د متن املايي بدلون

لیکنه : اجمل ښکلى

د روښانيانو متون د هغوى په خپله املا نه ليکو، ځکه چې اوسنى لوستونکى هغه املا نه شي لوستى. په املا کې وخت په وخت بدلون راځي او دقيقه کېږي.

خو که موږ د يوه متن په املا کې بدلون راولو، تاريخي اصالت ته به يې زيان نه رسېږي؟

تاريخي اصالت د متن د تاريخي ماهيت نمايندګي کوي. په تاريخي اصالت کې د متن د ايجاد د مهال ټولې ځانګړنې راتلى شي. مثلا: نېټې، اشخاص، د ځايونو نومونه، موضوعات، د هغه مهال مروجه ژبه، لهجه، ګرامري رغښتونه، سبک او تر متن بهر توکي لکه کاغذ، رنګ او نور وسايل.

د متن په دغو تاريخي ځانګړنو کې چې ګوتې ووهل شي، د متن اصالت له شک سره مخ شي. موږ چې کله د يوه متن پر تاريخي، علمي او هنري ځانګړنو غږېږو؛ نو زموږ لپاره د متن تاريخي اصالت اړين دى، چې پوه شو، چې هغه وخت ټولنيز ذهنيت او هنري ذوق په کوم کچ و او له اوسني وضعيت سره يې څه توپير و.

که د متن تاريخي اصالت شکمن شي، موږ د ټولنيز بدلون لوړې ژورې نه شو معلومولى او لوستونکى د پخواني او اوسني مهال په توپير نه شو پوهولى.

ځکه نو څېړونکي د متونو له تاريخي اصالت سره احتياط کوي؛ خو په نوې املا د متونو ليکل اړين دي.

موږ پوهېږو، چې املا د ژبې هېنداره ده. موږ په املا کې ژبه لولو. په دې توګه املا يوه شفافه وسيله ده، چې د متن په علمي او هنري ماهيت کې لاس نه لري. په ډېرو کمو حالتونو کې که املايي بدلون د متن تاريخي تفهيم مبهم کوي، بيا په متن کې هغه ژبنى توک په معاصره املا ليکل کېږي او په لمنليک کې يې زړه بڼه. مثلا: ځينې معماوې دي، که په نوې املا وليکل شي، ابهام پکې پيدا کېږي او ناسمې نېټې ترې راوځي. په داسې مورد کې څېړونکى په لمنليک دا توضيح ورکوي، چې دا پخوا داسې ليکل کېده او دا مانا ترې راوځي. همداسې که يو نيم مورد بل هم وي؛ خو متون نور بالعموم له املايي بدلون سره نه ويجاړېږي.

د املايي بدلون پرځاى له مانيز بدلون سره د متن تاريخي اصالت حساسيت لري. د فونيم له واړه کچ نه نيولې د جملې تر لوى کچ پورې له هر ډول مانيز تصرف سره د متن اصالت عيبجن کېږي. که څېړونکى په منځ منځ کې د منظوم يا منثور متن د کاتب پر ژبنيو زياتونو او کمونو پوه شي، نو که يو مورفيم کم شوى وي يا څو جملې، هغه په لينديو کې ليکي او که اړتيا يې وه، په متن کې يې رڼاوى کوي. که زياتونې يې کړې وې، هم څېړونکى استدلال کوي. په هر حال کې د څېړونکي هڅه دا وي، چې لوستونکي ته له لاسوهنو پاک اصيل متن وړاندې کړي.

په اوسنۍ املا د پخوانيو متونو د ليکلو اړتيا په دې هم ده، چې پخوا په پښتو کې په لسګونه املاوې وې. که موږ د هر شاعر متن د هغه په خپله املا چاپ کړو؛ نو اوسني لوستونکي ته به د دومره ډېرو املاګانو زده کړه او توپير سخت وي.

د متن په املايي بدلون کې احتياط کېږي او له مانيز بدلونه څېړونکى ځان ساتي. زموږ اوسنۍ املا تر پخوانۍ دقيقه ده. پخوا د (مې) کمزورى ضمير د (مِ) په بڼه په زېر ليکل کېده؛ خو اوس په اوږده ې؛ نو که دا له نوې املا سره سم کړو، د متن اصالت ته زيان نه رسي او اوسنۍ املا ټوله همداسې ده؛ خو که په يوه متن کې (مونږ) په (موږ) واړوو، ښايي کره کتونکى راباندې نيوکه وکړي، چې د يوې کلمې تاريخي اصالت مو ويجاړ کړى او له دې سره متن له خپل تاريخي تشخصه راوتى دى.

په همدې خاطر د متن په تاريخي اصالت کې يواځې وخت او مانا نه، بلکې لهجه هم اهميت پيدا کوي. د خټکو د متونو (کشِ) که اوس (کې) ليکو، تاريخي اصالت ته يې ډېر ځير نه يو؛ خو که د دوى د لهجوي کلمو پر ځاى د اوسنۍ ليکنۍ پښتو کلمې راوړو، نو د خټکو د متونو اصالت ورانوو. دا ورانول د نامستقلو مورفيمونو په کچ ځينو اوسنيو مهتممينو کړي، چې دا متون يې د پوهانو له شک سره مخ کړي او پوهېدا يې سخته کړې ده.

له دې پرته موږ د يوې معيارې املا له امله اړ يو، چې پخواني متون له لهجوي املا نه راوباسو. د خټکو په املا کې د (ښ) پر ځاى (ش) او د (ږ) پر ځاى (ژ) ليکي، چې که موږ يې معياري بڼه وليکو، د متن اصالت نه زيانمنېږي.

املا د توريو (ګرافيمونو) د ټولګې په توګه له فونولوژۍ سره ډېره اړيکه ساتي؛ نو موږ د پخوانيو متونو د ژبنيو عناصرو په املا کې بدلون راولو، په مورفيمونو، کلمو، غونډونو او جملو کې بدلون نه راځي او له همدې امله د متن اصالت خوندي پاتېږي.