د معلولو ملي لوبډلې ته تمریناتي کمپ پیل شو

ټاکل شوې افغان معلولیت لرونکو وګړو ملي لوبډله په آسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه بنګله دیش ته ولاړه شي.

د معلولیت لرونکو وګړو ملي لوبډلې چوکاټ لپاره د ۱۴ لوبغاړو ټاکنې په موخه نن د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ۷ ورځینۍ تمریناتي کمپ پیل شو.

د کرکټ بورډ چارواکي وایي: په دغه تمریناتي کمپ کې ۲۰ تنه لوبغاړي ګډون لري چې روزنه به یې د پیټرانډرسن لخوا کیږي او په پای کې به د یادو شلو لوبغاړو لپاره ۳ شل اوریزې تمریناتي سیالۍ هم په لاره واچول شي.