د ماشومانو په روزنه کې د والدینو رول

کور د ماشوم د زده کړې لومړنۍ ځای دی. ماشوم له خپلو والدینو سره تر ټولو زیات وخت تیروي او له دوی او هغه چاپیریال څخه تر ټولو زیات شیان زده کوي. والدین د خپل ماشوم په پوهنه کې حیاتي رول لري، د هر عمر ماشوم لپاره، هغه (که په ښوونځي کې درس وایي او که په پوهنځي کې). که والدین خپلو ماشومانو ته پام وکړي، دوی د هغو ماشومانو په نسبت له زده کړو ډیرې موثرې نتیجې اخلي، چې پاملرنه نه ده ورته شوې. که میندې او پلرونه لاندې ټکو ته پام وکړي، دوی د خپلو ماشومانو پوهنه ښه کولی شي.

خپلو ماشومانو ته زیات وخت ورکړئ

په خپل مصروف ژوند کې ماشومانو ته وخت بیل کړئ. که تاسو دوی هیر او له نظره وغورځوئ، په دوی کې به بې مسئولیتي وده وکړي او له زده کړې سره به یې مینه کمه شي.

څومره ډېر، چې کیدای شي له خپلو ماشومانو سره وخت تیر کړئ او د دوی د ورځنۍ زده کړې په اړه بحث ورسره وکړئ.  هره ورځ ترې وپوښتئ، چې نن یې په ښوونځي یا پوهنځي کې څه لوستي دي. که ممکنه وي له دوی سره په زده کړه کې مرسته وکړئ. له دوی سره په دې اړه خبرې وکړئ، چې دوی څنګه بهتره کیدای شي. دوی په ژوند کې د لوست له اهمیته خبر کړئ. په دې لاره ماشومان له زده کړو سره مینه پیدا کوي او په ازموینو کې ښې نمرې اخلي.

که تاسو خپلو ماشومانو ته وخت نه ورکوئ نو دا توقع ترې مه لرئ، چې دوی به په تعلیمي ژوند کې ښه وي.

دوی ته په کور کې یو مرستندویه چاپیریال جوړ کړئ

د کور چاپیریال د ماشوم پر ژوند زیات اغیز ښندي. یو له مینې ډک چاپیریال ایجاد کړئ، د کورنۍ د ټولو غړو تر منځ ښه اړیکي ولرئ، ځکه ستاسو د ماشوم پر ذهن ډیر ښه اغیز لري او په دې توګه دوی بیا ښه زده کړه کولای شي. که د کور چاپیریال ماشوم تر فشار لاندې راولي، دوی به پر خپلو لوستونو تمرکز ونه شي کړای.

په کور کې مرستندویه او تعلیمي چاپیریال جوړ کړئ. داسې کارونه مه کوئ، چې د درس ویلو پر مهال ستاسو د ماشوم پاملرنه  اړوي، لکه د تلویزیون لګول. دوی ته د لوست یو ارام ځای برابر کړئ، چې په پوره تمرکز زده کړه او لوست وکړای شي. ځینې چارټونه او جدولونه پر دیوال یا یوه تخته راوځړوئ.

خپل ماشومان وهڅوئ

که ماشومانو مو په ازموینو کې ښې نمرې واخیستې، ویې ستایئ. که کمې نمرې یې واخیستې، ښه والي او زیارکښۍ ته یې وهڅوئ. په ازموینه کې د بري له امله ستاینه دوی نور هم هڅوي، چې لا زیات زیار وباسي او نور هم ښه شي. د لږو نمرو اخیستو په صورت کې یې وهڅوئ، چې ډېر زیار وباسي او بیرته را اوچت شي او له نوي تصمیم سره پيل وکړي.

د ښوونځي یا پوهنځي له ښوونکو سره په اړیکو کې اوسئ

د خپلو ماشومانو د ښوونځي یا پوهنځي ښوونکي په اوونۍ کې یو ځل وګورئ او له اړوند ښوونکي څخه د خپل ماشوم د زده کړې په باب پوښتنه وکړئ. دا کار به تاسو ته ستاسو د ماشوم د زده کړې په باب مفکوره درکړي. تاسو به د خپل ماشوم په کمزوریو پوه شئ او وروسته به یې هماغه ډول اصلاح کړئ. که له ښوونکو یې پوښتنه وکړئ، ماشومان به مو د زړه له کومې زده کړه وکړي.

له خپلو ماشومانو سره د دوی د ستونزو په اړه وغږیږئ

ماشومان مو کیدای شي ځینې ستونزې ولري، چې د دوی زده کړه ټکنۍ کوي. له خپلو ماشومانو وپوښتئ، چې که دوی دغسې ستونزې لري درته ویې وایي، تاسو یې حل کړئ. کله، چې یې د ستونزو په اړه له دوی سره خبرې کوئ، نو دوی په ازاد ډول بحث کولای شي.

د خپلو ماشومانو په کړنو نظر ساتئ

د ماشومانو ورځني کارونه مو څارئ او یقیني کړئ، چې دوی خپل وخت او انرژي په ناضروري شیانو او کارونو ونه لګوي. دوی باید خپل زیات وخت په ګیم او فلمونو ونه لګوي. هیڅکله په خپل ماشوم بدګماني مه کوئ، خو کړنې یې په داسې ډول څارئ، چې دوی فکر ونکړي چې تاسو پرې شک کوئ.

د خپلو ماشومانو د لوست عادت اصلاح کړئ

خپلو ماشومانو ته لارښوونه وکړئ، چې څرنګه خپل د لوست عادت اصلاح کړي. داسې یې وروزئ، چې په وخت ویده شي او سهار وختي له خوبه پاڅیږي. که لوست ته نه کیني، ویې روزئ، چې دا کار وکړي، پدې ډول به له لوست او زده کړې سره عادت شي. د ښې زده کړې او لوستلو او آزموینې ته د تیارۍ لارښوونې ورته وکړئ. له بې ګټې کارونو یې راوګرځوئ.

د لارښوونې پر مهال باید ستاسو سلوک مناسب وي

تاسو باید له خپلو ماشومانو سره د خپلې مینې او جدیت تر منځ توازن وساتئ. کله چې ماشومانو ته د لوست او زده کړې لپاره لارښوونه کوئ، نو مینه ورسره کوئ، خو کله، چې یې له ځینو ناضروري او مضرو کارونو او خبرو راګرځوئ امرانه برخورد کوئ. هیڅکله یې مه وهئ، خو په کلکه یې له غیر ضروري او مضرو کارونو او ناسم چلند څخه راوګرځوئ. پدې ډول به دوی ستاسو برخورد جدي ونیسي او لارښوونې به مو ومني.

د ماشومانو تر منځ د کینې د پیدا کیدو مخنیوی وکړئ

ماشومان هله په خپلو منځونو کې کینه کوي، چې فکر وکړي والدین یې یوه ته په مینه او توجه کې ترجیح ورکوي. د دې کار لپاره لاندې اوه تدابیر مهم دي، چې هر مور او پلار یې باید په پام کې ونیسي:

ماشومان یو له بل سره مه پرتله کوئ. په ځانګړي ډول یوه ته بد او بل ته ښه نسبت مه کوئ. دا ډول پوښتنې د دوی وړتیاوې له منځه وړي: (ولې د خپل ورور په شان لایق او د خپلې خور په شان منظم نه یې).

هر ماشوم ته په ازاد ډول غوږ شئ. د ماشومانو خبرو ته په دقت غوږ نیول، له دوی سره ستاسو مینه او درناوی ورښیي.

د ماشومانو د ښوونځي کارونه هم مه مقایسه کوئ. دوی پریږدئ، چې خپل کارونه سره پرتله کړي او یو له بله څه زده کړي یا یو بل سره مرسته وکړي. که د دوی اړتیا وي، تاسو ورته یوازې د خپلې مرستې وړاندیز وکړئ.

پر ماشومانو منفي لیبلونه (ټاپې) مه لګوئ. دا بیا د کور په دننه او بهر ټولنه کې پر ماشوم دایمي کیږي. دا ډول جملې او ټاپې د ماشوم شخصیت زیانمنوي: (دا زموږ د کور لیونی یا احمق دی).

د هر ماشوم ځانګړی استعداد وروزئ. هر ماشوم کیدای شي په بیله برخه کې استعداد ولري، تاسو یې لومړی دغه استعداد وپيژنئ او بیا یې وروزئ. هر ماشوم حق لري، چې ځانګړی استعداد یې وروزل شي.

هر ماشوم ته ځانګړی او جلا وخت ورکړئ. له دې وخت څخه ګټه واخلئ، چې د دغه ځانګړي ماشوم ستونزې وپیژنئ او پر خپلو وړتیاوو یې باوري کړئ.

په ماشومانو کې د همکارۍ سلوک وهڅوئ. داسې زمینې جوړې کړئ، چې یو ماشوم بل حمایه کړي، پخپلو منځونو کې همغږي وکړي، لوبې وکړي او یو بل سره په هغو برخو کې مرسته وکړي، چې کولای یې شي.

یاددښت: کیدای شي د دې لیکنې ځینې سپارښتنې د افغانستان په شرایطو کې یو څه سختې وي، لکه هره اووني د ښوونکو کتل او په کور کې ماشومانو ته د زده کړې او لوست ډیر ارام ځای برابرول، خو تر وسه وسه باید سړی له خپل حالت او امکاناتو سره هڅه وکړي.

ډاکترمحمدابراهیم شینواری