د ملالۍ خوږ احساس

لیکنه: حبيب وقار

شاوخوا مياشت وړاندې د افغانستان د معلوماتو مرکز (ACKU) د کال هغو ليکوالو ته چې دوی ته یې کيسې لیکلې وې، ډالۍ ورکړې. په دې ډله کې بااستعداده پېغله مینا نظري هم وه چې اته سوه ډالره نقده ډالۍ یې واخيسته. کور کې مې د فېسبوک پر پاڼه د مينا په اړه ليکنه لوسته چې په همدې ورځ یې دا لویه معنوي ډالۍ اخيستې وه، ملالۍ لور مې راته وويل: د مينا ترور عکس يې ولې خپور کړی څه یې کړي؟

ورته ومې ويل: خپله یې ولوله چې څه يې کړي، ووووو يې وکړل.

ويې ويل دا خو يې اته سوه ډالره ‌ډالۍ ورکړې، دا څومره ډېرې پيسې دي.

ملالۍ ته تلوسه پيداشوه، پرلپسې پوښتنې يې وکړې چې ولې يې دومره لويه ډالۍ ورکړې. ورته ومې ویل: د ماشومانو له پاره یې کيسه لیکلې.

ويې ویل: څه ډول کيسه يې ليکلې؟

د ماشومانو د کيسو کتابونه مې ورته وښودل چې زموږ کور کې ښه پرېمانه دي، ويل مې مينا ترور دې ماشومانو ته دا ډول کيسه لیکلې او ډالۍ يې ګټلې ده.

د کتابونو په کتلو سره ملالۍ يو ځل په خندا شوه ويل یې دا ډول کيسه خو زه هم لیکی شم، نو ماته به هم دا ډالۍ راکړي کنه؟

ويل مې ولې نه چې ته دومره تکړه يې او ماشومانو ته کیسه ليکی شې، ډالۍ به خامخا درکوي. له همغې ورځې د کيسې په لیکلو بوخته ده، يو ځل یې تېر کال هم یوه کيسه لیکلې وه، انځورونه يې ورکړي وو، په انځورونو کې يې په لمر مخي ګل، وري، اسمان، ورېځې، ستوريو، په ځمکه ګرځېدونکو ماشومانو خبرې کړې وې. د کيسې تخیل یې ډېر لوړ و. هغه مهال مې ورته وويل: لورې دا کيسه دې له کومه ځايه ولیکله، له کوم کتابه دې را واخيسته، ويل یې له ځانه مې ليکلې، ما چې هاغه کيسه ولیده، په نجلۍ کې مې د تخیل ډېر لوړ ځواک وليد، نو اوس ماشومانو ته په کيسه لیکلو بوخته ده خدای خبر چې کوم ځای ته به يي ورسوي.

 

په دې کيسو پسې وروسته په بله شپه ماسختن مهال یو ملګري زنګ وواهه، ويل یې (د کلی خيریه بنسټ) ته مرسته درکوم څه وخت يې دروړم، خو پام مو وي چې نوم مې ونه ليکئ او تاسې هم چاته ونه وايئ ورته ومې ویل سمه ده خو موږ يوازې دومره ليکو چې مرسته کوونکي موږ ته دا مرسته د نوم له اخيستو پرته وسپارله، ځکه موږ مرسته خامخا اعلانوو چې دا زموږ له پاره د روڼتیا (شفافیت) يو کاري اصل دی.

 

کله مې چې له یاد کس سره خبرې پای ته ورسېدې، ملالۍ سمدلاسه راته وويل پلاره! که يې په کيسه اته سوه ډالر ډالۍ راکړه، بيا يې تاسې ته درکوم چې د (کلي خيریه بنسټ) له لارې يتيمانو ته اوړه پرې واخلئ، په سر مې يې لاس تېر کړ، په زړه پورې او له زړه سواندۍ ډک احساس يې زما له سترګو اوښکې وبهولې.

 

۱۳۹۹لمريز د وري ۱۶مه