د ماشومانو په وړاندې د والدینو شخړه

ټول ماشومان په یو نه یو ډول د والدینو د شخړو شاهدان دي، ځینې والدین تر ډېره په ښکاره توګه له یو بل سره شخړه کوي او ورته مهمه نه ده، چې ماشومان څه غبرګون ښیي. داسې والدین هم شته، چې په پټه له یو بل سره شخړه کوي .

سره له دې والدین نه شي کولای، چې له ماشومانو څخه دا حقیقت پټ کړي، چې له یوبل سره توافق نه لري . ماشومان له چیغو او شخړو څخه، چې حتا د دوی له سترګو لرې په تړلو کوټو کې جریان لري خبرېږي .

کله چې والدین د خپلو ماشوم په وړاندې له یو بل سره شخړه کوي، ښایي هغه ووېروي، آیا تاسو او پلار تر اوسه هم غوسه یاستئ ؟ آیا غواړئ، چې له یو بل څخه طلاق واخلئ . ښایي هغه په وېرې او ډار سره ویده شي او په اندېښنې سره ښوونځي ته لاړ شي . دغه راز شونې ده، چې د یوه کس لوری ونیسي او په بل لوري باندې، چې فکر کوي ګرم دی، چیغې ووهي، تل پلار ته دومره مه وایه، چې څه وکړي، هغه وخت ماشوم تر دې بریده نه غوسه کېږي، مور یوازې پرېږده، شخړې ته دوام مه ورکوه .

ښایي هغه خپل ځان د خپلو والدینو په شخړه کې ګرم وګڼي، که چېرې لږ مې هم د هغوی خبرو ته غوږ نیولی وای، نو هغوی به له یو بل سره دومره شخړه نه کوله . دا جادویي هیلې حقیقي او ډېرې اغېزمنې دي .

که څه هم کله چې والدین د ماشوم په وړاندې شخړه کوي، ستونزې را منځته کېږي، نور مسایل هم د خپلو شخړو په پټولو کې د والدینو د هڅو پرمهال مطرح کېږي، ځکه په دې باور دي، چې د نظر دا اختلافونه، د دوی ماشومان وېروي یا داسې احساس کوي، چې هغه نباید د دوی د ستونزو په اړه په څه باندې پوه شي .

ښایي هغوی خپلې شخړې او دعواوې د خپل ماشوم له سترګو څخه پټې کړي، ځکه کله چې دوی هم ماشومان ول، نو د خپلو والدینو له شخړو څخه وېرېدل، هغوی غواړي خپل ماشومان له هغو اندېښنو څخه لرې وساتي، کومې چې خپله یې حس کوي .

سره له دې داسې ښکاره کول، چې هر څه سم دي، هم تر شا منفې اغېزې لري، ښایي ماشومان یې درک نه کړي، چې اختلاف د هر ډول صمیمي اړیکې یوه برخه ده، ښایي داسې باور پیدا کړي، چې له غوسې څخه را پیدا شوي احساسات د بښنې وړ نه دي او کېدای شي اجازه ور نه کړي، چې د خپلې غوسې احساس یې څرګند شي .

کله وخت ماشومان اړتیا لري، چې د خپلو والدینو احساسات د دوی له خپلې خولې څخه واوري او دا کار په ډېری ځایونو کې اختلافونه له منځه وړي . که چېرې ماشوم په داسې حال کې سترېږي، چې کله وخت د خپلو والدینو د شخړو شاهد دی، دا زده کوي، چې د غوسې له څرګندېدلو څخه ډډه نه شي کېدای او والدین کولای شي، کنټرول یې کړي .

تر ټولو غوره کار، چې والدین یې کولای شي، په دې اړه یې ترسره کړي دادی، چې یوه متوازنه تګلاره وټاکي، یانې کله وخت د ماشومانو په وړاندې او کله وخت هم په پټه شخړه وکړي .

که چېرې د خپل ماشوم په وړاندې جر و بحث کوئ، نو د هغه احساسات په پام کې ونیسئ، که چېرې تاسو او خاوند مو چیغې ووهئ او یو بل ته بدې ردې ووایئ، هغه په ژوره توګه خواشینی کېږي، په یو بل باندې له تور لګولو او بدو نومونو څخه ډډه وکړئ. که چېرې په دوامداره توګه دا کار نه شئ کولای، نو لږ تر لږه په هغه باندې د خپلو شخړو د اغېز په هکله فکر وکړئ .

ښایي ستاسو د شخړو او دعواو له اورېدو وروسته هغه ستاسو مینې او لېوالتیا ته اړتیا ولري، داسې ورته ووایئ، که چېرې زه او پلار دې له یو بل سره بحث وکړو، بیا هم له یو بل سره ډېره مینه لرو، که چېرې د دې خبرې کول تاسو خواشیني کوي او نه یې شئ کولای، نو د هغه د آرامولو له پاره، له نورو اصطلاحګانو څخه ګټه واخلئ، پوهېږمه، چې درته سخته ده، چې وینې زه او پلار دې له یو بل سره شخړه کوو، موږ هڅه کوو، چې له یو بل سره دومره اختلاف ونه لرو، دا کار ډېر سخت دی .  پوښتنو ته یې غوږ ونیسئ او اجازه ورکړئ، چې خپلې اندېښنې بیان کړي .

په یاد ولرئ، چې تاسو خپله بېلګه ګڼي، هره ورځ تاسو دا ورته ښکاره کوئ، چې لویان او جوړې څه ډول چلند کوي . که چېرې تاسو او خاوند مو له یو بل سره په درنښت چلند ونه کړئ، که چېرې چیغې ووهئ او یو بل ته بدې ردې ووایئ او تل له یو بل سره شخړه وکړئ، ښایي اولادونه مو په خپلو شخصي اړیکو کې له نورو سره ستونزه پیدا کړي .

ښایي دا پیدا کړئ، چې هغه دم ګړئ، ستاسو له چلند څخه تقلید کوي . که چېرې تر ډېره ورټل شي او سزا ورکړل شي، ښایي له خپلې خور او ورور سره هم داسې چلند وکړي، چې تاسو ته د منلو وړ نه دی . کېدای شي دا هم پیدا کړئ، چې تاسو هم له هغه څخه دا ډول هیله لرئ، له ورور سره دې دا ډول چلند مه کوه؛ ښه کار نه دی؛ له خپلې خور سره داسې خبرې مه کوه .

که چېرې تاسو او خاوند مو تر ډېره له یو بل سره شخړه کوئ، نو ځانګړې مشورې وڅارئ، کله چې مو وکولای شول، له یو بل سره دوستانه او همغږی چلند ولرئ، نو د کورنۍ ټول غړي به له دې شرایطو څخه ګټه واخلي .

ژباړه : عطا محمد میاخېل