د ماشومانو نړۍ

له ارواپوه یې پوښتنه وکړه

ژباړه: خالص اديب

ستاسو په ژوند کې تر ټولو ښه الګو څه شی دي؟

وې ویل:

زما په ژوند کې تر ټولو ښه الګو ماشومان دي

سوال کوونکي په حیرانۍ بیا ترې پوښتنه وکړه:

ـ” ماشومان خو په هېڅ شي هم نه پوهېږې…!!!”

ارواپوه ځواب وکړ:

ـ تاسو ډېر تېروتلي یاست،

ماشومانو شپږ ځانګړینې لري، باید هېڅکله یې له یاده ونه باسو:

* همېشه بې دلیله ښاد وي

* همېشه په خپل کار بوخت وي.

* کله چې یو شی وغواړي؛ تر څو یې چې لاسته نه وي راوړي، له خپلې موخې نه په شا کېږي.

* په هېڅ شي پورې زړه نه تړي.

*کله چې له یو بل سره جنګ وکړي، بېرته ژر پخلا کېږي، یو بل ته په زړونو کې کینه نه ساتي.

* په ډېره ارامۍ سره اوښکې تویوي.

نو که غواړئ چې همېشه خوښ واوسئ، ماشومانو غوندې ژوند وکړئ.

نوټ: زموږ په هېواد کې، موږ کله څوک پرېږدي چې ماشومانو غوندې ژوند وکړو؛ خو په هر حال، موږ او تاسو باید کوښښ وکړو چې خپل ژوند او ځان پخپله خوښ وساتو.

ژباړه