د محمد نبي اړوند لوبډلې د بېګ باش سیالیو اتلولي وګټله

د استرالیا بېګ باش شل اوریزې تجارتي کرکټ لیګ سیالۍ د محمد نبي اړوند مېلبور رینیګیډز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

یادې سیالۍ د ۸ لوبډلو ترمنځ د ډیسمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه پیل شوې وې، چې پای لوبې ته یې مېلبورن رینیګیډز او مېلبورن سټارس لوبډلو لار وموندله.

پای لوبه کې رینیګیډز لوبډلې سټارس ته د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۴۶ منډو هدف ورکړ.

سټارس لوبډله یې په ترلاسه کولو کې پاتې راغله؛ ټولو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۲ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۳ منډو په توپیر سره وبایلله.

دا د بېګ باش سیالیو اتم پړاو وو، چې څلور افغان لوبغاړي محمد نبي، راشدخان، مجیب الرحمن او په وروستیو کې قیس احمد هم هوبرت هریکینز لوبډلې سره یو ځای شو او ښې لوبې یې وکړې.

په اتم پړاو کې تر ټولو زیاتې ۶۳۷ منډې ډارسي شارټ او تر ټولو زیاتې ویکټې ۲۴ ویکټې ریچارډسن اخیستي دي.

راشد خان ۱۹، مجیب الرحمن ۱۲ او محمد نبي عیسی خېل پکې ۸ لوبغاړي سوځولي دي.

خبریال: نصرت الله عمرزی