په مصر کې د تیرې ورځې د پرله پسې بریدونو له امله د وژل شوو شمیره لوړه شوه.
په مصر کې تیره ورځ د تانتا او اسکندریه په ولایتونو کې په دوو کلیساګانو جلا جلا بریدونه وشول.
د مصر د روغتیا د وزارت د وژل شوو شمیره ۴۳ تنه او د ټپیانو شمیره ۱۱۹ تنه اعلان کړې ده .
د بله پلوه د مصر حکومت په ټول هیواد کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی.
د مصر د روغتیا وزارت ویلي دي چې د تانتا په ښار کې د سنت جورج په کلیسا د برید په پایله کې ۲۷ تنه مړه او ۷۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
همداشان د اسکندریه په ښار کې د سنت مارک په کلیسا د ځانمرګي برید له امله ۱۶ تنه وژل شوي او ۴۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په مصر کې د تیرې ورځې پرله پسې خونړیو بریدونو نه وروسته د نوموړي هیواد ولسمشر عبدالفتاح السیسي د ۳ میاشتو لپاره بیړنی حالت اعلان کړ.
د بله پلوه د بریدونو مسئولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیسته.
د مصر د روغتیا وزارت ویلي دي چې د ټپیانو نه د ځینو روغتیايي حالت ښه ندی او کیدای شي چې د مړو شمیره لوړه شي.