د مطالعې لپاره ځانګړي او لومړني شرطونه!

ژباړه: نصير غورځنګ

د مطالعې لپاره ځانګړي او لومړني شرطونه څه دي؟ څنګه کولای شو د مطالعي لپاره سالم چاپیریال برابر کړو؟ آیا تر اوسه مو فکر کړی، چې ستاسې د مطالعي کولو طریقه درسته نه ده؟ د یوې ګټورې او ښې مطالعي لپاره ضروري ده، چې دې پوښتنو ته ځواب پیدا کړئ.

ددې لپاره چې ښه مطالعه وکړئ، لاندې ټکي په پام کې ونیسی.

د مطالعې چاپیریال: زده کړیالان د مطالعې د چاپیریال د ټاکلو په اړه متفاوتې سلیقې لري. په اطاق، پارک او کتابخانه کې مطالعه کول تر ټولو مروج ځایونه دي.

هغه څه چې باید پرې پوه شی، هغه دادي چې د ارام او پرسکونه ځای سره سره باید په ثابت او بې تنوع ځای کې مطالعه وکړئ نه یوازې دا، چې عمومي ځایونه لکه پارک د مطالعې لپاره مناسب نه دی بلکې، د اطاق د دیکوریشن بدلون هم کولای شي ستاسې مطالعه ګډه وډه کړي.

موخه لرونکې مطالعه:  موخه لرونکې مطالعه د هدف، پروګرام او وړاندوینې په اړه د یو روڼ او شفاف ذهنیت درلودل دي. دغه موضوع د څو مختلیفو زاویو څخه تر بحث لاندې نیسو.

یو بعد یې ستاسې په نیت، نظریه او فکر  را څرخي. او دوهم بعد یې ستاسې په ذهني آرامۍ را ګرځي.

هوښیارانه پيل: هوښیارانه پیل یوه ارادي خبرتیا او په روښانه عبارت یوه ارادي ویښتیا ده. موږ د مطالعې پر وخت ویښ یو خو ارادی ويښ نه یو. د ارادي ویښتیا لپاره اودس وکړئ، نیت وکړئ او د یو څو دقیقو لپاره مو سترګې پټې کړئ او د هغه څه په اړه فکر متمرکز کړی، چې تاسې یې تر سره کوی، مثلا فکر وکړئ چې زه په دې وخت کې کاملاً د مطالعي کولو لپاره چمتو یم.

فردي توپیرونه: د بعضو مرکزونو د اوازو او تبلیغاتو  خلاف هیڅ قانون شتون نلري، چې د مطالعي لپاره لازم وخت وټاکي. ځکه د اشخاصو مختلیف ذهنونه او د مطالعې لپاره مختلیفې حوصلې دي.

نو د دې پر ځای چې د مطالعې لپاره وخت زیات کړو ښه به دا وي، چې د کمې مطالعې څخه ډیر څه زده کړو او ډیر څه ترې واخلو او ددې پر ځای چې له خلکو سره د خپلې مطالعې د وخت پرتلنه وکړو ښه به دا وي، چې د خپلې مطالعي څخه مطلوبه موخه تر لاسه کړو.

د مطالعي د وخت زیاتولو لپاره طرحه: که غواړی، چې د مطالعې وخت مو زیات کړی، نو کوښښ وکړئ چې بیړه ونه کړئ. ځکه هر کار د وخت په تیریدو سره منځته راځي، نو د کار زیاتول هم د وخت تیریدو ته اړتیا لري.

د پایلې تر لاسه کول: د مطالعې لپاره د وخت ډیرول او د خپل اوسني حالت ارزونه د پایلې تر لاسه کول دي. دا کار ډیر اسانه دی، تاسې یا ستاسي ملګری کولای شي دا کار وکړي او تاسې وروسته له مطالعي څخه وارزوي.

د یوې اونۍ لپاره یو  ګراف رسم کړئ چې عمودي محور یې ستاسې د مطالعې وخت او افقي محور یې ستاسې د مطالعي ورځې وښایي. د اونۍ په اخیر کې یې محاسبه کړئ. اوس خپلې توانایي ته په کتو سره په اوله میاشت کې ۶۰ او په دوهمه میاشت کې ۹۰ دقیقې خپلې مطالعې ته اضافه کړئ او په همدې ترتیب مخکې لاړ شئ.