د مطالعې غوره وختونه او د زده کړې غوره لارې چارې

لومړی: د مطالعې غوره وختونه

– د سهار له ۴ تر سهار ۶ بجو پورې؛ ځکه دغه وخت کې مغز ۱۰۰ سلنه کار کوي.

– د سهار له شپږو تر ماښام ۷ بجو پورې؛ دغه وخت کې مغز ۵۰ سلنه کار کوي.

– د شپې له پلوه مغز ۲۰ سلنه کار کوي.

نو هڅه وکړئ چې د خپلې مطالعې له پاره مو د سهار وخت وټاکئ.

دویم: د زده کړې لارې چارې

– په صنف يا ټولګي کې په لومړۍ څوکۍ کې کيښنئ، تر څو درباندې د استاد ډېر پام وي او درس هم له نږدې زده کړئ.

دغسې زده کوونکي چې په اول صف کې کښېني تر ډېره پرې د استادانو نېک پام وي او ممکن ښې نومرې هم واخلي.

– له ۳۰ تر ۵۰ دقيقو لپاره مطالعه وکړئ، په منځ کې يې د ۱۰ دقيقو دمې سره ، که داسې مو وکړل ، نو درس به مو په مغزو کې ښه کيښني.

– که چېرته غواړې چې يو لغت يا هېر څه شی راياد کړې ، نو د لاس پنجه مو موټي (سره راټول) کلک کړئ، په دې سره مغز لا ډېر فعاله کېږي او دا فعالېدل حافظه تقويه کوي چې په پايله کې به هر څه ښه او ژر راياد کړئ.

– په يو وخت کې په يوه کار تمرکز وکړئ. کله چې مطالعه کوئ نو ښه ده چې نور کارونه لکه تلوېزون ليدل، موسیقي اورېدل او خبرې کول پرېږدئ. همدارنګه ذهن مو هم يوازې پر لوست متمرکز کړئ او نور سوچونه بل وخت ته پرېږدئ.

– په ټولو ټولنيزو رسنيو کې له مزاحمت کوونکو کارونو څخه ځان وساتئ، ډېر زيات يې هم مه استعمالوئ، يوازې په خپله اندازه او هغه هم د زده کړې، ساعت تېرۍ او اړتيا لپاره.

– کله چې امتحان ته ځئ يا پارچې ته کښېنئ، مثبت ذهنيت سره ورشئ او کښېنئ، تېر هغه هېر کړئ چې په کوم مضمون کې ناکام شوي ياست ، بلکې دې ته مو مثبت خپل فکر واوړوئ.

– د نوي او له دې مشخص کتابه بهر څه شی ليکل او لوستل ډېر غوره دي. يوازې په يوه درس مه پاتې کيږئ.

– هغه څه چې مو په اسماني رنګه خط ليکلي وي ، د هغه خط په نسبت چې په تور رنګ ليکل شوي وي، ژر يادېږي.

– کله چې په يوه مشخص کتاب کې مطالعه کوئ، داسې فرض کړئ چې تاسې به ددې مواد وروسته تدريس کوئ. دا کار ددې لامل کيږي چې لا ډېره پاملرنه وکړئ.

که پورتنی متن مو خوښ شوی وي ، خپل نظر په کمنت کې وليکۍ او شير يې کړئ.

 

ماسټرشريف احمد لالاخېل