د محمد اکبر کرګر پرتلیزې مقاله لیکنې هنر

لیکنه: پوهنیار سیداصغر هاشمي

ټولنې پنځونې او څېړنې خاص ذکاوت غواړي، ځینې لیکوال به ښې پنځونې کولای شي او ځینې لیکوال به ښې څېړنې کولای شي. استاد کرګر د څېړنې د ځانګړو جوړښتونو نه په علمي او اکاډیمکه مقاله لیکنه کې لوړ استعداد لري او په مقاله لیکنه کې د ده ځینې مقالې پرتلیزې څېړنې دي.

د کرګر نوی چاپ اثر(غني د شګو په محل کې او ماته یو دریاب د نور را) کې غني خان د فکر او نظریاتو معنوي پرتلیزې اړیکې د نورو پوهانو سره تر بحث لاندې نیول شوی دی.

په پرتلیزه څېړنه کې څېړونکی کوښښ کوي چې د دوو پوهانو او یا دوو څېزونو تر منځ ګډ مشترک وجوهات پیدا او یادونه یې وکړي. دغه وجوهات کله کله په ارادي ډول وي او کله کله په غیر ارادي ډول وي.

په غني پېژندنه کې د (غني او خیام) په نامه مقاله کې کرګر د غني او خیام په ځینو ګډو ځانګړنو غږیدلی دی چې د نمونې په ډول یې یو نظر راوړم:( خيام هغه څه چې په شعر کې يې ويلې دي په نثر کې يې هم وايي، يوه شيبه وروسته به د هغه جسد د نيشاپور په دروازه کې ځوړند وای: نو ضرور او حتمي څه ليکي او د ګاليله په څېر په زړه کې خپله عقيده ساتي، خو مست زړه يې آرام نه کوي او د دغو شخړو نتيجه د هغه له رباعياتو څخه عبارت ده چې اوس زموږ په وړاندې دي.

خو غنې خان دوران بېل دوران دی، دی هم په هماغه موسسو ملنډې وهي هغه مسخره کوي او د هغو بې ماهيتي خلکو ته په ډاګه کوي له يوې خوا نوموړی مخ د استعمار او د هغه د تحفظ لاندې موسساتو سره مخامخ دی او له بلې خوا يې خپل افکار په اوچته شعري ژبه څرګندکړي دي.) (غني د شګو په محل کې او ماته یو دریاب د نور را)

د مقالې یوه بله برخه داسې ده: ( د خيام افکارو د وخت په ټولنه کې د اوږدو مودو د فکري او رواني رنځ څخه د انسان د ژغورلو او له هغه څخه د تيښتې د چارې په توګه را څرګنديږي خو د غني خان په شعرونو کې د زمان عنصر ډير پياوړی دی، د وخت د شرايطو اغيزه په کې بيخې څرګنده ده، غني خان د انګريزي استعمار ضد ملي آزادي بښوونکی غورځنګ سرلښکر مبارز او شاعر دی، په دې ډول ده چې د غني خان په شعرونو کې يوازې د خيام د فلسفې افکارو سربېره د ارتجاعي موسسو سرغړاوی، وطنپرستۍ او د استبداد، ارتجاع او استعمار ضد مبارزه او په معاشره کې د منفي کرکترونو پر ضد احساسات هم شته او د دې په خوا کې د ټولنيزو بدمرغيو ناخوالو څخه د هغه د فطري او ذاتي طبيعت سره موازي يو ډول تيښته او فرار هم څرګنديږي.)

همدارنګه په دې اثر کې یوه بله مقاله(انسان د غني او نیچه په افکارو) کې ده. انسان پېژندنه ستونزمنه مسله ده او انسان پوهنه د انساني ذات سره اړیکه پیدا کوي. ډیر انسانان باید د ژویو او بوټو نه د ژوند د ځینو برخو الهام واخلي. د نیچه او غني خان نظر د انسان په هکله یو شان والی لري.

غني د شګو په محل کې د نیچه په هکله راغلي دي: ( له چنجي نه دې انسان ته تکامل کړی دی خو تر اوسه لا هم زيات د چنجې ځانگړنې په تا کې موندل کيږي، يوه ورځ بيزو، وې او اوس هم د بيزوگانو نه بد تر يې.

د نيچه اعتراض په انسان باندې د هغه دحيواني غرايزو، خوندونو او لذتونو د لټولو په بنسټ دی خو هغه د انسان کرامت اوعظمت هم نه هيروي.)

غني خان د نیچه د نظر او فکر په تایید داسې وايي:

هغه محبوبا ستا ادم نه دی ادم خور دی

اښيسته گلاب ستا گلاب نه دی اور دی اور دی

هغه ستا د لاس گلاب پروت په وينو کې سمسور دی

ستا خليفه ربه! ادم نه دی ادم خور دی

تاچي چا له جوړه کړه دحسن اوگلزار قيصه

ورکړه مشغولا له دې دمينې اودلدار قيصه

تاچې چا له ستورې اوسپوږمۍ اوماښام جوړ کړلو

تاچې چا له مينه اومستي اوخرام جوړ کړلو

سترگې يی دي پټې هغه نن دزهرو پينې څښي

ستا په نامه ربه! نن سړی دسړو ويني څښي (غني د شګو په محل کې او ماته یو دریاب د نور را)

نیچه د انسان په هکله دنني جوړښت ته ارزښت ورکوي او دی وايي چې انسان هغه نه دی چې یوازې قواره یې د انسان وي او نور اعمال یې انساني نه وي.

د نیچه د دې نظر او فکر په هکله د خپل اثر(ځان پېژندنه) نه یوه خبره راوړم: (زما یو ملګري د انسان په پېژندلو کې ظاهر ته ارزښت ورکوه او د ده همفکره کسان زښت ډېر وه. دوی مخکې له دې نه چې د هندواڼې رنګ او خوند معلوم کړي، په غټوالي یې غولیدل.

یوه ورځ ورسره روان وم، یو کس یې په غیر انساني اعمالو ولیده، ما ته یې وویل:

د ( فلاني) قواري ته وګوره او کار ته یې وګوره!

قد یې دوه متره دی خو عقل نه لري!

دا اوږده ږیره ورسره نه جوړیږي!

سترګې لري خو بیا هم بې سترګو دی!

وزن یې له اوښ نه ډېر دی خو بیا هم د ماشومانو په شان کړه سرته رسوي!

لوړې زده کړې یې کړي خو عمل یې پرې کړی نه دی!

د ده د خبرو په اوریدلو ما ورته وویل: هو! د دې کس هر څه (بهرنی جوړښت) انسان ته ورته دي خو کارونه یې انساني نه دي، دا ځکه چې د انسان آره ذاتي پدیده له دنني جوړښت سره اړیکه لري، نه د بهرني جوړښت سره.

رحمان بابا وايي: (بت که جوړ کړې د سرو زرو انسان نه دی)، هو! بت د ځینو انسانانو په شان ښکلې قواره، لوړ رسا قد، بادامي سترګې به لري خو دا چې روح نه لري، انسان کېدای نه شي.

انساني روح د انساني ذات پېژندلو سره اړیکه لري، نو ځکه د انسان ظاهر نه بلکې باطن اړین دی.

زما د دې خبرو په اوریدلو مې ملګري نور ظاهر ته نه بلکې باطن ته ارزښت ورکوه.

کرګر په غني پېژندنه کې د نیچه نظر داسې راوړي: (نيچه د زبرځواک انسان کړنه کې انسان پالنه تشريح کوي، هغه چې د زبر انسان گړنه په فلسفه کې را پورته کړه په دې خبره ټينگارکوي چې ځواکمن انسان يوازې په انساني فضايلو سره له نورو توپير لري اودجسمي وس له نظره هيڅ ډول برتري نه لري اونه هم توپير لري.)

غني خان د نیچه د نظر په تایید د انساني کړنو په هکله داسې وايي:

کله کله را پيداشي يوه دارنگې بلا

ژبه ښکلې اوپسته سر يې ډک وي درڼا

سپين گمبت کې دجومات،دي پراته لات ومنات

دا په شکل ادم ذات په هډ وينه اژدها

دده دا شيرين گفتار،کفر کفر او انکار

پروت يې زړه ته دی زنار دده هوش توره لمبه

دغه ښکلي سپين صورت مقبره ده دنفرت

دغه پند او نصيحت دی د زهرو پتاسه

دا د لال دی د تيارو، دسکروټو دسکرو

دغو سپينو منارو کې اورونه دي زرها

دا په شکل فرشته، ده بلا توره بلا

هم افت دی هم وبا، غني خدای دي ترې ساته(غني د شګو په محل کې او ماته یو دریاب د نور را)

همدارنګه استاد کرګر په خپلو پرتلیزو څېړنېزو مقالو کې د غني خان او ټاګور په ګډو خصوصیاتو اوږد بحث کړی دی او داسې مهم ګډ خصوصیات یې څرګند کړي دي چې د یوې ښې مقابلوي مقالې لپاره اړین دي.

همدارنګه د کرګر صاحب (د ارسطو او نيچه په باورونو کې د اخلاقو او ارزښتونو ستونزې) په نامه مقاله یې هم همدا شان واخله.