د ماناپوهنې د بڼو تيوري

لیکنه : اجمل ښکلی

ماناپوهنه د ژبنيو نښو(Signs) يا دالونو(Signifier) په ماناوو پسې ګرځي يا به داسې ووايو، چې ماناپوهنه د دال او مدلول ترمنځ اړيکي ځيري. مانا څه ده؟ څنګه او له کومو سرچينو پيدا کېږي؟ دا هغه پوښتنې دي، چې ماناپوهنه ورته ځواب وايي.

پخوانۍ معاني يوازې د کلام يا په اوسنۍ اصطلاح بيان(Parole) پر ادبي دلالت غږېده؛ خو اوسنۍ ماناپوهنه(سيمانټيک)له ادبي سره سره پر نورو ټولو هغو دلالتونو هم رڼا اچوي، چې د يوه بيان د مانا په معلومولو کې راسره مرسته کوي.

پخوا بالعموم د دال، مدلول او مصداق ترمنځ اړيکه ساده او ثابته ګڼل کېده؛ خو وروستيو فلسفي او ژبپوهنيزو پرمختګونو وښوده، چې د دال او مدلول او همدا راز د مصداق ترمنځ تل د مانا لوبه روانه وي، چې په دې توګه دا اړيکه د درېدا په فکر تل د د تزلزل او تعليق په حال کې وي او يو دال هر وخت په بېلابېلو زمانو او قرينو کې خپل مدلول يا مصداق بدلولای شي؛ خو دا خبره د پخواني تصور برعکس ده. په پخواني تصور کې دال له مدلول يا مصدق نه پيدا کېږي. يعنې که ادم (ع) نه وای، د (ادم) نوم به چېرته وای؟ په دې توګه ويلای شو، چې پخوانو ناارادي د انسان شعور د طبيعت ورکړه ګڼله او اوسني ځينې فلسفي او ژبپوهنيز مکتبونه د طبيعت مانا په انساني شعور کې لټوي.

د اوسني فکر پر بنسټ وايو، چې په اسورو بابل کې يې (ادم) سرې خاورې ته وايه، چې اسراييلو له ځان سره راووړ او په خپل فرهنګ کې يې پرې يو شخص ونوماوه، چې له خاورې نه پيدا دی. (ادم) وروسته دومره تکثير شو، چې د ماناوو يو نظام يې جوړ کړ. ادم د انسان، ابتدا، تېروتنې، معصوميت او د بلهاوو نورو مفاهيمو لپاره وکارېد، چې زموږ شاعري يې شاهده ده. يعنې، دا دال دی، چې له خېټې يې بېشمېره مدلولونه زېږي. تاسو يوازې د (ننداره) کلمه درواخلئ او په بېلابېلو جملو کې يې وکاروئ، وګورئ، چې څومره ډېرې ماناوې زېږوي.

 

له دې نه ښکاري، چې ژبه تل له بېلابېلو وسايلو(چې يو پکې ادب هم دی) په استفاده ځان بډايه کوي، ځکه چې ژبني عناصر نوې نوې ماناوې پيدا کوي او له دې لارې نوي مفاهيم او افکار زېږي. همدا علت و، چې هايدګر ويل: موږ په ژبه کې زنداني يو. د وتو لار نشته. يعنې ژبه ده، چې ژوند يې راته مانا کړی دی.

خو د هوسرل فنومنالوجي وايي، چې انساني درک او پوهه د بهرني مصداق او دننني شعور له امتزاج نه پيدا کېږي. ذهنيت او عينيت له يو بل پرته بې مانا دي. مثلا: په ښکلاپوهنه کې  وايو: ښکلا د بهرنۍ ښکارندې(پديدې)/ څيز او د انسان د ښکلا له احساس نه زېږي. په اخلاقياتو کې وايو: د يوه عمل د اخلاقي ګڼلو تر شا د انسان د برداشت او د هغه څيز د ګټورتورب ګډ لاس غزېدلی دی.

سيمانتيک هغو ټولو دنننيو او بهرنيو سرچينو ته ځان وررسوي، چې د ژبې په مانا کې نقش لري.

مانا ولې مهمه ده؟ ځکه چې د ژبې موخه د مانا او مفهوم ايجاد دی. که ژبه نه وای، ژوند به هېڅ مانا نه لرلای. انسان په ژبه له نورو حيواناتو ممتاز دی او همدا ژبه ده، چې ده ته يې د منظم تفکر ځواک ورکړی. په شلمه پېړۍ کې د ژبې اهميت ته پام وشو او د فرهنګ په اساس کې يې ځای وموند. د فيلسوفانو، ارواپوهانو، ټولنپوهانو په ګډون داسې پوهانو هم پر ژبه د دقيقو خبرو هڅه وکړه، چې پخوا يې ورسره سروکار نه ليده. د دوی دې خبرو ژبپوهان هم اغېزمن کړل او له ژبپوهنې غوښتنه وشوه، چې له دوديزې بڼې راووځي او د مانا په لټون کې له نورو پوهنو سره مرسته وکړي.

پر دې بنسټ ژبپوهنه د دي سوسور د رغښتوالې له جوړښتونو راووته او په فرهنګ کې يې ريښې وځغلولې. د تشريحي ژبپوهنې په څانګو کې ډېر ټينګار د غږپوهنې، ګړپوهنې، وييپوهنې او نحوې پر ځای پر ماناپوهنه وشو، چې له فلسفې، ارواپوهنې او نورو ټولنيزو پوهنو سره د ژوند په پېژندلو کې مرسته وکړي.

د ژبپوهنې د معاصرې تيورۍ پر بنسټ ژبې ته په ټوله کې د يوې مانا زېږوونکې سرچينې په سترګه وکتل شو، چې له فونولوژي نه نيولې تر نحوې پورې علوم يې د مانا تر شا پر فزيکي جوړښتونو غږېږي او ماناپوهنه له دې علومو نه په استفاده راته ماناوې ښيي.

ماناپوهنه د ژبپوهنې د يوې څانګې په توګه د ژبې او نورو چېنلونو(متکلم، مخاطب، غايب، موقعيت، موقف، زمان، مکان، حالت، انګېزه او …) ترمنځ اړيکه روښانوي، ځکه چې د نوې ژبپوهنې پر بنسټ مانا د ژبې او د دې چېنلونو ترمنځ پرته ده او دا پر نوې ژبپوهنه د هوسرل د فنومنالوجۍ پروت اغېز دی.

نوې ژبپوهنه په تېره ماناپوهنه او پراګماتيکس پر تيوريو بسنه نه کوي، بلکې په عمل کې د ژبې پر مانا هم غږېږې او په چاريز(Functional) چاپېريال کې د ژبې پر رنګارنګو ماناوو رڼا اچوي، چې دا پر معاصره ژبپوهنه د چلنوالې(Behaviorism) اغېز ښيي. اوسنۍ ژبپوهنه د ګشتالت ارواپوهنې غوندې د پوهاوي راپوهاوي ټولو ژبنيو او ناژبنيو چېنلولو ته د يوه کل په سترګه ګوري، چې پايله يې د يوې مانا زېږنده وي.

د ماناپوهنې په نويو تيوريو کې په ادراکي ژبپوهنه(Cognitive Linguistics) کې د ماناپوهنې د بڼو تيوري(The Theory of Semantic Forms) هم ده، چې د شلمې پېړۍ په وروستۍ لسيزه کې د کاديو.ويزيتي په لاس وغوړېده. دا د کلمو په ماناوالي کې د ددرو وجوهاتو تفاعل ويني:

انګېزه(Motive): هغه محرک ته وايي، چې د يوه بيان تر شا موجود وي او زياتره وخت ناشعوري وي. مثلا: کله چې ماشومانو ته وايو، چې (شوخي مه کوئ)؛ نو له موږ سره د نظم ساتلو، واک(صلاحيت) او د خپل امر د چلولو انګېزه وي او همدا انګېزه د سياسي قوانيو تر شا هم وينو. که ووايو، چې (بريالی د عدم تشدد پيرو دی)؛ نو تر شا يې د (فکر) انګېزه موجوده ده. ښايي د يوه بيان/پارول/ متن تر شا يوه يا څو انګېزې موجودې وي. انګېزه له دې امله په درو مانيزو بڼو کې مهمه ده، چې ژبې ته مانيز لوری ورکوي.

ښکارند(Profile): په پارسي کې ورته نما وايي، چې د انګېزې او موضوع ترمنځ اړيکه ټينګوي. يوه کلمه د بېلابېلو انګېزو په پايله کې بېشمېره ماناوې درلودای شي؛ خو ښکارند د دې ټولو بېلابېلو او متزلزلو ماناوو ترمنځ د ټيکاو او وحدت د راوستو هڅه کوي. مثلا: (کور) چې په بېلابېلو قرينو کې وکارېږي، بېشمېره ماناوې درلودای شي. کور، د زړه کور(شاعري)، کورپاڼه(کومپيوټري)، کورناستی(حقوقي)، د کتابونو کور او …. ښکارند د دې ټولو (کورونو) ترمنځ د وحدت مزی غزوی او هغه د راټولېدو او خونديتوب مانا ده. د تجمع دا مانا په پاسنيو ټولو کورونو کې وينو.

موضوع(Theme): انګېزه موضوعيت ته لوری ورکوي او موضوع انګېزې ته ژبنی/ فيزيکي چوکاټ برابروي.  انګېزه په بېخ او موضوع پر سطحه ده. موضوع د نحوې برخه ده، چې د کلمو په رسۍ د ژبنيو توکيو  لاسونه او پښې تړي او مانا يې راايساروي. مثلا: (د زړه کور مې وران دی) په دې بېلګه کې يوه صريحه مانا وينو او دا صريحه مانا د زړه او کور له پيوستون نه پيدا شوې؛ خو که ووايو: د  سخاوت کور مې وران دی؛ نو په مانا کې ابهام پيدا کېږي، ځکه چې د سخاوت او کور د ښکارندانو ترمنځ اړيکه نشته. په کور کې د راټولولو  او په سخاوت کې د شيندلو  مانا نغښتې ده.

په دې توګه ويلای شو، چې د بېلابېلو ژبنيو ښووندانو(دالونو) نه بېشمېره شاعرانه او علمي ماناوې پيدا کولای شو؛ خو بايد ښکارندان يې سره د ګډون امکان ولري او دا د ادبي او علمي منطق له اصطلاح سره ډېر نېژدېوالی لري. مثلا: تورن يوه حقوقي اصطلاح ده. هغه چاته تورن وايي، چې يو جرم ورته منسوب وي؛ خو لا ثابت شوی نه وي. د محکمې تر حکم مخکې ورته تورن وايي او که جرم پرې ثابت شي، مجرم ګڼل کېږي.که تورن په يوه حقوقي متن کې په بله قرينه کې وکاريږي يا د مجرم پر ځای راشي، ابهام پيدا کوي ؛ نو بايد د حقوقي ژبپوهنې په منطق برابر استعمال شي؛ خو پر حقوقي مانا يې د پوهېدو لپاره په عادي ګړنۍ ژبه کې پر مانا پوهېدل اړين دي. حقوقي ژبه په حقوقي ژبپوهنه کې مطالعه کېږي، چې خپل بېل شرايط لري؛ خو ريښه يې په عمومې ژبه کې ده.

انګېزه، ښکارند او موضوع په يوه وخت په يوه بيان يا وينا کې موجودېدای شي، چې د ماناوو د ډېروالي(Pluralism) ښکارندويي کوي. پر دې بنسټ يو لغت د زاړه تصور پر خلاف بېشمېره ماناوې درلودای شي او په بېلابېلو بڼو تاويلېدای شي. انګېزه، ښکارند او موضوع دې بېشمېره خو منطقي ماناوو ته لار هواروي او د ژبې په بډايتوب کې برخه اخلي.

انګېزه چې له عاطفې، فکر، موخې، حسي ادراک او تجربې غوندې بېلابېلو ذهني چارو سره تړاو لري، په ظاهره ناژبنی توک ښکاري، خو که پام وکړو، د انسان ذهن بې له ژبې تش دی. انګېزه ناشعوري ده؛ خو د موضوع(Theme) په چوکاټ کې ځان راښکاره کوي، ځکه نو ويلای شو، چې د ناژبنيو چينلونو او ژبې ترمنځ تل تفاعل روان وي. انسان لکه غڼه، چې څومره د ژبې جال بڼي، هغومره پکې پخپله هم زنداني کېږي.

ادبيات له دې درو وجوهاتو نه په استفاده بېشمېره ماناوې ايجادوي. د شاعر په ذهن کې يوه انګېزه وي او د دې انګېزې لپاره دی د دقيقو ښکارندانو(پروفايلو‎) او دقيق چوکاټ په لټه وي. چې کله دا نوی چوکاټ ايجاد شي؛ نو دا لکه يوه نوې ساينسي اختراع ژبه او فرهنګ بډايه کړي، ځکه چې خلک د نويو شيانو له تړاوه خبر شي او له دې لارې نننی خيال سبا په فکر واوړي.

په ادبي متن کې لومړی له يوه چوکاټ سره مخېږو. بيا د دې چوکاټ په يوځای شويو ښکارندانو فکر کوو او له دې لارې هڅه کوو، چې د متن پر انګېزه پوه شو يا د پخوانو په اصطلاح د شاعر په بطن يا ما في الضمير.

ماناپوهنه د ماتن مافي الضمير ته په رسېدو کې د لوستونکي يا اورېدونکي مرسته کوي؛ خو دا خبره بايد هېره نه کړو، چې د متن لوستونکی هم ژوندی شخص دی، چې له ژونده خپل برداشت او تجربه لري؛ نو چې متن لولي، ښايي داسې مانا کشف کړي، چې د ماتن په مافي الضمير کې نه وي، بلکې د ده د خپل مافي الضمير زېږنده وي. له بله پلوه ژبه خوځند يا ډيناميک خصوصيت لري او متن او وينا هم د زمان، جغرافيې او شرايطو په بدلېدو سره  د نويو ماناوو لباس اغوندي. په خپله پخوانۍ شاعرۍ کې د سخ(خوشا) کلمه وينو، چې د خوشحالۍ مانا لري. اسعد سوري مړه واکمن ته په شاعرانه تخاطب کې وايي:

سخ پر تا ای محمده! د غور لمر وې

دلته وينو، چې د پخوانو متونو د شرايطو پرخلاف(سخ) په يوه نوې قرينه کې کارېدلی. شاعر مړه واکمن ته وايي، چې ته دې خوشحاله وې؛ خو انګېزه څه ده؟َ شاعر واکمن مړ نه ګڼي، فکر کوي، چې همدا اوس د محمد سوري په دربار کې ناست دی؛ خو دا څومره دقيقه خبره ده؟ دقيقه ځکه نشم ويلای، چې سخ اوس مړه کلمه ده او پخوا چې په کومو قراينو کې دا کارېده، هغه قرينې هم اوس نشته. موږ اوس خوښ او خوشحال وايو؛ خو دا نه وايو، چې سخ يم يا سخ اوسې يا پر تا دې سخ وي. رحمان بابا فرمايي:

سخ د هغه چا دی، چې په در کې يې قبول شي

زار د هغه چا چې يې له دره وشاړه

رحمان بابا په يوه نوې موضوع(Theme) کې سخ کارولی، چې ښايي په ساده باده خوشحالۍ يې مانا کړو؛ خو دا د شعر دقيقه مانا نه ده. سخ يا په پارسي کې خوشا د دربارونو کلمه ښکاري، چې بالعموم د شاعرانو او نورو افرادو له خوا د شاه لپاره کارېدلې؛ نو چې په بله هره قرينه کې کارېږي، دا خصوصيت له ځان سره وړي. در  د تصوفي چاپېريال کلمه ده. د سخ او در ترمنځ يو مرموز پاراډوکس وينو، چې د زار په مټ نور هم بارز شوی. رحمان بابا د سلطان مجلل او پرتمنين دربار د دوهۍ پښو ته راغورځولی او دا د رحمان بابا د شاعرۍ يو مهم موتيف(انګېزه) دی.

ښايي، زما برداشت دقيق نه وي، ځکه زه دا تجربه نه لرم، چې سخ دقيقا په کوم حالت کې کارېده. ښايي، له متونو څه نا څه پوه شوم؛ خو پوهېدل او تجربه لرل دوه بېل شيان دي او د متونو په پوهېدو کې زه د لوستونکي په توګه د خپل ذهن د تفاعل مخه نشم نيولای.

ماناپوهنه راسره د يوه متن د انګېزې، هدف او مانا په معلومولو کې اغېزمنه مرسته کولای شي، چې د ماناپوهنې د بڼو تيوري يې يوه برخه ده.