د مشعل کابل بازانو لوبډلې امتیاز هوکړه لیک لاسلیک شو

د افغانستان کرکټ بورډ او عاطف مشعل ترمنځ د مشعل کابل بازانو لوبډلې د امتیاز هوکړه لیک لاسلیک شو

پرون د افغانستان کرکټ بورډ غونډو په تالار کې د دغې ادارې او عاطف مشعل ترمنځ د شپږیزې سیالیو مشعل کابل بازانو لوبډلې د امتیاز هوکړه لیک لاسلیک شو.

د کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې، د لاسلیک په مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش، اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي او عاطف مشعل شتون درلود.

د شپږیزې سیالیو کابل بازانو لوبډله به د اصغر ستانکزي په لوبډلمشرۍ او د دولت خان احمدزي په روزنه د شپږمې لوبډلې په توګه د سیالیو له نورو پنځو لوبډلو سره لوبې ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ اداره دا ځل د نړیوال معیارونو سره سم د شپږیزې سیالیو لوبډلې د هوکړه لیک له مخې په امتیاز ورکوي او د هیواد له ټولو پانګوالو غوښتنه کوي تر څو په دغو سیالیو کې د یوې لوبډلې امتیاز په اخیستلو سره د کرکټ بهیر له نړیوالو معیارونو سره د برابرولو په برخه کې خپل رول ولوبوي.