د مطالعې SQ4R میتود‎

ژباړه: نیازالله مبارز

بسم الله الرحمن الرحیم « ربی زدني علما »

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته !

زړه مې وغوښت چې د مطالعې په میتودونو او هغه آسانې لارې چې کولی شو ښه او ګټوره مطالعه وکړو، یو څه معلومات چمتو کړم نو د فارسي نه مې دغه رساله را وژباړله هیله ده چې په شوق یی ولولئ اوڅه ګټه ترې واخلئ.

نن ورځ د مطالعې لپاره مختلف میتودونه او لارې چارې شتون لري لکه: KWL,PQRST,SQ4R,MRPQ5RTR او نور…

چې دلته یواځې د SQ4R میتود توضیح شوې ده، نور به انشاءالله په راتلونکي کې چمتو کړم، مخکې لدې چې اصلي‎ موضوع ته لاړ شم دا یو څو خبرې په یاد ولرئ :

 د روحيې جوړونه : باید د مبارزي لپاره ښه روحیه ولرئ ،باید وجنګیږئ ، د ماتې څخه مه ډاریږئ او باید چې د ماتې د جبران توان ولرئ .

 د هدف ټاکل : د هر څه د مخه باید خپل هدف وټاکئ چې کومه مرتبه ،کومه رشته او څومره نومرو ته باید درس ووايې او دڅه لپاره درس وایې.

 د خپل هدف په اندازه باید مطالعه وکړئ او زحمت وباسئ.

 مطالعه باید په ژور فکر،دقت او په مینه وشئ ، روح او جسم باید حاضر وي،د موضوع د پای لپاره باید په کافي اندازه وخت ولرئ .

SQRRRR

د SQ4R میتود د رابینزسون لخوا په ۱۹۴۶ میلادي کال کې معرفي شو.

S: Scan ټول لوستنه یا تیز ویل

Q: Question پوښتنه کول

R1: Read کرښه په کرښه لوستل

R2: Release فکر کول چې ما څه ولوستل

R3: Relate د ځانه پوښتنه کول په شفاهي توګه

R4: Review بیاځلي ویل

Scan(سروې،ټول لوستنه):

مخکې لوستنه او یا هم ټول لوستنه اول پړاو ده، چې هغه کتاب،چپټر،مجله یا یوه موضوع غواړئ چې مطالعه یی کړي باید په چټک ډول یو ځل هغه د سر نه تر پایه ولولئ،مثلاً د کتاب لیکونکی،د عنوانو فهرست ،سریزه یې او نور .

کولای شئ چې دا رنګه مطالعه په موټر،تګ راتګ،د ښوونځۍ د درسي ساعتونو د تبدیلیدو په وخت کې وکړئ ،یواځې د ۲ تر۵ دقیقو لپاره دا کار وکړئ !

په ټوله کې یو ذهنیت باید پیدا کړئ چې پدې مطالعه شوې برخه کې څه نغښتي دي چې دې ته ذهنیت یا فکر جوړونه وایې .

Question(پوښتنه کول) : کله مو چې ټول لوستنه پای ته ورسیده نو د ځانه پوښتنه وکړئ چې څه مطلب او څه پیغام پکې وه،که پوښتنې په کتاب کې وي نو ښه ده چې اول هغه وګورئ که نه وي نو د ځانه یې جوړې کړئ، مثلاً که تاسو په فزیک که انرژي مطالعه کوئ نو پوښتنه به داسې کوئ چې تعریف یې،ګټه یې،تاوان يې،فرمولونه یې یا که مثلاً تاریخ مطالعه کوئ نو باید سنې(کلونه)،نومونه،مړینه،زیږیدنه او نورې پوښتنې وکړئ، هره پوښتنه باید د هغي موضوع پورې تړلې وي چې مطالعه کړي مو ده .

1Read(په غور لوستنه،دقیق لوستل) : څرنګه دې چې لمړی ټول لوستنه وکړه ،ذهنیت او فکر دې واخیست او بیا دې له ځانه پوښتنې وکړه نو اوس باید د هغو پوښتنو ځواب په دقیق ډول پیدا کړې او کومه موضوع چې غواړې ولولې نو کرښه په کرښه باید په ښه آرامه،ژور فکر اود پنځه ګونو حواسو په مرسته تر پایه ولولې .

یوه مهمه خبره دا چې باید د مطالعې انتها او پای معلوم وي ځکه د انسان مغز خوښوي چې د هر کار پای ورته معلوم وي، لږه مطالعه وکړئ خو په تفکر او دقت سره،ډیر لوستونکي مطالعه د طوطي په شان چټکه کوي چې اصلاً دا مطالعه کومه ګټه نلري او عبث به مو وخت پرې ضایع شوي وې .

2Release(چڼول،فکر کول،لنډیز): کله چې متن لولي نو باید ویلو په وخت کې فکر وکړئ چې

آیا ما ترې څه زده کړل؟

آیا کوم مطلب مې تر واخیست؟

که جواب منفي وي نو بیا یې ولوله .

ځکه چې ښه او ژوره مطالعه دې نده کړی .

ډیر لوستونکی یو متن وایې وخت پري تیروی خو بیا هیڅ لنډیز ترې نشي اخیستي.

اساسې علت یي همدا ده چې په د مطالعې په وخت کې فکر نه کوي او پنځه ګونه حواس یې موجود نه وي .

که کرښې یا هم داسې (←،─،√،◊،▫،″،*،”) نښاني وکاروئ او هر مهمه نقطه نوټ کړئ نو ډیره ګټوره ده. او بل که په څو رنګه خط سره یې ولیکئ نو د یادولو لپاره ښه ده، د حافظې عمر مو زیاتوي .

3Relate(د موضوع پوښتنه،ربط): کومه موضوع دې چې مطالعه کړي یو ځل بیا د همغي موضوع په مطابق پوښتنه وکړه او د تیرې صفحې،عنوان او یا هم فصل سره ارتباط ورکړه.

په لوړ آواز یی ولوله !

بده نده تجربو ثابته کړی چې په لوړ آواز لوستل ګټور دي که په قدم وهلو سره یی لولې هم مشکل نلري .

4Review(بیاځلي لوستل،چټک لوستل): انسان یو ضعیف موجود ده،نو موضوع تر ډیره وخته په ذهن کې په پوره ډول نشی ساتلي.

 د انسان د حافظی وخت ۲۴ ساعته دي،هغه څه چې مونږ مطالعه کوو په ډیرې تیزۍ سره له منځه ځي نو لاندې لارښوونې،بیاځلي(مرور) او دوران یې د مخنیوي لارې دي .

 یوه اونۍ وروسته : کومه موضوع مو چې لوستلې وه،وروسته د یوې اونۍ یې باید هتمن په چټک تکرار سره ولولئ .

 یوه میاشت وروسته : کومه موضوع مو چې لوستلې وه،وروسته د یوې میاشتې یې باید هتمن په چټک تکرار سره ولولئ .

 درې میاشتي وروسته : کومه موضوع مو چې لوستلې وه،وروسته د دریو میاشتو یې باید هتمن په چټک تکرار سره ولولئ .

 یو ښه لوستونکی څلویښت ځله یوه موضوع نه لولي بلکې یو ځل یی لولي او لس ځله تکرار اوچټک مرور کوی .

 افلاطون وایې : ریاضي په پنځه پایو ولاړه ده ↓

 په غور او دقت سره مطالعه کول .

 د موضوع تمرین او تکرار .

 د موضوع تمرین او تکرار .

 د موضوع تمرین او تکرار .

 د موضوع تمرین او تکرار .

نو که غواړۍ چې حافظه مو ډیر څه په یاد ولري او فعاله ووسي نو مهمه او ضروري ده چې یو موضوع د یوې اونۍ ،یوې میاشتۍ او دریو میاشتو ورسته هتمن بیا مطالعه او تکرار کړي.

ان شاء الله چې د حافظي د دوام او قوت لپاره به په وروسته اونیو کې معلومات اضافه کړم .

پای