د مطلوبې زده کړې اسانه لار

لیکنه: پوهیالی عبیدالله وردګ

کابو دوه کاله وشول چې په پوهنتون کې د یو همکار استاد په حیث دنده تر سره کوم چې په دې دوه کلونو کې د محصلانو سره له نژدې په اړیکه کې یم دې دوی د نورو ستونزو تر څنګ یوه ستونزه دا ده چې دوی د زده کړو له لارو چارو سره یا بلد نه دي او یا هم شرایط ورته برابر نه دي تر څو خپلې زده کړې مخ ته یوسي.

سره له دې چې ډېر شمېر محصلان کوښښ کوي تر څو خپلې زده کړې په ښه شکل سره وکړي خو دې دوی ډېری د زده کړو له ځینې لارو چارو سره نا اشنا دي له همدې کبله یې زده کړې بې پایلې او یا هم مطلوبه پایله نه لري زه دلته غواړم د ښې او مطلوبې زده کړې  آسانه لار ذکر کړم تر څو زموږ زیارکښ محصلان ورنه ګټه واخلي.

دا د زده کړو لار چې په لنډه توګه دې (PQRST) په بڼه ښودل کېږي چې په حقیقت کې د پنځه مرحلو څخه تشکیل شوې ده او دا د انګلیسي توري د هرې مرحلې لومړی توری دی.

د Preview مرحله: دا مرحله یا ګام هغه مرحله ده چې د یو کتاب مفاهیم پکې کتل کېږي د هر فصل عنوان همدارنګه نور مهم اصلي او فرعي عنوانونه تر نظر تېرېږي  او د هر فصل خلاصې ته یوه لنډه کتنه حتمي او ضروري بلل کېږي تر څو د کتاب په هکله یو ټولیز لید ولرو.

په دې مرحله کې لوستونکی کولای شي پوه شي چې د دې کتاب څخه څنګه ګټه واخلي یا د دې کتاب څخه د ګټې اخیستلو او زده کړې لپاره کومو اړینو توکو ته اړتیا لري.

د Question مرحله:

دا مرحله چې د پوښتنې مرحله هم ورته ویل کېدای شي، هغه مرحله ده چې په لومړی مرحله کې لوستل شوي مالومات کېدای شي په پوښتنو تبدیل کړو په هر اصلي یا فرعي عنوان کې پوښتنې جوړې کړو.

د پوښتنو مطرح کولو ګټې دا دي چې لوستونکي ته د کنجکاوۍ یا هم د ډېرې څېړنې او پلټنې حس ورکوي تر څو اړونده موضوع کې مطرح شوې پوښتنې حل کړي.

د ارواهپوهانو په اند چې ډېره څېړنه او کنجکاوي کولای شي ذهن ته د ښه حفظ قوت ورکړي تر څو د پوښتنو په هکله را ټول شوي مالومات په ذهن کې په ښه توګه حفظ شي.

د Reading مرحله:

دې مرحلې ته چې د لوستلو مرحله هم ورته ویل کېږي هغه مرحله ده چې په دوهمه مرحله کې مطرح شویو پوښتنو ته د ځواب لپاره کتاب لوستل کېږي او اړونده پوښتنو ته مناسب او مطلوب ځوابونه په لاس راځي او په دې مرحله کې لوستونکی هڅه کوي تر څو خپل لوستل داسې اعیار کړي چې مطرح شویو پوښتنو ته ځواب په لاس راشي.

د Self-Recitation مرحله:

دا مرحله چې د کتاب له دقیق او مکمل لوستلو وروسته پیل کېږي لاندې برخې لري.

د کتاب له دقیق لوستلو وروسته د کتاب اصلي محتوا او مهم ټکي دې کتاب ته له مراجعې پرته تکرار شي، هغه پوښتنې چې مخکې یې مطرح کړې وې باید هرومرو حل شوې وي او که حل نه وي نو بیا دې کتاب ته مراجعه وشي اوعمیق د ولوستل شي.

د Test مرحله:

دا مرحله چې د پورتنیو څلورګونو مرحلو څخه وروسته د تطبیق وړ ده، په دې مرحله کې لوستونکی کولی شي خپل د مطالعې او زده کړې کچه معلومه کړي همدارنګه کولای شو د مطرح شویو پوښتنو د ځوابونو په هکله هم فکر وکړو چې ایا مناسب ځوابونه مو تر لاسه کړي دي او کنه؟ او د دې تر څنګ لاسته راغلي ځوابونه له ځان سره تکرار کړئ.

او په ټوله کې دلته لوستونکی له ځان څخه یوه ازموینه اخلي او خپل ځان په خپله ارزیابي کوي.

د دې تر څنګ په ځانګړي ډول په ازموینه کې اضطراب او د مطلوبې نتیجې لاس ته نه راوړلو یو علت هم دا کېدای شي چې محصلان څلورمه او پنځمه مرحله نه عملي کوي او هم دا د دې سبب کېږي چې د زیار او کوښښ سره سره محصل بریالی نه وي.

سره له دې چې د پورته ذکر شویو مرحلو عملي کول ستونزمن او وخت ته ضرورت لري خو د عملي کولو په صورت کې به محصل وکړای شي ښه نتیجه په لاس راوړي.