د محسن داوړ او علي وزیر تود هرکلي پاکستان کې غبرګونونه پارولي دي

افغانستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو له تود هرکلي وروسته پاکستان کې توند غبرګونونه پاریدلي دي.

د پاکستان د دولتي راډیو په ګډون ځینو نورو پاکستاني رسنیو کابل ته د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي علي وزیر او محسن داوړ پر سفر او د دوی تود هرکلي باندې سختې نیوکې کړې دي او دغه هرکلی یې د پاکستان ضد دسیسه بللې ده.

علي وزیر او محسن داوړ د طورخم له لارې ننګرهار ته راغلل، چې دلته له تود هرکلي سره مخ شول او له دې ځایه د ولسمشر غني د لوړې مراسمو په موخه د افغان پوځ په چورلکه کې کابل ته ورسېدل.

د پښتنو له دغو مشهورو سیاستوالو او څېرو په راتګ باندې ډیری افغانانو په خواله رسنیو کې د خوښۍ څرګندونې کړې دي او د دوی راتګ یې د فرضي کرښې دواړو خواوو ته پرتو قومونو لپاره یو نېک اقدام ګڼلی دی.