د امریکا د مشهور سندرغاړي مایکل جکسن جاکټ په یو لیلام کې په ۲۵۶۰۰۰ ډالره خرڅ شو.
مایکل جکسن دا جاکټ پوره یو کال (۱۹۹۶ـ۹۷) پورې اغوستی و.
په دغه لیلام کې د یو بل امریکايي سندرغاړي ایلویس پریسلۍ ګیتار تر ټولو په لوړه بیه ۳۳۴ زره ډالره خرڅ شو.
د پریسلي ګیتار هغه ته د خپل پلار لخوا ورکړل شوی وو.