د مذهبي گوند په لاریون کې د گډون له امله فلسطين له اسلام اباده خپل سفیر وربللی

فلسطين په پاکستان کې خپل سفير وروسته تر هغه وربللی، چې د پاکستان د ناقانونه مذهبي ډلې جماعت الدعوه له لوري د بیت المقدس په ملاتړ جوړ شوي لاريون کې يې گډون کړی و.

هند د جماعت الدعوه په دې لاریون کې د فلسطيني سفير په گډون نيوکه کړې وه.

د فلسطين د بهرنيو چارو وزارت ويلي: «په اسلام اباد کې زموږ سفير د بیت المقدس په ملاتړ جوړ شوي لاريون کې گډون غیر ارادي تېروتنه بولو، په دغه لاریون کې هغه خلک هم وو، چې د ترهگرۍ په ملاتړ تورن دي او له همدې امله د فلسطين ولسمشر په امر موږ له اسلام اباده خپل سفير رابللی دی.»

د حافظ سعيد په مشرۍ جماعت الدعوه ډله د امریکا، هند او ملگرو ملتونو له لوري په تور ليست کې شامله ده او هند تور پورې کوي، چې ۲۰۰۸ کې د ممبۍ بريدونو کې حافظ سعید لاس درلود.

د فلسطين د بهرنيو چار وزارت ويلي، چې «موږ د ترهگرۍ ضد جگړې په اړه د هند ملاتړ کوو او د هند له هغې پرېکړې مننه کوو، چې په نړيواله ټولنه کې يې د فلسطين په ملاتړ ورکړې ده.»

د تېرې جمعې په ورځ د جماعت الدعوه په لاریون کې د فلسطين د سفير ابو علي د انځورونو او ويډيو له خپرېدو وروسته د هند د بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې نيوکه کړې وه، چې د هند د دښمن حافظ سعید په مشرۍ جوړ شوي لاریون کې د فلسطيني سفير گډون د هند لپاره «د منلو وړ نه دی» او په دې اړه يې په نوي ډيلي کې د فلسطين سفير عدنان ابو الحیجا ته هم شکایت کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې د نوي ډيلي او واشنگټن د نژدې اړيکو سربېره هم دوه اوونۍ وړاندې هند د بیت المقدس په اړه د امریکا پر ضد د فلسطين په ملاتړ رایه ورکړې وه.

بل پلو د پاکستان د بهرنيو چارو وزرات په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د نورې نړۍ په څېر په پاکستان کې هم د بیت المقدس په تړاو د ډونلډ ټرمپ د پرېکړې پر ضد لاريونه کېږي او د فلسطين سفير په يو شمېر مظاهرو کې گډون کړی دی.

د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه زياتوي، چې د تېرې جمعې په ورځ شوي لاريون کې زرگونو کسانو گډون درلود، له پنځوسو زياتو کسانو په کې ويناوې کړي او په دغو ويناوالو کې حافظ سعيد هم و.

اعلاميې کې دا هم راغلي، چې د ملگرو ملتونو بنديزونه د يو چا د بيان په ازادۍ بندیزونه نه شي لگولی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فیصل ویلي، چې د پاکستان حکومت او ولس د امریکا پر ضد د شوو لاريونونو هرکلی کوي.