د ماشوم روزل د فولادي کلا جوړول دي

 

کېدای شي کله کله د خپلو اولادونو له کړنو ناراضه شی، کوښښ وکړئ چې خپله غوسه کنټرول کړی، خپل خپګان مو له هغوی سره شریک کړئ او په ډېره نرمه لهجه ورته د هغه کار یادونه وکړئ چې تاسو پرې خوابدي یاست.

۱- په خلاص لاس مصرف ورته وکړئ

ښه خبره ده چې پیسې باید بېځایه ونه لګول شي، خو د خپلو اولادونو هرې غوښتنې ته مو ډېر ژر دا جمله (نه یې لرم) مه وایاست، تاسو به د دې هڅه کوی چې د اولادونو پر مالي غوښتنو مو سترګې پټې کړی چې پیسې مو وسپمول شي، خو دغه کار د دې لامل ګرځي چې تاسو د خپلو اولادونو په ذهن کې د یوه بخیل کس په حیث ځای ونیسی. هڅه وکړئ بې له دې چې دوی یې غوښتنه وکړي، وړې ډالۍ ورته واخلئ، بازار ته یې د خپلې خوښې رسټورانټ ته بوځئ او خوشاله یې وساتئ.

۳- خپلو اولادونو ته مو وخت ولرئ

اولادونو ته مو داسې احساس ورکړئ چې تل یې په څنګ کې یاست او د خبرو اورېدو لپاره یې وخت لری. کوښښ وکړئ د خپلو اولادونو خبرو ته په پوره غور سره غوږ ونیسئ او ښه اوريدونکي و اوسئ. خپلو اولادونو ته داسې احساس ورکړئ چې تاسو یوازېنی څوک یاست چې دوی درته د خپل زړه خبرې کولای شي.

سرچینه:سپوږمۍ