د مسلې حل د ژوند قابليت

لیکنه: محمد يعقوب مومند

تعريف: د مسلې حل هغه بهير دی چې د هغه په وسيله شخص هڅه کوي ترڅو ستونزو، ننګونو او غوټو ته د حل مناسبې لارې چارې پيدا کړي.

تشريح: په ورځني ژوند کې له دې قابليت څخه ډېره ګټه اخيستل کيږي. ډېر ورسره مخامخ کېږو. ډېر خلک له دې اصطلاح څخه ښه تصور نه لري، ځکه چې د دې اصطلاح د حل په مهارتونو نه پوهېږي. ننګونې ورسره شته، خو د حل په لارو فکر نه شي کولای. د دې پرځای چې ستونزو ته د حل لارې ولټوي، ناهيلی کيږي. يا هغه کار پرېږدي او يا هم هغه کې ځان ته نورې ستونزې جوړوي.

هدف: له دې قابليت څخه مو هدف دا دی ترڅو زموږ ښوونکي، زده کوونکي او محصلين په ټولنيز او کورني ژوند کې له ننګونو سره مبارزه وکړي. د شته ستونزو په اړه فکر وکړي او بيا ورته معقولې د حل لارې په ګوته کړي. هغه لوړې او ژورې چې په مخ کې يې پرتې دي په ښه او اغېزمنه توګه يې  له منځه يوسي او خپل هدف ته ځان ورسوي.

ژوندي او محيطي مثالونه: د رخصتۍ په ورځ کې د سيند غاړې ته ځو، ګورو چې اوبه موجونه وهي. ګرداب جوړوي. غږونه يې زموږ غوږونه په حرکت راولي او موږ هم له دې غږونو او شور څخه خاص خوند اخلو. ولې؟ که چېرته د اوبو په بهير کې تيږو شتتون نه درلوده، څه فکر کوئ چې اوبو موجونه به زموږ تر سترګو شوي وای او يا هم د اوبو د موجونو شور به زموږ غوږونو ته را رسېدلي وو؟

که چېرته ژمی نه و، دا فکر مو کاوه چې تودې جامې دې شتون ولري؟ که په اوړي کې هوا توده نه وای، دا فکر مو کاوه چې ارکنډېشن، يخچال او پکی دې شتون ولري؟  که چېرته په نړۍ کې مجهولات نه وای، علم به دومره پرمختګ کړی وای؟ هغو هېوادونو کې چې ډېرې زلزلې کېږي، هلته قوي ساختمانونه جوړيږي، ځکه چې دې هېوادونو کې د ځمک پېژندنې او زلزلې پېژندنې علم ډېر پرمختګ کړی دی.

پورته مثالونه دا موږ ته ښيئ چې انسانان ددې هڅه کوي، ترڅو له سمو مېتودونو، قابليتونو او مهارتونو څخه په ګټې اخيستنې سره هغه مسايل حل کړي چې په پايله کې يوه مسله د ګواښ پر ځای په يوه فرصت او پرمختګ بدل شي.

مثال: د ډېوې پلار مجبور دی چې په ډېر سرعت سره يو لرې ښار ته لاړ شي. خپل ځان سره فکر کوي چې په کومه وسيله هغه ښار ته ځان ورسوي. يو له دغو وسيلو څخه د کاروان قطار دی، خو قطار ډېر ورو روان وي. نه شي کولای چې په ټاکلي وخت خپل هدف ته ورسېږي. شخصي وسيله بله لار ده، مګر د فني ستونزو له امله شخصي وسيله هم د اعتبار وړ نه دی. بله وسيله ملي بس ده

مګر ملي بس ډېر ورو ورو ځي، هر تم ځای کې دريږي. څوک کېباسي او څوک پورته کوي. ډېره ناوخته کيږي، له دې تګ څخه نه تګ ښه دی، ځکه چې هم ستړی کيږې او هم دې وخت ضايع کيږي. دا ښار هوايي ډګر هم نه لري چې الوتکه کې لاړ شي. د ډېوې پلار باید څه وکړي؟ هغه له کومو مسلو سره مخامخ دی؟ په دې اړه فکر وکړئ! د مسلو ډولونه په يوه لنډ راپور کې وليکئ او بيا يې له خپلو ټولګيوالو سره شريک کړئ.

پوښتنه:تاسو هم له داسې کومې موضوع سره مخامخ شوي ياست چې هغه تاسو لپاره يوه مسله وي؟ که وي نو د ژوند په کومه برخه کې دي؟ کوم مسلک او کومې څانګې پورې اړوند دي؟ د حل په موخه مو له خپلو ټولګيوالو سره شريکه کړې ده؟ ترڅو  د حل لپاره يې تاسو سره د حل په ځانګړتياوو او لارو چارو کې مرسته وکړي؟

پورته مطلبونو ته په کتو سره مسله يو ځل بيا داسې تعريفوو:

په شته شرايطو، لږو امکاناتو او لنډ وخت کې هدف ته د رسېدو په موخه د حل لپاره غوره لارو لټولو ته مسله وايي.

د مسلې حل زده کړه ييز هدفونه

۱ـ د ستونزو پېژندل، په دقيقه توګه علل او ارزونه.

۲ـ د ټيم له غړو څخه د مرستې غوښتنه.

۳ـ سوله (د تعرض او تيري د حل لپاره).

۴ـ د ستونزو د حل له مرکزونو سره اشنايي.

۵ـ د ټولنې او کاري چاپيريال د ګډو حل لارو پېژندنه.

د مسلې ځانګړتياوې

کله چې د مسلې احساس کوو، باید په دې پوه شو چې هدف څه شی دی. کله چې هدف هدفمند وي نو:

۱ـ هدف مو بايد روښانه وي، که چېرته هدف روښانه نه وي د مسلې درک او په اړه به يې پوهاوی نيمکړی وي. دا په دې دليل چې ځينې اشخاص شته چې د مسلې د حل په لارو نه پوهېږي او دا کار ددې لامل کيږي چې نوموړی شخص تراوسه هدف سم نه دی تعريف کړی.

۲ـ مسله تر کنټرول لاندې يو روان بهير دی، سر او کار يې له موضوع سره لاس او ګرېوان کېدل دي. هغه څه چې ترسره کوي يې په اړه يې پوره معلومات لري. د يوې مسلې په حل کې که هر څومره جدي واوسو، نو د حل لارو د انتخاب ډېرې غوره لارې هم شته.

۳ـ په مسله کې زموږ وړتياوې محدودې دي

اصولا  کله چې له يوې مسلې سره مخامخ کېږو چې امکانات مو هم لږ وي، ډېر داسې اشخاص هم شته چې خپلې وړتياوې يا نه پېژني يا هم ترې سمه ګټه نه شي اخيستلای دا ددې لامل کيږي چې د حل لارو پر ځای ځان ته ننګونې راولاړې کړي. همدا دليل دی چې د رياضي د تمرينونو حل خپله رياضي پوه ته اسانه دی، مګر نورو ته بيا دا کار يوه مسله ده.

۴ـ په مسله کې اوسنی يا هم فعلي موقعيت بايد مشخص وي

که چېرته تاسو په نږدې راتلونکي کې په يوه ازموينه کې ګډون کوئ، تاسو باید ځاتنه د پوهنيزو فعاليتونو د پېژندنې کچه معلومه کړئ. دا معلومات تاسو سره د ازموينې په حل کې مرسته کوي، ترڅو په مخ کې پراته احتمالي ننګونې مو په ښه توګه وپېژنئ او په اړه يې غوره د حل لارې وړاندې کړئ. د مسلې ځانګړتياوو ته په کتو سره هغه څه چې تاسو يې په اړه مطالعه کړې ده، يو له مسلو څخه چې تاسو په دې وروستيو کې ورسره مخامخ شوي ياست، ويې وايئ! ناحل شوي مهم دلایل هم ځان سره فهرست کړئ او وې ليکئ.

د مسلې حل ولې مهم دی

د ښوونې او روزنې يو له لويو هدفونو څخه د ټولنيز ژوند په بهير کې د بېلابېلو ستونزو او ننګونو حل دی،خو دې کار لپاره تر ټولو غوره لار د افرادو روزل دي او بيا له دې لارې وکولای شي چې په ورځني ژوند کې په خپلو ستونزو او ننګونو لاس بری او بريالی شي.

د بېلابېلو زده کړييزو هدفونو تمرين يواځې ددې لپاره نه دی چې مسلې حل کړای شي، بلکې هدف دا دی چې د مسلې د حل له مخې هغو قوانينو او اصولو ته لاسرسی پيدا کړي چې د ژوند په نورو برخو کې هم د ګټې اخيستنې وړ وي، همدا دليل دی چې نسبت نورو زده کړو ته د مسلې حل د زده کړې حاصل د پام او قناعت وړ دی.

د ساري په توګه: د تناب يوه څنډه مو په لاس کې ده، پرته له دې چې دا څنډه خوشې کړو ايا هغه بله څنډه په لاس کې نيولی شو؟

فکر وکړئ! چې هېڅ شی په واک کې نه لرئ يواځې يو چترۍ يا هم يوه امسا ده چې هغه هم د کوټې په يوه  کنج کې ايښې ده او تاسو ددې قصد کړی دی چې د تناب دواړه برخې يو له بل سره وتړئ. په هېڅ ډول نشئ کولای چې په يوه وخت کې د تناب دواړه څنډې په لاس کې ونيسئ.

ـ دغه مسله څنګه کولای شو چې حل يې کړو؟

ـ هدف څه دی؟ کوم او څومره امکانات په واک کې لرئ؟

ـ ستونزې او ننګونې څه دي؟

ـ څه شی مو د ستونزو د له منځه وړلو لپاره مخنیوی کوي؟

د مسلې حل پړاوونه

۱ـ د مسلې تشخيص: د مسلې له حل څخه دمخه بايد خپله مسله په نښه او ښه وپېژندل شي. د ساري په توګه: زده کوونکی وړانديز کوي چې په نندارتون کې يوه علمي ننداره تمثيل کړي. کوم درسونه بايد وټاکي؟ که چېرته د ارواپوهنې درسونه وټاکي، کومه موضوع ورته مناسبه ده؟ تر هر څه د مخه د یوې مسلې ګونګ حالت روښانه کول ډېر مهم دي. متفاوتې مسلې او له مسلې څخه مبهم تصور نشي کولای چې موږ ته منطقي حل لارې په لاس راکړي. د مسلې په تشخيصولو کې ښه دا دی چې نورو ته د لارښود رول ورکړئ او دا کسان په خپله په نښه کړئ د داسې ډېرو مسايلو چې په واقعي ژوند کې شتون لري، مشخصول اسانه کار نه دی.

۲ـ د مسلو د حل لپاره له مناسبو لارو چارو څخه کار اخيستل

هغه زده کوونکي چې د انګليسي ژبې په زده کړه کې ستونزې لري، هغه لپاره بايد مناسبې د حل لارې ولټول شي. يو له دغو حل لارو څخه د وړو او ساده  کلماتو کارول او پرلپسې تمرين دی. تاسو هم بايد د همدغې برخې ارزونه وکړئ. نه شی کولای چې موضوع مو يوه وي او ارزونه د بل شي وکړئ. ارزونه بايد يوه معلومه او مشخصه پايله ولري. څه غواړئ؟ ايا هماغه څه په لاس درکوي؟ دا کار ددې لامل کيږي چې موږ د ستونزو پر ځای د لاسته راوړنو لاره خپله کړو او ورو ورو مخته لاړ شو.

۳ـ د حل لارو ارزونه

موږ بايد د مسلې د حل د لارو ارزونه وکړو. دا کار ددې لامل کيږي، ترڅو د پوهې د ترلاسه کولو لپاره يوه الګو واوسو.

د ساري په توګه: زده کوونکی بايد له درس څخه مخکې او وروسته د انګليسي ژبې د زده کړې د ستونزو او د خپلو نمرو په اړه د مطالعې د مېتود پر بنسټ يوه مقايسوي ارزونه وکړي.

۴ـ د حل لارو بيا کتنه او اصلاح

په حل مسله کې بله ډېره مهمه موضوع د حل لارو بياکتنه او اصلاح کونه ده. هغه کسان چې غواړي مسلې حل کړي دا يې خوښيږي چې پخوانۍ لارې چارې نورې هم قوي کړي او يا يې هم اصلاح کړي.

۵ـ د حل لارو په اړه بديلونه ځای پر ځای کول

چا چې د نوې مطالعې د مېتود څخه په ګټې اخيستنې سره ونه کړای شول چې انګليسي ژبه زده کړي بايد په نورو حل لارو  فکر وکړي، څنګه مو پيل کړ؟ له کوم مېتود څخه مو ګټه واخيسته؟ لومړيتوبونه مو څه وو؟ ستونزې څه وې؟

يو له هغه مسلو څخه چې په دې وروستیو وختونو کې تاسو ورسره مخامخ شوي ياست انتخاب کړئ او د حل په موخه يې پړاوونه هم وليکئ.

د مسلې د حل د پړاوونو روښانتيا

۱ـ د مسلې پېژندنه.

۲ـ د حل په موخه له مناسبو لارو چارو څخه کار اخيستل.

۳ـ د حل د لارو ارزونه.

۴ـ د حل د لارو بيا کتنه او سمونه.

۵ـ د حل لارو لپاره ريزرف بديلونه په پام کې نيول.

د جان ډيوي له نظره د مسلې حل پړاوونه

۱ـ د مسلې ټاکل.

۲ـ د مسلې علت پېژندل او مشخص کول.

۳ـ مسلې ته ممکنه د حل لارې پيدا کول.

۴ـ د حل لپاره يې معقوله بحث  کول.

۵ـ د انتخابي حل لارو په اړه اجرات او نتيجه ګيري.

عربي معقوله ده چې وايي: فهم السوال نصف الجواب.

البرت انشټين د مسلې د پېژندلو په اړه وايي: که چېرته د يوې مسلې د حل لپاره ماته څوک ۶۰ دقيقې وخت راکړي ۵۵ دقيقې به يې د فکر کولو لپاره ځانګړی کړم او پاتې ۵ دقيقې به يې په حل باندې تېرې کړم. نوموړی وايي د مسلې د حل تر ټولو مهم مهارتونه د مسلې په اړه پوهه او خپله د مسلې سمه پېژندنه ده، که چېرته مسله ښه درک نه کړو، نو لرې نه ده چې له لويو ستونزو او ننګونو سره به مخامخ شو. لکه چې وايي: کوږ بار تر منزله نه رسيږي. لومړۍ خښته سمه ولګوئ، دېوالونه پورته کړئ او ماڼۍ پرې جوړې کړئ.

پخوانۍ تجربې: پخوانۍ تجربې د مسلې په حل کې زموږ په وړتياوو ښه اغېز کولای شي. څوک چې د مسلې د حل په مېتودونو پوهېږي، په نويو بېلابېلو ځايونو او د مسلو په حل کې له هغوی څخه ګټه اخيستل کيږي. که چېرته يو څوک په موټر سايکل چلولو پوهېږي هغه کولای شي چې موټر چلول هم ژر زده کړي. که پورته موضوع ته ښه ځير شو، نو دا به راته جوته شي چې د موټر په زده کولو کې پخوانۍ تجربې څومره مرسته کړې ده.

د يوه ځانګړي وخت لپاره د مسلې حل په پام کې نه نيول

د ژبو او ادبياتو استاد له زده کوونکو څخه غواړي چې د انشا په اړه يو مناسبه موضوع وليکي. زده کوونکي څو ساعته په دې اړه په خپله کوټه کې په فکر کې وي چې يو له دغو زده کوونکو څخه لېمه ده، خو لېمه نه شي کولای چې په دې اړه يوه ښه موضوع وټاکي. خپل ذهن سره له څو ساعته کشمکش څخه وروسته ځان سره وايي: دا به غوره وي چې په دې اړه يو ساعت هېڅ فکر ونه کړم. له يوه ساعت څخه وروسته به دې کار ته بیا دوام ورکړم. لېمه له يوه ساعت تفريح څخه وروسته بېرته موضوع ته راګرځي، اټکل کيږي چې د مسلې د حل په اړه يې ذهن ته څه راغلي دي. ستاسو په فکر د لېمې د مسلې دحل دليل په څه کې و؟

مهمه ټکی: ابوعلي سينا به د يوې مسلې د حل په اړه په هماغه شېبه کې ډېرې هلې ځلې کولې، مګر په حل به يې نه بريالی کېده. هغه فعاليت به يې لنډ وخت لپاره وځنډاوه. په اوداسه او لمونځ به يې پيل وکړ او د الله ج په دربار کې به ودرېده او له الله ج څخه به يې د مرستې غوښتنه کوله.

د  مسلې د حل تحليلي او اکتشافي مېتودونه

د يوه کتاب ښوونکی د ښوونځي د مدير له مشورې څخه وروسته ټولګي ته ننوځي او زده کوونکو ته خبر ورکوي چې د ښوونځي مدير تصميم نيولی دی، ترڅو د راتلونکي اونۍ د دوشنبې په ورځ د استراحت لپاره له ښوونځي څخه بهر واوسي. دا چې چېرته به وي؟ دا د زده کوونکو خوښه ده. ښوونکی له زده کوونکو څخه پوښتنه کوي چې چېرته لاړ شو؟ د بېلابېلو نظرونو په ترڅ کې درې وړانديزونو باندې هوکړه کيږي.

۱ـ دا چې د کتاب اونۍ رانږدې ده او د زده کوونکو يوه اړتيا هم ده ښه ده چې د کتاب کلني نندارتون ته ولاړ شو.

۲ـ د ډېرو زده کوونکو غرونه خوښيږي، ښه به دا وي چې ټول په ګډه غرونو ته ولاړ شو.

۳ـ راځئ چې وچه او لمده وکړو، که چېرته وچه شوه نو لومړی وړانديز به پلی کړو او که لمده شوه، نو دويم وړانديز به پلی کړو.

اوس نو بايد:

ـ شخصي تجربې په کار واچوئ.

ـ فکر وکړئ

ـ له نورو سره سلا او مشورې وکړئ.

ـ د مسلې د حل د جمع بندۍ راپور چمتو کړئ. بيا يې خپلو ټولګيوالو سره شريک کړئ او ورته ووايئ چې کوم مېتود سره ډېر خوښ ياست؟

لومړی پورته درې وړانديزونو باندې فکر وکړئ چې کوم په کې منطقي او کوم په کې منطقي نه دی.

دغه وړانديزونه د ذهني محاسبې پر بنسټ، په منطقي قواعدو برابر او د رښتيني نيازسنجۍ پر بنسټ شوي دي او په همدې دليل ورته د مسلې د حل تحليلي مېتود وايي. له تحليلي مېتود څخه ګټه اخيستنه د مسلې حل ته د لاسرسی تضمينوي او دغه مېتود ټولو ته د منلو وړ دی.

د مسلې په حل کې د بريا پايلې

د مسلې په حل کې تجربه، مهارت او کاميابي انسان ته ډېر په زړه پورې او خوشحالوونکی وي. هغه کسان چې د مسلې په حل کې اړينه پوهه او تجربه لري نسبت نورو ته عاطفي، مهربانه او مثبت اندی وي. هغوی د خوږ ژوند په معنا ډېر ښه پوهيږي او له نورو سره د ناستې او ولاړې په اړه خوښي ښيي.

د مسلې د حل په اړه داستان

څه وخت مخکې په ټولګي کې له يو کس سره ملګری شوم، له څو دقيقو خبرو څخه وروسته ډېر ژر دې خبرې ته ځير شوم چې دا کس څومره تېز او ځيرکه انسان دی. هغه بېلابېلې ستونزې درلودې او هڅه يې کوله چې دا ټولې ستونزې په ډېرې چټکۍ سره ماته تعريف کړي

په مقابل کې يې مانه ځوابونه ترلاسه کړي. زه د خپل نوي ملګري ټولو خبرو ته ځير وم چې دی په ذهن کې ډېر څه لري. غواړي چې له ځان سره يې وساتي او په عين وخت کې يې ښه چمتووالی او وړتيا هم درلوده.

ستونزه څه وه؟

د ټولو ورځنيو چارو د ترسره کېدو لپاره انرژي او قوت درلودل.

حل لاره څه وه؟

له هغه نه مې وپوښتل ستاسو په اند د حل لاره څه ده؟ هغه په ډېرې چټکۍ سره ځواب راکړ چې زه بايد خپلو ورځنيو چارو د ته پوره انرژي ولرم. هغه ويل: زه بايد ټول ورځني پروګرامونه ترسه کړم

د داستان تحليل

که چېرته کس ته ويل شوي وای په پورته داستان کې به د مسلې په حل ډېر ښه پوه شوی و او قاطع پرېکړې به يې کړې وه، نو همدا لامل دی چې د موضوع په اړه په ذهن کې ډېر څه نه لري، نو دلته ده چې د مسلې حل قابليت ډېر مهم دی او بايد هغه په ډېره ښه توګه سره زده کړئ.

د مسلې د حل مېتود: په پيل کې بايد مسله وپېژنو. هدف يې مشخص کړو. په معنا او مفهوم يې ځان پوه کړو او بيا مسله حل کړو.

په لومړي قدم کې، د حل په مسله کې د هدف پيدا کول دي اوس نو ستاسو هدف او غوښتنې څه دي؟

په مثال کې ويل شوي دي چې اصلي مسله څه وه؟

د وخت کمښت؟ د انرژۍ لږوالی. د هدف نه ځانګړي کول؟ بې پروګرامي؟ د لومړيتوب پر بنسټ د فعاليتونو نه کټګوري کول.

د داستان تحليل

ابراهيم له زرغونې څخه پوښتنه وکړه؟ ولې غواړې په يوه ورځ کې ټول کارونه ترسره کړې؟ هغې ځواب ورکړ.زه باید يو بريالۍ مېرمنه واوسم. له زرغونې څخه مې بيا پوښتنه وکړه غواړې چې په کومو کارونو کې بريالی واوسې؟ هغې وويل: ټولو کارونو کې. زه بايد په ټولو انسانانو کې بريالۍ شخصه واوسم او زه بايد خپل ټول ورځني فعاليتونه داسې ترسره کړم، ترڅو زما قناعت پرې حاصل شي.

داستان: څه وخت وړاندې مې له يوه شرکت څخه ليدنه کوله. ددې شرکت ځينو کارکوونکو شکايت کاوه، دا څويم ځل دی چې د دوی په غذا کې د ژويو پښې، وېښتان او وزرونه ليدل کيږي.

زه لاړم د دغه شرکت د روغتيا له مشر سره مې دغه مسله شريکه کړه او په دې اړه مې ترې وضاحت وغوښته. نوموړي ډېر عجيب او غريب ځواب راکړ! او وې ويل: زه خپله د دې شرکت ډېرې غذاګانې نه خورم، دا غذا زما يو اشپز تياروي. دغه ده زه ځم ورته به ووايم چې سم کار وکړي.

اخځليکونه

1_ sara-hamidi.com۱۳۹۶، حل مسله چيست،

 

2_ the thinkerstoolket.

 

3_ startgic thinking complex problem.solving.

 

4_ creative problem solving(lumsdaine).

 

5_ https:// motamem.org روشهای تکنکهای حل مسله

 

6_ www.thakem.com.

 

7_ motamem.org معرفی مهارت حل مسله

 

8_ behboodfardi,.com تصمیم گیری و حل مسله