د ماشوم فکري روزنه

لیکوال : اسد مخلص

ډیری مور او پلار د خپلو ماشومانو په نصابي فعاليتونو ډير تمرکز لري. څېړنه کوي تر څو کورنۍ  دنده اجرا کړي، يو اندازه فزیکي فعاليت ولري، په وخت او کافي اندازه خواړه وخوري بيا نو فکر کوي همدا بس دی او د ماشوم ښه راتلونکي ته په اميد شي. خو داسې نه ده، يو بل اړخ چې ډير مهم دی، او شاید د غوره رتبو، نمرو او حتی کاميابۍ په پرتله ډیر اړین دی، زموږ له فکره وتی او هغه فکري روزنه ده تر څو ماشوم مو کاميابۍ، پوهې او علم سره سره ښه شخصيت ولري او ښه انسان واوسي.

‎د ځان ځانۍ په دې زمام کې هر څوک د خپل ځان په فکر دی، هر څه اول ځان ته غواړي او هرو مرو يې غواړي، نو په داسې ماحول کې رالوی شوي ماشوم د معنوي ارزښتونو او مبارزې حس نه لري. که موږ غواړو ماشومان مو وړ شخصيتونه  او رښتیا ښه خلک واوسي نو عادتونو او چلندونو ته يې هم بايد پام وشي تر څو ماشومان د مهربانۍ، سخاوت، او خواخوږۍ حس پيدا کړي، په معنا، ارزښت او ضرورت يې پوه شي.

‎د سي ایس لیوس مشهوره وينا ده: “صداقت يعني په داسې حال کې هم ښيګڼه کول چې څوک يې هم ونه ګوري.” ماشوم بايد پوه شي چې ښيګڼه يو ارزښت دی او بايد وشي ولو که هيڅوک يې د ليدو نه يي يا هيڅ ډول انعام و نه لري؟

‎نو په داسې حال کې چې تضمین شوی فارمول شتون نلري، هغه کومې لارې چارې دي چې پام کې نيو سره يې مور او پلار کوی شي د ماشونو ښه شخصيت ته وده ورکړي تر څو ښه خلک واوسي

  1. ماشومانو کې د خواخوږۍ احساس پيدا کړئ.

‎د نورو په احساساتو ځان پوهول او خواخوږۍ ورسره کول، یا د بل په ځای ځان احساسول تر څو يې په احساساتو وپوهيږي په ښه خلکو کې یو له اصلي بنسټونو ګڼل کيږي. څيړنې ښايي – هغه انسانان چې خپلو او د نورو احساساتو ته پاملرنه کوي، تر ډيره د خپل ځان او د خپل احساساتو کنترولولو  توان لري او دا د بریالیتوب یوه مهمه برخه ده. ماشوم ته مو خواخوږي ورزده کړئ کوشش وکړئ خبرې وکړي تر څو پوه شۍ او ډاډ ترلاسه کړئ چې هغه څه ډول فکر کوي. کله چې له يو ملګري سره سخړه راشي، له هغه څخه وپوښتئ او ځان پوه کړئ د هغه ملګري په اړه څه احساس لري، که چيرې د غصې او نفرت احساس لري نو همدا وخت دې تر څو يې احساسات ادراه کړئ او د ترحم يا خوخوږۍ درس ورکړئ.

  1. ماشومان مو وهڅوئ تر څو د پرمختګ سبب ورځی، چا ته خنډ نه شي او حسد کونکی نه شيي.

‎په داسې حال کې چې د ځورونې او بد چلند په کولو کې د ماشومانو کیسې اکثر وخت سرلیکونه کوي، حقیقت دا دی چې اکثره  ماشومان معمولا ښه عملونه ترسره کوي، که هغه يو ناکام همصنفي ته حوصله ورکول وي که ورسره کورنۍ دنده کې مرسته. بيا هم خپل ماشومان وهڅوئ تر څو مثبتې کړنې تر سره کړي، او وې پوهوئ چې يوه مثبته وړه کړنه زړونو ته ډيره خوشحالي ورکوي. دا کوچنۍ مثبتې کړنې د عمر او رمان سره په غټو کړنو بدليږي او په ټولنه کې د ښه شخصيت ضامن ګرځي. کوښش وکړئ تر څو ډاډ تر لاسه کړۍ ماشوم مو د وړو وړو ځورونو مرتکب هم نه وي که هغه د يو ماشوم ځورونه، چا پورې خندا کول يا کوم ماشوم ته بد نوم اخيستل هم وي، وخت او عمر سره دا وړې کړنې په غټو بدليږي او ټولنې ته د بد شخص معريفي کيدو سبب ګرځي.

  1. ماشومانو ته مو د رضاکارۍ، خدمت او لاسنيوي درس ورکړئ.

‎آیا ستاسې ماشوم د ګير چاپير خلکو  سره مرسته کوي؟ یا هم کله تاسې سره مرسته کوي؟ که هغه د کور کار وي او يا د خپل خوب ځای خپله برابرول وي.

‎ارواح پوهان واي- د مصيبت زده وو لاسنيوی، وړيا خدمت کول او يا نورو سره وړې وړې مرستې کول کوی شي ستاسې د ماشوم فکر کې ډير مثبت بدلون راوړي. کله چې ماشومان په عملي توګه نورو سره مرسته کوي نو د مقابل خواو مشکل په سمه معنا درک کوي او پوهيږي څنګه چا سره يوه کوچنۍ مرسته د هغې لپاره د سترې خوشحالۍ يا حوساينې سبب ګرزي، دې سره ماشومان د وياړ احساس کوي او هڅېږي تر څو د ټولنې او چاپير خلکو درد حس کړي، مشکلات يې درک کړي او د مرستې احساس يې لا پياوړی شي. دا احساس لرونکي ماشومان د پياوړتيا احساس ک ي او ټولنيز ژوند ته د يو پياوړي انسان په هيس قدم ږدي.

  1. هميش د ترحم، خدمت او يا هم نورو ښه کړنو په بدل کې ماشوم مه ستايئ او انعام مه ورکوئ.

‎داهم  ډيره اړينه ده، او له احتياطه کار واخيستل شي تر څو ماشوم هر يوې مرستې او يا هم ښه عمل لپاره د انعام تمه و نه لري.همدا لامل کيدی شي ماشوم مو د انعام  ترلاسه کولو لپاره نورو سره د مرستې وکړي او يا د ښه والي تمسيل زده کړي. مرسته بايد د يو احساس له مخې وي نه د انعام لپاره، که نه ټول عمر به نورو سره مرسته کې هم خپلې مادي ګټې نظر کې ساتي او مطلب پرسته رالويږي.

خو دې سره سره د ماشوم ستايل او هڅول هم ډير مهم دي، کله کله د خپلو ښه کړنو لپاره انعام ورکول، په درس کې د پرمښتګ په اساس ستايل په ماشومانو ډير مثبت تاسير لري او د ماشومانو اساسي ضرورت بلل کيږي. د خوشحالۍ او وياړ هغه احساس چې مور او پلار يې د ماشوم د کاميابۍ او ښه کړنو په مقابل کې ښکاره کوي د ماشومانو روحيه پياوړې او په ځان د باور کچه لوړه وړي.

  1. ناسته ولاړه، ادب او خوش اخلاقي

‎آیا ستاسو ماشوم په منظم ډول د ناستې ولاړې او اساسي ادابو  تمرین کوي ​​لکه “مننه” او “مهرباني وکړئ”؟ ایا هغه په ​​منظم ډول خلکو سره خبرې کوي او مشران د “ښاغلی” او آغلې په نامه رابلي”؟ ایا هغه پوهیږي چې څنګه خلکو ته په  سمه تو سلام ووايي؟ ايا هغه د ډوډۍ خوړلو او يا ميز ته د ناستې له ادابو خبر دی؟ايا هغه د لوبو او چال چلند په وخت ملګرو سره ښه روش کوي يا وحشيانه؟ په یاد ولرئ ستاسې کوچنی ډير کم وخت تاسې سره دی او ډير ژر به په ټولنه کې ناسته ولاړه ولري، او ستاسې د لاپروايي به يې له خجالتۍ او مشکلاتو سره مخ کړي. د ماشومانو ناسته ولاړه، د خبرو ترض او انداز د شخصيت په جوړونه کې مهم رول لري.

ښه سليقه، منظمه ژبه او خوش اخلاقه ماشومان په اسانه کوی شي په ټولنه کې د يو شخص په هيس ځای او محبوبيت پيدا کړي.

  1. ماشومانو ته مو درناوی او د مهربانۍ چلند ورزده کړئ.

‎ ترټولو اغېزمنه لاره تر څو  ماشومانو ته درناوي او ترحم ورزده کړو خپله ماشومانو ته درناوی، او په ترحم سره چلند کول دي. ماشومان هر څه له موږ زده کوي، د دوي چلند کټ مټ ورسره د شوي چلند عکس دی. ځان سره فکر وکړئ چې تاسې خپلو ماشومانو سره څنګه خبرې کوئ؟ ایا کله چې تاسې د غوسې په حالت کې سختۍ سره خبرې کوئ؟ ایا تاسې يې په وړاندې پوچ الفاظ يا داسې خبرې کوئ چې ښه نه دي؟

‎د خبرو کولو، عمل کولو، غوصه کولو او حتی فکر کولو په وخت له اختياطه کار واخلئ او هڅه وکړئ چې د خپل ماشوم سره دوستانه او د ترحم لار غوره کړئ، حتی کله چې تاسو د هغه د غلطۍ یا ورانۍ په اړه هم ورسره خبرې کوئ

  1. شرم مه کوئ، ماشومانو ته مو ښکاره حدود وټاکئ، په اړه يې وضاحت ورکړئ تر څو قانع شي او ځان منظم کړي.

‎په ټوله کې مور او پلار خپلو ماشومانو ته قوانين وضع کوي او حدحدود ټاکي تر څو د بې ضايه ناستې پاستې او منفي کړنو مخه يې ونيسي خو ممکن په حقیقت کې دا کار ماشوم ته غير ارادي نقصان واړوي. ډيرې هغه ماشومان چې بې رحمه، پريشانه او بې له سببه ناخوښ دي، غټ لامل يې همدا دی چې هغه قوانيند او حدود چې واقعا ګټه لري، ماشومان يې په ارزښت نه دي پوه او نه چا پوه کړي تر څو قناعت وکړي او په ارامه يې ومني. برعکس ماشومان ځان قيد بولي او د خپل فکر په اساس ځان د بې مانا بنديزونو قرباني بولي. دا لامل ګرځي دا ډول ماشومان ضدي او عقديي شي، مدام ناراضه او ناراحته وي

‎  برعکس هغه ماشومان چې واضح قوانیناو حدود لري او قناعت ورکړل سوي وي، د  مسؤولیت احساس کوي او ځان مهم ګڼي. وضع شوي قوانين په خپله ګټه بولي او ډیر احتمال لري تر څو سمې پريکړې وکړي او ښه ملګري پیدا کړي

  1. ماشوم مو بايد منندويه او شکرګزاره واوسي

ماشومانو ته مو د مننې عدت ورواچوئ تر څو هر هغه وړوکئ او غټ عمل چې لپاره يې ترسره کيږي منندويه واوسي. که هغه يې مخ ته د ډړډۍ قاب ايښودل وي او يا هم د تحفې په بدل کې مننه کول.

  1. د کور خوا او شا مسوليتونه وروسپارئ

‎کله چې ماشومان د خپل عمر په اساس د کور په کارونو کې مناسبه ونډه، لکه د میز منظمول  یا د اوطاق پاکولو کې مرسته کول نو دوی د مسولیت او لاسته راوړلو احساس کوي. همدې سره د وياړ احساس پيدا کوي او فکر کوي د کورنۍ د غړي په هيس خپل مسوليت ادا کوي او په خوښۍ خپل کارونه ترسره کوي

  1. ځان ورته د ښه سلوک او اخلاقو نمونه وګرځوئ

‎خپلو اړيکو او نورو سره د چال چلند په وخت له احتياطه کار واخلئ او فکر وکړئ آیا تاسې په بازار کې له دکاندارانو مننه کوئ؟ آیا تاسې د ګاونډیو او همکارانو غيبت کوئ؟

‎پرته له دې چې تاسو څه نصيحت کوئ، ستاسې چلند په مستقیم ډول تاثیر لري. که تاسو غواړئ یو ښه شخص ټولنې ته وړاندې کړئ خپل ځان په هغه طریقه برابر کړئ چې تاسو غواړئ ماشوم عمل پرې وکړي.