د مطالعې معتادي

زیاته مطالعه کول معتادي ته ضرورت لري. د هر عمل معتادي لومړی له کوچینو عملونو شروع کیږي او بیا زیاتیږي چې نتیجه کې د هغه عمل معتاد شي او نه شي کولی چې هغه عمل په اسانۍ پریږدي.

تاسې هم کولی شۍ چې د مطالعې معتاد شئ د خواله رسنیو په راتګ سره چې ډیر خلک یې معتاد کړي دي د مطالعې ترویج یو څه کم شوی دی خو بیا هم ځینې ځوانان شته چې مطالعه کوي.

د مطالعې سره د ځان عادت کولو ډیرې لارې چارې شته چې یو کس چې هیڅ د کتاب لوستلو سره علاقه نه لري مګر یو وخت راځي ډیر کتابونه لولي.

۱: کوشش د وشي چې لومړي سر کې مطالعه د مجلو او ورځپاڼو له لوستلو شروع کړي. مجلې او ورځپاڼې ډول، ډول لیکنې او تصویرونه خپروي چې د لوستونکي توجه زیاته جلبوي او زړه تنګونکي نه وي.

۲: لنډې لیکنې او مطالب ولولي چې د لوستونکي په مزاج برابر وي.

۳: داسې څه د ولوستل شي چې د لوستونکي له ورځني زوند سره سمون خوري او دده د کاري ساحې د ستونزو هواری پکې وي.

۴: لومړي سر کې باید مطالعه کمه وشي مثلا له لسو تر پنځلسو او یا شل دقیقو زیاته مطالعه ونه شي چې د وخت په تیریدو سره دقیقو ګراپ د لوستونکي لخوا اوړیږي او ددې معتاد کیږي.

۵: د کار ساحه لکه دفتر، د کور حجره او یا هم دیته ورته ځایونو کې کتاب ولرو چې د فارغه وخت په صورت کې کتاب خلاص کړو او لنډه مطالعه وکړو.

۶: روماڼیکې اندې کیسې او ناولونه د ولوستل شي چې د مطالعې اصافه کولو کې مرسته کولی شي.

مطالعه درڅخه شخصیت جوړوي.