د معاصر ځوان مهمې ځانګړتېاوې!

ليکنه: عبدالحنان قريشي

په ټولنه کې ځوانان د ملاتير بڼه لري، ټولنې پرې ودانې، ولاړې او مستحکمې دي، ځوانان کولاى شي خپلې ټولنې د ابادۍ يا بربادۍ خواته يوسي، ځکه د دواړو کړنو ځواک لري، دا چې ليکنه د ځوانانو د مثبتو ځانګړتېاوو په اړه ده نو کچېرې ځوانان ارام کيني او له خپلو وړتېاوو او ځواک څخه استفاده ونکړي، هغه ټولنې کمزورې او وروسته پاتې ګڼل کيږي، تل نورو ته اړې وي او د نورو ګټو لپاره خپله انرژي مصرفوي.

زمانې پر مخ درومي، فکرونه بدلون مومي، اړتېاوې ډيريږي، په هر څه کې بدلونونه او تغيرات راځي، وګړي مجبور دي چې د دې ټولو څيزونو په نظر کې نيولو سره په مختلفو فکري، اقتصادي، سياسي، علمي او ټولنيزو برخو کې د مقابلې لپاره ځانونه اماده کړي، دا ليکنه په ټوله کې د مسلمانو ځوانانو خو په ځانکړي ډول د افغان ځوانانو لپاره ګټوره بولم، زموږ ځوانان بايد په لاندې برخو کې خپلې وړتېاوي او پوهه ترلاسه کړي يا يې په سم ډول ترسره کړي، چې په ترڅ کې به يې له يوې خوا د اسلام مبارک دين او د هيواد د دښمنانو د شومو موخو مخنيوۍ او دفاع ترسره شي له بلې خوا به زموږ د ټولنو د پرمختګ او د حريت او هويت د ساتلو لامل وګرځي.

(1): ديني پوهه: دا چې موږ د اسلام مبارک دين منلى او ځانونه اسلام ته منسوبوو، تر ټولو د مخه د خپل دين په اړه سمه پوهه ترلاسه کول اړين دي، هغه څه چې د اسلام دين د لارې يې الله تعالى جل جلاله له موږ څخه د مسلمان په توګه غواړي پيژندل او پوهېدل دي، او پر همغو قوانينو تګ او پر ځان عملي کول دي. د فرايضو، واجباتو، سنتو، نوافلو او مستحباتو پيژندل د لومړيتوبونه درک کول او ترسره کول، د روا او ناروا چارو، د حق او باطل حدود، سمې او ناسمې کړنې تشخيص کول، د قران زده کړه او تفسير، په نبوي حديثو کې پوهه ترلاسه کول، اړين فقهي مسايل او نورو برخو کې پوهه ترلاسه کول، په دين کې ثابت شيان او هغه شيان چې بدلون ته پکې اجازه شوي ورباندې ځان پوهول دي.

(2): عبادات: د دين له پوهې وروسته مسلمان ځوانان د عباداتو اړخ ته پاملرنه وکړي، عبادات انسان ته دنيوي او اخروي ګټې ور په برخه کوي، ژوند يې له سکون او ډاډ څخه برخمن کيږي، عبادات بدني، مالي، بدني او مالي، قولي او عملي کېداى شي نو د ټولو عباداتو په سمه بڼه او په خپل وخت ترسره کړاى شي چې په دې ډول د يوه ځوان هر اړخيزه تزکيوي او روحي روزنه هم ترسره کيږي.

(3): فکري او عقيدوي برخه: مسلمان ځوانان بايد د عقېدې له اړخه غني او باوري وي، او په فکري روزنه باندې سمبال وي، لوېديځ د مسلمان ځوانانو د فکر او عقېدې د منحرف او ګډوډولو هڅه کوي او دا يې لومړنۍ ټارګيټ دى، نو پکار ده چې خپله فکرې برخه مستحکمه او باطل پر وړاندې د يو قوي دېوال په بڼه ودريږي.

(4): علمي برخه: مسلمان ځوانان بايد خپلې علمي وړتېاوې لوړې کړي او په دې برخه کې وروستۍ مرحلې پورې يون وکړي، لږ ترلږه خپلې زده کړې تر ماسټري او دوکتورا پورې ورسوي، خو دا بايد وروستۍ منزل ونه ګڼي بلکې تر تحقيق او څيړنيزو علومو پورې پر مخ ولاړ شي، په خپل مسلک او عصري علومو کې بايد تر نورو مخکښ او سرلاري وي.

(5): ادبي او فرهنګي برخه: مسلمان ځوانان د علمي لوړې لوړې پوهې تر څنګ بايد په ادبي برخه کې د ليکوالۍ، هنر، شعر، خبرو اترو برخه کې مهارتونه ولري، د ګټورو فرهنګي کړنو ترسره کولو وړتېا پېدا کړي، فرهنګي ميراثونو پيژندنه او پر اهميت يې بايد خبر و اوسي، د دښمن لخوا هغه دسيسې چې زموږ اصلي ادبېاتو او فرهنګ ته زيان رسوي د هغوۍ مخنيوى وکړي.

(6): د ټيکنالوژي او مډرنو وسايلو استعمال: مسلمان ځوانان بايد د ټولو هغه وسايلو چې انسانيت ته ګټه رسوي پر استعمال يې پوه شي، د رسنيزو وسايلو څخه تر علمي وسايلو پورې د ټولو شيانو د سمې کارونې ځايونه وپيژني او همغه ځاى کې ترېنه ګټه واخلي.

لکه څنګه چې دښمن له دې ډول وساېلو څخه اعظمي ګټه پورته کوي مسلمان ځوانان هم بايد مقابلې ته چمتو شي.

(7): په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو مسايلو پوهه: مسلمان ځوانان بايد په اسلامي سياست، اسلامي اقتصادي نظام او ټولنيزو مسايلو کې بافهمه وي، د هيواد، سيمي او نړۍ د سياسي او اقتصادي تحولاتو درک وکړاى شي، په ټولنيزه برخه کې د اړيکو د ټينګښت، د ستونزو تشخيصول او حل لارو باندې پوه وي.

(8): عامه مطالعه: مسلمان ځوانان تل بايد ځانونه له مطالعې سره بلد کړي، د خپلو اسلافو، اتلانو .. په اړه مطالعه کول، د خپلې خوښې مطالعه کول، مطالعه د انسان ذهن پراخوي نو بايد ترې دريغ ونشي.

(9): يووالي ته ژمنتېا: لوديديځ د مسلمانانو د يووالي او د ددې عظيم صف د ټوټه کولو لپاره مختلفې لارې چارې په کار اجولې، نو ځوانان بايد پخپلو منځونو کې د هر ډول قومي، ژبني، سمتي او ملتي تعصباتو څخه مخنيوۍ وکړي، او د يو امت د جوړېدو، د مېنې او ورورولۍ نعاره اوچته کړي تر څو دښمن نامراده شي.

(11): سپورت برخه: مسلمان ځوانان تل بايد د خپلې روغتېا خيال وساتي، هره ورځ په منظمه توګه سپورت وکړي، په دې سره به يې روغتېا تضمين او بدني ځواک به يې جوړ وي، د اړتېا پر مهال به روزل شوى افسر ثابت شي.

(12): وخت ته ارزښت ورکول: مسلمان ځوانان بايد د وخت ارزښت وپيژني، خپل ارزښتمن وخت په بېهوده او بې ګټو شيانو تېر نکړي، له ډير تلويزون کتلو، فلمونو، سريالونو، لوبو، بنډارونو څخه ډډه وشي، د خپل وخت له هرې ثانيي او دقيقې ګټه پورته کړاى شي.

(13): هوښيارتېا، ځيرکتېا او چټکتېا: مسلمان ځوانان بايد ډېر هوښيار او ځيرک وي، د ښمن ټول کړه وړه وڅارې او پر وخت يې مخنيوۍ ترسره کړي، همدارنګه ټول فرصتونه چې ورته معلوم شي په وخت ترېنه ګټه واخستل شي.

(14): د اشخاصو پيژندنه: مسلمان ځوانان په ټولنه کې د ريښتونو او درواغجنو اشخاصو پيژندلو وړتېا ولري، اسلام او ولس ته ژمن وګړي او د پرديو لخوا وارد شوي اشخاص په ښه توګه معلوم او په اړه يې راتلونکى نسل خبر کړي.

(15): د رهبرۍ او مديريت وړتېا: دا نړۍ د مسلمانانو رهبرۍ ته اړتېا لري، نو مسلمان ځوانان بايد په خپلو ځانونو کې د نړۍ د رهبريت او مديريت