د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د چین دولت له ځانګړي استازي دینګ زیجون سره ولیدل

د ملي امنیت شورا څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د چین د خلق جمهوري دولت له ځانګړي استازي د ینګ زیجون سره ولیدل.

خبر پاڼه زیاتوي چې، زیجون د افغان سولې پروسه کې د چین د وروستیو هڅو په اړه د مالوماتو له ورکړې سربیره وویل، چې هېواد یې د سولې هوکړه لیک تطبیق ضمانت ته چمتووالی لري او لېواله دی چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو اترو کې د آسانچارۍ رول ادا کړي.