د ماشوم مسوولیت لومړی له کوره پیلېږي

د ماشومانو مسوولیت لومړی له خپل کوره پیلېږي. کله چې ماشوم داسې وروزل شي چې په خپله کورنۍ کې خپل کار او مسوولیت پر خپل وخت او مناسب ډول ترسره کړي، نو هغه ده چې بیا په ټولنه کې هم خپل مسوولیت په سم او مناسب ډول ترسره کولای شي.

له نن څخه نیږدې ۵۰۰ کاله مخکې دغه څه د ماشومانو په برخه کې پیل شوي دي، چې ماشومان لومړی باید د کار زده کول په خپله کورنۍ کې زده کړي، چې په اسیایي او افریقایي هېوادونو کې اوس هم دغه څه د یوه دود په توګه پاتې شوي دي.

دا ځکه چې د دغو هېوادونو په لرو پرتو سیمو کې ډېری خلک پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي، نو له هماغه کوچني‌والي څخه ماشومان له خپلو پلرونو سره د کور او یا هم د ځمکو په کارونو کې پر کار بوخت وي.

په ډېرو کورنیو کې پر ماشومانو باندې د هغوی له وس سره سم کارونه کول، د یوه سنت په ډول پاتې شوي دي.

 

حميدي