د معتادانو له ذهنه د نشې د هېرولو نوې طریقه

څېړونکي توانېدلي چې په یوه نوې طریقه د موږکانو له ذهنه د کوکاینو خاطرې هېرې کړي.

دوی باور لري چې په دې ډول به هغه معتادان وژغوري چې مخدر مواد پرېږدي مګر بیا یې پیلوي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، دا نوی کشف هغه کسان، چې پخوا په مخدرو موادو روږدي وو، نه پرېږدي چې بیا په دې موادو اخته شي.

څېړونکي وايي، چې دا طریقه یې پر موږکانو ازمویلې او د هغوی له حافظې یې د کوکاینو د استعمال خاطرې پاکې کړای شوي دي.

د څېړونکو په وینا دا طریقه کېدای شي د مخدرو موادو د درملنې تر اوسنیو کارول کېدونکو طریقو ډېره ګټوره وي.

په دې څېړنه کې د اپټوجینیټیکس په نوم له طریقې کار اخیستل کېږي چې په هغې کې د هغو حجرو د کنټرول لپاره د نور یا وړانګې له پلسونو څخه کار واخیستل شو چې په جنیټیک کې یې بدلون راوړل شوی دی.

څېړونکي وايي، پر موږکانو د دې طریقې له تجربه کولو وروسته ورته څرګنده شوه چې موږکان نور په مخدرو موادو پسې نه ګرځي.

د معتادانو یوه لویه ستونزه دا ده چې له درملنې او ډېر وخت د مخدرو موادو له استعمالولو وروسته بیا دې موادو ته مخه کوي.