د ماليزيا په پلازمېنې کولالمپور په يوې مدرسې کې د اور لگېدو له امله پنځهویشت زدهکوونکي وژل شوي او گڼ نور ټپيان دي.
طبيعي پېښو سره د مبارزې مسوولين وايي، چې «دارالقران اتفاقيه» کې نن سهار د اور لگېدو ناڅاپي پېښې کې د مدرسې د ناظم په گډون د پنځهویشتو زدهکوونکو د وژل کېدو پخلی شوی دی.
طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې مشر خير الدين درهمان فرانس پرېس خبري اژانس ته ويلي، چې د ماليزيا په شل کلن تاريخ په دغې مدرسې کې د اور لگېدو پېښه تر ټولو خونړۍ او خواشينوونکې ده.
تر اوسه د اور لگېدو په پېښې کې د وژل شوو کسانو عمرونه نه دي روښانه شوي، خو په عامه توگه د قرانکريم د زدهکوونکو عمرونه د لسو او اتلسو کالو تر منځ وي.
د ټولنیزو رسنيو فعالانو داسې انځورونه او ويډيوگانې خپرې کړي، چې د مدرسې زدهکوونکي په دويم پوړ کې ويده دي او ناببره دغلته اور لگېدلی دی.
له پېښې وروسته سيمې ته د مالیزيا چارواکي، مرستندويه ډلې او د زدهکوونکو د کورنیو غړي رسېدلي دي.
د مالیزيا لومړي وزير نجيب رازق په خپل ټويټ د اورلگېدو په پېښې اندېښنه ښوولې او د پېښې له قربانيانو او کورنیو سره يې خپله خواخوږي څرگنده کړې ده.