د ماشوم هوښیارتیا او د مور او پلار اته چلندونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل

 

د هوښیار ماشوم لرل، پر جنتیک او د امیندوارۍ د دوران په ځانګړې تغذیې سربېره، د والدینو له چلند سره هم تړاو لري، خو د مور او پلار کوم چلندونه د دوی ماشوم هوښیاروي؟

 

والدین په لاندې اتو چلندونو سره هوښیار ماشوم لرلای شي

 

د ټولو والدینو خوښېږي، چې روغ او خوشاله ماشوم ولري او وکولای شي چې د خپل ځان لپاره، له بریاوو ډکه راتلونکې رامنځته کړي. په دې لیکنه کې په هغو لارو چارو رڼا اچول کېږي، چې د ماشوم د هوښیارتیا سبب ګرځي.

 

۱ ـــ ماشومان وهڅوئ

 

که ماشوم مو د خپلو بوټونو د مزیو (بندونو) په تړلو بوخت دی، کېدای شئ د عادت پر بنسټ ورسره مرسته وکړئ، خو ماشومانو ته مو دا و رزده کړئ، چې خپلواک واوسي او خپل کارونه په خپله ترسره کړي، هڅه وکړي، ماتې وخوري او یو ځل بیا هڅه وکړي، کله چې ماشوم کوم کار په خپله ترسره کوي، نو خپلواکي یې ونمانځئ.

 

۲ ـــ هغوی ته د ککړولو اجازه ورکړئ

 

که غواړئ چې هوښیار ماشومان وروزئ، نو ډېره زیاته مهمه ده، چې هغوی ته د ککړولو اجازه ورکړئ او په هغوی باندې د پټکې کولو پرځای، د ټاکنې حق ورکړئ او دغه راز هغوی ته په دې اړه توضیحات ورکړئ، چې ولې پاکې ګټوره ده.

 

۳ ـــ ماشومانو ته د لوبو اجازه ورکړئ

 

د ماشوم د هوښیارتیا، خلاقیت او خپلواکۍ د پیاوړتیا یوه لاره، لوبې دي. ماشومانو ته د منډو وهلو او پلټنې اجازه ورکړئ. که تل ماشوم ته ووایئ، چې لاس مه وهه، منډې مه وهه، غورځېږې، د دې سبب ګرځي، چې ماشومان وډار شي او نوی کار تجربه نه کړي، خو لوبې هغوی ته په ځان باندې باور ور په برخه کوي، چې په تنکۍ ځوانۍ کې خطره ومني او خپلو موخو ته ورسېږي.

 

۴ ـــ د ماشومانو بریا ونمانځئ

 

د ماشومانو د بریا نمانځل د هغوی د پرمختګ لپاره یو ډېر ښه هڅونکی دی، که ماشوم مو په دې باندې بریالی شو، چې یو عکس انځور کړي او یا هم د خپلو بوټونو مزي وتړي، نو ماشومانو ته دا ښکاره کړئ، چې په لرلو باندې یې ویاړئ.

 

۵ ـــ د ماشومانو له هڅو او کوښښونو څخه ملاتړ وکړئ

 

د ماشومانو له هڅو او کوښښونو څخه ملاتړ وکړئ او دا مه هېروئ، تاسو یاست چې له هغوی څخه ملاتړ وکړئ، مهمه نه ده، چې د کړنې پایله څه ده، بلکې مهمه د ماشوم له پرمختګ سره مرسته کول دي، په دې اندازه چې ماشوم د ښو او بدو ترمنځ توپیر وکړای شي.

 

۶ ـــ د ماشومانو رښتینولۍ ته ډالۍ ورکړئ

 

کله چې ماشومان یو ښه کار ترسره کوي، نو هغوی د ډالۍ په ورکړې سره وستایئ، هغوی ته توضیحات ورکړئ، چې رښتیني دي او خپله دنده په بشپړه او ښه توګه ترسره کوي. ماشوم به د رښتینولۍ ارزښت ته پام وکړي.

 

۷ ـــ ماشومانو ته آزادي ورکړئ

 

ماشومانو ته آزادي ورکول، ښایي یو سخت او ستونزمن کار وي، خو هغوی ته دا اجازه ورکړئ، چې په خپله ټاکنه او تېروتنه وکړي، دا د هوښیارتیا او خلاقیت د خپلواکۍ د زده‌کړې تر ټولو مهمه برخه ده. که ماشومان داسې عادت شوي وي، چې د دېوال پرمخ باندې نقاشي وکړي، نو د هغوی لپاره یوه تخته چمتو کړئ او اجازه ورکړئ، چې په هغې باندې نقاشي وکړي.

 

۸ ـــ ماشومانو ته درنښت کول ور زده کړئ

 

ماشومانو ته دا ور زده کړئ، چې خپلو والدینو ته درنښت وکړي، مثلاً که په ټیلیفون کې غږېږئ، نباید ستاسو په خبرو کې در وغورځي او په خپله باید خپل کارونه ترسره کړي او په بل چا باندې تکیه ونه کړي، دا چاره د هغوی د راتلونکې لپاره ډېره ګټوره ده.