د ماشومانو په روزنه کې د مور ونډه

ليکوال : محمد يعقوب (نائل)

د رڼا ورځې په څېر څرګنده ده چې د معاشرې په جوړولو او خرابولو كې چې څنګه سړي رول لري، دغه راز مېرمنې هم دي، د ماشوم تر زېږېدو وروسته چې ده ته کومه تربيه ورکول کيږي د هغې سره سم ماشوم درس اخلي، كه ماشوم د يهوديت، نصرانيت يا مجوسيت په ماحول کې لوی شي؛ نو ماشوم د هغوی رنګ اخلي.

او كه ددې په مقابل کې په ديني، اخلاقي او فطري ماحول کې لوی شي؛ نو ددې نښو اثرات يې په ژوند كې څرګنديږي، ځکه د مور او پلار دواړو ذمه واري ده چې د کوچنيانو ښه روزنه وکړي، بلكې زه خو وايم چې د ماشوم د ژوند په پيل کې د هغه د تربيې زياته ذمه واري د پلار په نسبت د مور ده، ځكه چې پلار په عادي ډول د كور څخه بېرون ژوند تېروي، مور هر وخت په كور كې وي، دغه وجه ده چې د کوچنيانو اړيکې د مور سره د پلار په نسبت زياته وي.

او هم دا وجه ده چې د مور غېږ ته د اولاد لومړنی ټولګۍ ويل شوی دی او دا يو منل شوی حقيقت دی چې العلم في الصغر كالنقش علی الحجر (د کوچينوالي روزنه او لوست په زړه كې داسې ځای نيسي لكه په ډبري باندې چې نخشه جوړه شي).

ددې وجې له وړوکتوب څخه د دوی د ښه روزنې فکر پکار دی، بايد مور خپله د صحيح عقيدو، پاكو اخلاقو او ديني زده کړو څخه برخمنه وي، د الله او د رسول الله محبت يې په زړه کې ځای موندلی وي؛ نو بيا به بچيان هم په دې طريقه ښه زده کړه وکړي، ددې وجې ديني ښودنه په نارينه او ښځينه ټولو باندې لازمه ده.

دغه راز د دين د زده کونكو لپاره چې كوم فضيلتونه په قران او حديث كې راغلي هغه د سړو او ښځو دواړو لپاره يو شان بيان شوي دي، الله پاك فرمايي: يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ (سورة المجادلة)

ژباړه: الله پاك به په تاسو کې د هغه چا درجې لوړې کړي چې ايمان يې راوړی دی او هغه کسانو ته چې علم ورکول شوی دی (د هغوی لپاره لوړي) درجې دي.

څنګه چې سړي د شرعي حكمونو مكلف دي، دغه راز ښځې هم مكلفې ده.

د رسول الله د بيبيانو د ډېروالي يوه وجه دا وه چې د دوی په ذريعه خلکو ته په ښه ډول اسلام ورسول شي، په ځانګړي ډول هغه حكمونه چې د ښځو سره تړاو لري، دغو پاکو بيبيانو دا دنده په ښه ډول سر ته ورسول.

په دې وروستي دور كې يو خوا ډول – ډول اخلاقي بدی پيدا كيږي، بې پردګي، د سړو او ښځو ګډوډي، په جامو او چال چلن كې د ښځو او سړو د يو بل سره څرنګوالی څرګندول، فېشن پرستي، د يو بل سره د انځور ويستنې مينه او داسې نور جرمونه چې پايله يې د اخلاقو په خرابېدو تماميږي.

دا او ددې په ډول نورې ډېری داسې بدی چې د يوې مسلمانې خور، مور او لور په صفت بايد ځانونه ترې وژغوري، تر څو د دوی بچي وکولای شي دوی ته په کتو ښه ژوند او ښه تربيه واخلي.

(د ماشومانو د ښه تربيې په هيله)