جامې د خپلو ټولګیوالو له جامو سره توپیر ولري، ښایي ډېر حساس شي او یا نور په هغه باندې ملنډې ووهي . والدین هم کله وخت دا غوره ګڼي، چې د ماشوم جامې یې د نورو هلکانو په څېر وي .

د ځینو ماشومانو دا خوښېږي، چې د ورځې له موډ سره سمې جامې واغوندې، خو ځینو نورو ته توپیر نه کوي، چې څه ډول جامې واغوندي . ځینې ماشومان خپل ظاهر او جامو ته لږ ارزښت ورکوي، خو د ځینو نورو له پاره دا مسئله ډېره مهمه ده .

په ټولیزه توګه ماشومان د خپلو دوستانو جامو ته ډېر پام کوي او خوښېږي یې، چې د هغوی په څېر واوسي، والدین کله وخت د دې مسئلې پر سر له خپلو اولادونو سره شخړه کوي . د مور خوښېږي، خپل ماشوم ته مناسبې جامې واخلي او ماشوم ټینګار کوي، چې بل ډول جامې ورته واخلي، چې ښایي د هغه له پاره مناسبې نه دي او یا هم لوړ بیه دي .

د ماشومانو له پاره خرید کول ستونزمن کار دی، ځکه هغوی خپله تر اوسه پورې نه پوهېږي، چې کوم ډول جامې ورته مناسبې دي، ښایي تاسو هم دا تجربه لرئ، چې کله وخت خپل ماشوم ته جامې اخلئ، خو هغه یې هېڅکله نه اغوندي او اړ یاستئ، چې په کوټ بند کې یې وځړوئ .

په دې اساس غوره ده، کله چې خرید ته تللئ، نو ماشوم هم له ځانه سره بوځئ، که څه هم دا کار ستاسو له پاره بله ستونزه را منځته کوي، خو ترسره یې کړئ .

معمولاً د هلکانو دا نه خوښېږي، چې بېلابېلې جامې وازمویي او له خپل بدن څخه یې را بهر کړي، هغوی له دې کار څخه د ستړیا احساس کوي او ورته ډېر سخت دی .

کله چې ماشوما له ځان سره خرید ته بیایئ او هغه باید څو جامې وازمویي، احتمالاً ستاسو او د ماشوم ترمنځ شخړه را منځته کېږي او په یو بل باندې غوسه کېږئ، خرید ته له تګ څخه وړاندې ماشوم ته ووایئ، چې کوم څیزونه اخلي او تاسو څومره پیسې لرئ، په دې صورت کې به تاسو او ماشوم مو ګډه موخه ولرئ .

له خپل ماشوم څخه وغواړئ، چې بېلابېلو جامو او د هغو رنګونو ته پام وکړي . د بېلګې په توګه هغه ته ووایئ، آیا کولای شي، یو شین جاکټ پیدا کړي، چې له پتلون سره یې  مناسب وي . ماشومانو ته د تصمیم نیونې اجازه ورکړئ . د مثال په ډول، هغه ته ووایئ، په هغو پیسو چې لرئ یې، د ځان له پاره دوه بلوزه وټاکي . که چېرې هغه داسې جامه وټاکله، چې مناسبه یې نه ده، له هغه سره مرسته وکړئ، چې بله جامه وازمایي .

که چېرې د ماشوم مو خوښېږي، د ورځې له موډ سره سمې جامې وټاکي، نو په تصمیم نیونه کې یې ورسره مرسته وکړئ او که چېرې کومه جامه ورته مناسبه نه ده، نو ورسره خبرې وکړئ، ترڅو له اخیستلو څخه یې ډډه وکړي . هغه ته اجازه ورکړئ، ترڅو د خپلو جامو رنګ په خپله وټاکي، که چېرې تر یوه بریده د جامو په ټاکنه کې ماشوم آزاد پرېږدئ، کله چې له هغه سره مخالفت کوئ او وایئ، کومه جامه یې، چې ټاکلې مناسبه نه ده، له تاسو سره، له شخړې او لجبازۍ څخه لاس اخلي او خبره مو مني .

معمولاً والدین هڅه کوي، چې د جامو د اخیستلو لګښت کم وي، که چېرې ماشوم مو د ځانګړو جامو په لټه کې وي، هڅه وکړئ، چې داسې جامې ورته واخلئ، چې لګښت یې ورکړای شئ .

د یوه نهه کلن ماشوم له پاره د جامو بیه مهمه نه ده، هغه یوازې خپل د خوښې وړ جامو په لټه کې دی، که چېرې هغه غواړي، لوړه بیه جامې واخلي، نو ورته ووایئ، چې د جامو د پیسو یوه برخه د خپل جیب له پیسو څخه ورکړي .

سربېره د جامو پر پیسو د جامو د هوسا اوسېدو په اړه هم فکر وکړئ . هلکان معمولاً ډېره زیات خوځښت لري او خپلې جامې ډېر ژر خیرینوي، وګورئ، چې آیا ماشوم په جامو کې هوسا دی او تاسو کولای شئ، په ډېرې آسانۍ یې ووینځئ .

که چېرې تاسو تل له خپل ماشوم سره د جامو اخیستلو پر سر ستونزه لرئ، نو د دې مسئلې په اړه لا زیات فکر وکړئ، کله چې خپل ماشوم ته اجازه نه ورکوئ، چې خپله تصمیم ونیسي او خپله مینه او لېوالتیا له تاسو سره شریکه کړي، احتمالاً په لوړ بیه جامو پسې ځي، ترڅو تاسو وننګوي .

د دې پرځای، چې تل له ماشوم سره مخالفت وکړئ، د هغه سلیقې ته پام وکړئ،  ستاسو په څېر د هغه هم خوښېږي، چې خپلې د خوښې وړ جامې واغوندي، که چېرې تاسو تل د دې مسئلې په سر له هغه سره شخړې او لانجې وکړئ، نو ماشوم له مخکې څخه ډېر زیات د جامو  اخیستلو ته حساس کېږي، خو که چېرې ماشوم ته اجازه ورکړئ، د خپلو جامو په ټاکنه کې ښکېل شي، هغه ځان یو هوښیار او ځیرک انسان ګڼي او داسې احساس کوي، چې په خپله تصمیم نیونه کې بریالی دی . کله وخت کولای شئ، چې له خپل ماشوم سره موافقه وکړئ، خو کله وخت اړ یاستئ، چې د هغه له خوښې سره سمې کړنې ترسره کړئ او تاسو خپله د هغه له پاره مناسبې جامې واخلئ .

ژباړه : عطا محمد میاخېل