د مطالعې ۲۸ ګټې

۱-مطالعه د روزه نیزو چارو او په ژوند کې د شته ستونزو د هواري لامل ګرځي.

۲-مطالعه ستاسو ماغزه فعالوي.

۳-مطالعه مو مقاومت ته هڅوي.

۴-مطالعه مو استدلال، پوهې، سپړنې، درک او نوښت ته وده ورکوي.

۵-مطالعه د هیریدلو او د نورو دماغي ناروغیو مخنیوی کوي.

۶-مطالعه شخصي او ټولنیزو اړیکو ته قوت وربښي.

۷-مطالعه استعدادونو ځلا او د ځان پیژندنې سبب کېږي.

۸-مطالعه د خدای جل جلاله پیژندنې او ستاسې د معنویت د زیاتوالي سبب کېږي.

۹-مطالعه زموږ د ټولنې د پرمختګ سبب ګرځي.

۱۰-مطالعه زموږ د ټولنې فرهنګ لوړه وي.

۱۱-مطالعه د بېلابېلو فکرونو د رامنځ ته کېدو لامل کېږي.

۱۲-مطالعه د ماغزو ښه ورزش دی.

۱۳-مطالعه ستاسو تحلیل څو برابره ډیره وي.

۱۴-مطاله کولای شي، هغو موخو ته مو ورسوي، چې په ژوند کې یې ورته د رسیدو هیله لرو.

۱۵-مطاله د بېلا بېلو پرمختګونو او دینونو په اړه پیژندګلوي را په برخه کوي.

دا هم ولولئ  وچکالي؛ د افغانانو لپاره یو بل ننګوونکی ګواښ

۱۶-مطالعه او کتاب لوستل د ژوند کولو هنر را زده کوي

۱۷-مطاله له تاسو نه ښه ژبور ویناوال او خبریال جوړوي.

۱۸-مطالعه ستاسې په ژوند کې د تیروتنو د کموالي سبب کېږي.

۱۹-مطاله مو له فصاحت او بلاغت نه برخمنوي.

۲۰-مطالعه مو پر خپل ځان د ویسا کېدو سبب ګرځي او د روحي فشارونو مخنیوی مو کوي.

۲۱-مطالعه کولای شي، په تاسو کې نوښت وړتیا را منځ ته کړي.

۲۲-مطالعه تاسو ته ښه احساس در په برخه کوي.

۲۳-مطالعه ستاسو د خوښۍ سبب ګرځي.

۲۴-مطالعه تاسو ته ټینګښت در بښي.

۲۵-مطالعه ستاسو فکري تمرکز ډیره  وي.

۲۶-مطالعه ستاسو شخصیت ته وده ورکوي.

۲۸-مطالعه غوره تفریح ده.

مأخذ: د مطالعې او زده کړې لارښود.