د مطالعې لپاره زرينې کرښې

باور لرم چې تر دې دمه به مو وار ـ وار له خپلو درنو ښوونکو څخه په دې اړه پوښتنې کړي وي، چې مطالعه څه ډول وکړواو په څه ډول مو په ماغزو کې پاتي شي؟ سهار وختي مطالعه وکړم او که د شپې تر ناوخته ؟ په لوړ غږ ، که په کراره او پټ لوستلو مطالعه وکړم ؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې ډېری ځوانان ورسره په ورځني ژوند کې لاس او ګرېوان دي، که دا او دې ته ورته د نورو پوښتنو د ځواب موندلو په پلمه سرګردان ياست، نو همدا اوس ورته لاس په کار شئ.

د يو اصل په توګه يې باید راسره ومنئ چې مطالعه هم يو مهارت دی، پس اړينه ده چې د ځانګړو تکتيکونو له لارې پر دې مهارت لاس بري شو .

هو خوږو ځوانانو!

له تاسو دې هم پټه نه وي چې تکړه زده کوونکي د بري پر لور پاخه ګامونه اخلي ولي په یاد بايد ولرو چې بری او کامیابي يوه تحفه یا ډالۍ ده.

څه فکر کوئ چې دا ډالۍ به د چا لخوا ورکول کيږي؟

لږ فکر وکړئ؟

طبعاً د فکر له دې لوړو ژورو تېرولو وروسته به زما له دې جملې سره موافق ياست!!؟؟

دا تحفه یا ډالۍ چا ته ورکول کيږي نه، بلکې لاس ته راوړل کيږي، همدې لوړو ته د رسېدو په موخه لومړی باید دا څو ګامونه پورته کړو:

لومړی: د ورځني چارو د ښه سمبالښت لپاره غوره مهالوېش جوړول

دويم:دمطالعې لپاره ښه کړنلاره انتخابول

دريم:د وخت او ځای غوره انتخاب

لومړۍ برخه

د چارو د سمون او د پرمختللې نړۍ سره د يوځای کېدو په موخه غوره مهالوېش

لاندې پوښتنې به ډېر ځلې درته سترګو – سترګو ته کېدې ، مګر تر اوسه به يې په ډاډمن ځواب نه ياست توانېدلي:

۱. د ورځې په اږدو کې اړينه او ښه مطالعه باید د څومره وخت لپاره وي؟

۲. ايا تر دې دمه د مطالعې لپاره کوم ځانګړی قانون ټاکل شوی؟

۳. څه ډول کولای شو چې د مطالعې لپاره د خپلو ورځينو ساعتونو څخه نور وخت هم ورکړای شو؟

۴. له ځانګړي او غوره مهالوېش له پلي کېدو وروسته څنګه کولای چې دوام ورکړو؟

ددې څو تورو کرښو مطالعه به ستاسو دې ډول پوښتنو ته ډاډمن ځواب درکړي؛ وړاندې تر دې چې د زده کوونکو ترمنځ ځينې توپېرونه او يا هم د هر زده کوونکي بدني ځواک په پام کې ونيول شي، د ځينو اشخاصو لخوا په نا سم ډول ډېر څه ويل کيږي، نو لازمه ده چې بايد دا هر څه په پام کې ونيسو:

د زده کوونکو تر منځ تفاوت

نن د هغه څه پر ضد قلم پورته کوو چې د ځينو کړيو لخوا په ناسم ډول خپريږي ، چې د ښوونځي او پوهنتون هر زده کړيال بايد له ۸-۹ ساعتونوو او هر کانکوري زده کوونکی بایدله ۱۳-۱۴ ساعته د ورځي په اوږدو کې درس ووايي ، دا په داسې حال کې ده چې په هېڅ ډول د افرادو توپېر په پام کې نه دی نيول شوی ، ډېری وخت دا ډول ناسم تبلیغات د زده کوونکو لپاره د خفګان او په پای کې د مايوسۍ سبب کيږي ، يا په بل ډول ويلای شو چې په دې ډول ناسمو تبلیغاتو کې د زده کوونکو د انګيزو او ذوقونو تر منځ فرق هم په پام کې نه دی نيول شوی.

پر همدې اساس ويلای شو چې په هر ډول چې وکولای شو چې د ژوندانه د روانو چارو څخه ډېر وخت او ډېر ساعتونه د مطالعې لپاره ځانګړي کړو هومره به يې پايلې ښه وموو.

ددې پر ځای چې د ساعتونو مقايسه وکړو لازمه ده چې همدا په لاس کې له شته ساعتونو څخه په پوره او ښه ډول د ګټې اخيستنې فکر وکړو.

د ورځنۍ مطالعې د ساعتونو ډېرول:

که غواړئ چې د ورځې ډېره برخه مو مطالعې ته ورکړئ نو د اروا پوهنې دې اصل ته مو باید پام وي چې وایي : هر عادت او روش غوره کول د وخت په اوږدو کې منځ ته راځي او په همدې عادت کې تغيير راوستل هم وخت ته اړتیا لري، پر همدې اساس ويلای شو چې د ساعتونو په زياتولو کې بېړه کول به پرته له خفګان او ستړيا څخه نوره کومه ښه پایله ونه لري.

که له تاسې څخه وپوښتل شي چې دا به ډېر ښه وي چې په شپه او ورځ کې ۱۴ ساعته مطالعه وکړو او که په پنځه ساعته کې داسې مطالعه وکړو چې د درس موخه مو په پوره ډول درک کړې وي؟ طبیعي ده چې ځواب به مو دوم وي.

په ډاډ سره ويلای چې د ساعتونو تر زياتولو، له ساعتونو څخه په پوره ډول ګټه اخيستل مهم دي.

د همدې موخې لپاره راځئکاغذ او قلم ته لاس کړئ او د لاندې جدول په جوړولو کې راسره ملګرتيا وکړئ!

په پېل کې داسې يو جدول جوړ کړئ چې د عمودي او افقي کرښو درلودونکی وي ، ولاړې کرښې يې باید د دقیقو او پرتې يا افقي کرښې يې باید د ورځو ښودونکې وي ، هره ورځ مو د مطالعې وخت کنترول اود دېوال پر مخ په ځای شوي جدول کې يې رسم کړئ، وروسته له يوې هفتې او يا هم لسو ورځو د تېرېدو څخه خپل د مطالعې وخت حساب کړئ، چې دا به ستاسو د تېرې اونۍ د مطالعې موده در وښيي ، وروسته تر هغې د خپل بدني ځواک او توانایي په پام کې نيولو سره په لومړۍ مياشت کې ۹۰ او يا ۱۲۰ دقیقې اضافه کړئ په همدې ترتیب په راتلونکې مياشت کې هم همداسې وخت ور اضافه کړئ.

د ساعتونو اضافه کول په تدريجي ډول پرمخ وړلای شودا کار بیا د خپلو اوسنيو کړنو په پوره ډول تشخیص ، ارزيابي او د هغې لپاره د يو جدول په جوړولو کيږي.

د جدول په جوړولو تاسې ډېر لوی کار وکړ، لومړی دا چې د خپلو روزانه کړنو مهالوېش او د هغې کنټرول مو له ذهني فشار پرته پر کاغذ رسم کړ، چې په دې ډول له ذهني کارونو مو يو کار کم شو، دوم دا چې جدول رسمول ستاسې د پرمختګ ګراف درته په عملي ډول درښيي ، تاسې کولای چې په هر وخت کې چې اړينه وي خپل جدول ته ځېر شئ او خپل ځان ارزيابي کړئ، دريم دا چې تاسې خپلدوړاندې تګ لپاره يو منظم پلان جوړ کړ چې دا بیا ستاسې په روحي پياوړتيا کې مهم رول لوبولای شي.

اړېنه نه ده چې تاسو څومره وخت په خپل کاري ژوند کې د مطالعې لپاره اضافه کړی بلکې مهمه دا ده چې تاسې د وړاندې تګ لپاره ټينګ عزم او اراده نيولې ده، ډاډ درکوم چې دغه نقطه ستاسې په ژوند کې د پرمختګ پر لور د انقلاب او بدلون نقطه ده.
ورځنۍ چارې له سمون وروسته روانې ساتل:

دا او دې ته ورته د ژوند په چارو کې جدي پاتې کېدو لپاره اړ ياست چې د ځان لپاره د سرغړونې په صورت کې جرېمه او د ښې کړنې او په مهالوېش برابر کار کولو په صورت کې تقويتي انعام وټاکئ، د ټاکلو لپاره تل هڅه وکړئ چې پنځه داسې شيان غوره کړئ چې ستاسو لپاره د خوښۍ وړ وي او په څنګ کې ورسره پنځه داسې شيان غوره کړئ چې ستاسو بد ترې راځي، خو هو خوږو ځوانانو پام وي چې داسې جريمه او انعام وټاکئ چې ستاسو په توان برابر وي .

تل د ورځينيو چارو د ښه تنطیم لپاره په پورته ډول یو خود کنټرولي نظام او په هغې کې عملي کېدونکې څارنوالي جوړه کړئ.
له کومکي قوې څخه ګټه اخيستل:

ډېر ځله به له داسې حالت سره مخ شئ چې په هېڅ ډول نشئکولای چې خپل ټاکلي هدف ته ورسيږئ، هدف ته د رسېدو په لار کې به درته ډېر خنډونه وي چې د هغې له ډلې څخه د انګېزې کموالی، پر ناوړه عادتونو باندې نه برلاسی کېدل، د چاپېرچل نا مناسب شرایط او دې ته ورته نورې ستونزې د يادولو وړ دي.

پر همدې اساس د وخت د بې ځايه نه مصرفېدو او له وخت څخه د پوره او په ښه ډول د ګټې اخيستنې په موخه باید يو څوک له تاسو سره په دې کار کې کومک وکړي که څه هم دغه ملګرتيا د ډېرې کمې مودې لپاره هم وي، دغه ملګري د کورنۍ غړي لکه مور، پلار، خور ، مشر ورور او يا داسې څوک وي چې له تاسو نږدې اړيکې ولري .

په هر صورت، هر ډول مو چې زړه وغواړي په هماغه ډول خپل د پرمختګ چارې سمبال او له وخت څخه د پوره ګټې اخيستنې په موخهګړندي ګامونه پورته کړئ او د امکان په صورت کې له کومکې قوې ( ملګري ) څخه ګټه اخيستنه هم په پام کې ولرئ.
نوربيا……

یـادونه: که لیکـنه مو خوښه شوی وی، نو هـیـلـه ده چـې لایـک، کـمـیـنـټ او له ملګرو سره مـو شریکول هـیـر نـه شـی.

لیکوال: محمد قاسم نایل – د معالجوی طب زده کړيال