د مسافری لمونځ- د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

پوښتنه: پلار جانه مسافر څنګه لمونځ وکړي او په کومو حالاتو کې کولای شي څلور رکعتي لمونځونه په دوه رکعتو کې ولولي؟

ځواب: مسافر هغه کس دی چې له خپل استوګنځي (سکونت) څخه درې ورځې په پښو واټن طی کړي، که مسافر په الوتکه يا ګاډي کې هم سفر کړی وي، نو که د هغې ځای واټن تر استوګنځي پورې درې ورځې پیاده لار وي، بیا هم مسافر ګڼل کېږي يا دغه واټن ۴۸ مايله وي.

کله چې مسافر له خپل استوګنځي څخه لرې کېږي، په هغه واجب دی، ترڅو څلور رکعتي لمونځونه لنډ اداء کړي، خو په دوه او درې رکعتي لمونځونو کې لنډيز نشته.

مسافر تر هغه وخته د مسافرت لمونځ اداء کولی شي ترڅو په هغه ښار کې د ۱۵ ورځو يا د هغو څخه کم د پاتې کېدو تصميم ولري، خو کله يې چې دا پرېکړه نه وي کړې، مګر ناڅاپه تر کلونو هم پاتې شي لنډ لمونځ اداء کولی شي.

د سنت لمونځونو په لوستلو کې مسافر اختيار لري، خو یوازې بايد سهار سنت اداء کړي او د وتر لمونځ هم بايد ولولي.

هر کله چې مسافر په ساکن پسې اقتدا کوي، نو بايد لمونځ بشپړ ولولي، خو کله چې ساکن په مسافر پسې اقتدا کوي، مسافر يا امام بايد نورو ته ووايي چې زه مسافر يم او تاسې خپل لمونځونه بشپړ کړئ.

مقتديان دې د امام تر سلام ګرځولو وروسته بيا ودرېږي او دوه رکعته نور لمونځ دې اداء کړي.

کله چې لمونځ په مسافرت کې قضاء شي، نو په کور کې هغه لنډ لوستل کېږي، خو کله چې په کور کې لمونځ قضاء کېږي، نو هغه په مسافرت کې بشپړ لوستل کېږي.

کتاب: د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

ليکوال: سيد عبد الله ولی زی

ــــــــــــــــــــــــــــ

(۱)ـ د حنفي مذهب فقهاؤ د مسافرت واټن درې ورځې او شپې يا ۱۵ فرسخ تعين کړی، چې ۴۵ مايله کېږي، خو ځينې نور بيا ۴۸ مايله وايي، د الفقه علی المذاهب الاربعة کتاب خاوند وايي دغه واټن ۵۷ مايله دی.