د مطالعې دوران کې د سستۍ لرې کولو لارې چارې!

لیکوال : محمودالحسن مولانا

د دنیا معمول داسې دی، چې له هر کار وروسته یا د کار دوران کې انسان ستړیا او تنګي حس کوي. همداسې مطالعه هم ده چې انسان یې په دوران کې د ستړیا، سستۍ او د خوب ښکار شي. که څه هم پورته ذکر شوي شیان فطري دي، چې انسان یې د کار دوران کې حس کوي، خو د مطالعې دوران کې د شیطان زور هم ډېر وي، چې دا بیا لږ ډېر دروند تمامېږي، دا چې سستي مو مغلوب نه کړي، باید مقابل ورسره وکړو، مطالعه منځ کې قطعه نه کړو، جاري یې وساتو چې سستي له منځه لاړه شي او ویښتیا یې ځای ونیسي. علامه عبدالفتاح ابو غده رحمه الله په خپل کتاب کې هغه څه را په ګوته کوي، چې پورته ستونزې د مطالعې په دوران کې له منځه وړلی شي او د سالمې او ښې مطالعې زمینه راته مساعدوي:

۱ – د مطالعې دوران کې د سستیا پر مهال باید سړی له خونې را بهر شي او خلاصې فضاء ته راوځي، یو څه اندازه قدم و وهي

۲ – د تنګسیا دوران کې باید د مطالعې ځای تغیير شي، یعنې له یوې خونې نه بلې ته لاړ شي.

۳ – د مطالعې دوران کې له سستیا او خوب غلبې نه د بچ کېدو په خاطر باید په یخو او ګرمو اوبو سپک غسل وشي.

۴ – ستړیا او سستي په نرمو خوړو سره له منځه یوسئ، یعنې کجوره، ممیز، حلوا…. داسې نرم خواړه کولی شي چې ستاسو سستیا او ستړیا د مطالعې په دوران کې له منځه یوسي

۵ – د مطالعې په جریان کې د سستیا او تنګسیا په وخت له ملګري، مېرمن بچيو وغیره…… سره خبرې او مجلس کول

۶ – د ناستې شکل او هیئت بدلول.

۷ – په لوړ او جګ اواز تلاوت کول.

۸ – په لوړ ځای ختل او څه اندازه تګ کول.

۹ – د مطالعې کتاب کې موضوع بدلول.

۱۰ د تنګسیا وخت کې د شعر او تاریخ کتاب لوستل.